غزل

شمائله سليمي

181

سر لکه ناسور ويستى له هر اندازه ژوند
هر ايجاز اخيستى دى له بل اعجازه ژوند

زړه کې مې ماتېږي لاله څانګې بند په بند
ما راشوکولى دى د غم له سازه ژوند

دم او قدم ډار د پرزېدو محسوسوم
نور په وړاندې نه وړم د فنا اغازه ژوند

تاسره اخته په مزدورۍ ښايي فطرت
کم دې چرې مه شه له مستۍ او نازه ژوند

نه په اضطراب شو مسترد نه په چله
ګران شو راته ډېر له تا بغير شنازه ژوند

شور مې د حسرت شو بېرته ماپسې برپا
چاته حواله کړم د امکان جوازه ژوند

خلاص مې چرې نه کړو شمائلې په هيڅ رنګ
ستا د برندو سترګو د نظر له بازه ژوند

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.