په حسرت هم زما نه دى، په ارمان هم زما ندى
ژوند که شهرِ نا پرسان دى، نا پرسان هم زما ندى
دا دعا مې هم پردۍده، دا منشا مې هم اسيره
دا نصيب هم له ما ورک دى، دا اسمان هم زما ندى
دا منصب د نورو نورو، دا ښکارېږي چې د ستورو
په تقوا هم زما…
سر لکه ناسور ويستى له هر اندازه ژوند
هر ايجاز اخيستى دى له بل اعجازه ژوند
زړه کې مې ماتېږي لاله څانګې بند په بند
ما راشوکولى دى د غم له سازه ژوند
دم او قدم ډار د پرزېدو محسوسوم
نور په وړاندې نه وړم د فنا اغازه ژوند
تاسره اخته په…