غزل

شمائله سليمي

224

په ليلام راځينې اخلي، د ژوندون هار و بهار
هيڅ په نبض نه پوهېږم، ددې خپل زړګي بيمار

ما به کړى ترې انکار ٶ، که اګاه يې په خصلت وم
که خداى ماته راکولاى، هسې ستا رنګِ هزار

دې وطن کې د وګړيو د سرونو پرسان نشته
شيخ يې ناست دى احتساب ته د نښتر او د چنار

چې په خواست به مې غوښتلو، هغه يار دومره پيکه شو
اوس چې را مې شي په مخه، بدلومه ترېنه لار

کيمياګر مې په چکر کې، لېوني د راغستان وو
اوس مې نشته ستا له عشقه ، مومياګر هم خريدار

دا په ما او تا خاموشه، جهان مشه را په جوش کې
ويې مه خېژه تر مرګه، د انصاف له ستنې تار

زړه مې باسي شمائلې، د مرګي استازى اورې؟
ارادې راته ښې نه دي، د وختونو د ريبار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.