Browsing Tag

عبدالوکیل سوله مل

بوی (لنډه کیسه)

په ښار کې درز غوبل جوړدی ، د خدای مخلوق راوتلی دی ، پر بې وزلو وګړو اختر دی،  .داسې ېو شتمن ښار ته پر لاردی چې د زر  او  زور آوازه ېې پر ټول هېواد خپره ده. وايي چې دی به یوازې د خلکو داد  او عریضې  نه اوري او اخلي، بلکې د نغدو روپیو او…

د قلم جنازه

د شپې یولس بجې دي، آسمان وریځو نیولی  او پوښلی دی ،  داسې تیاره ده چې په یو متر کې څوک په سختۍ لیدل کېږي. خوب ته مې تیاری ونیو، څراغ مې ګل کړ. کټ ته وختم، اوږد وغځېدم، بړستن مې پر ځان وغوړوله، سترګې مې پټولې چې د کور دروازه ووهل شوه. د…

ایمانداره

  مرګ مې په دښمن هم نه لوریږي، خو ستا مرګ پر ما او یوې بلې بې خولې او بې ژبې مخلوق یوه الهي لورېنه ده. ستا مرګ په سخته ګرمۍ کې هغه یخ شمال دی چې  د انسان له وجوده ګرمي شړي. اوس به زه له خیره نور داسې کنځل نه اورم: ــ د خرې لورې! پوهیږئ!…

شل کلن پرهېز

ساه یې ستړې ستړې کېده، غځېدلې پښې یې ور ټولې کړې، خپل لوڅ بدن ته یې وکتل، ژر ځای کې را کېناستله، تر څنګ پروت سینه بند یې په سختۍ سینو پورې ونیو، اوچته ودرېده تورو اوږدو جړ وېښتانو یې مخ پناه کړی و، د کټ تر ژۍ پروت نېکر یې له ځان سره…

بدل

بوډا د کوټې لویې کړکۍ سره ناست و، د کلا خټین دېوال بېخ ته په ګرد پلاستیکي اخور ولاړې غوا ته ځير و.د چای پیاله یې ور پورته کړه، په یوه غوړپ یې نیمایي کړه، چای سوړ او بې خونده ور ولګېده، غمبوري یې وپړسېدل، یوې او بلې خواته یې خوله کې وشرپاوه،…

څښتن

څښتن  جمال د سپینو پنډو عینکو لاندې کڅوړنې سترګې په کېڼ لاس کوچني ساعت ته برابرې کړې، لس کم اته بجې وې، سر یې په سختۍ  د مخامخ لوی تلوېزون پردې پر لور هسک ونیو، لا یې خپل نوم په پرده نه معلومېده، غبرګ لاسونه یې په چوکۍ ولګول، کرار له…

دوه ودونه، دوه فکرونه

وږمې په لوی کوچ کې ډډه وهلې وه،سترګې یې د تلویزیون پردې ته ځېر وې. نیم ساعت کېده چې د خپلې خوښې د یوه فلم په لیدلو بوخته وه. شریف په کرار کوټې ته ورننوت. دئ یې په داخلېدو هېڅ غبرګون ونه ښود.  شريف پښه  ونیوله، په شونډو یې شیطاني مسکا…

دېموکرات پلار

لیلمې روڼ آسمان او ځلېدونکي لمر ته نظر واچاوه، له  څنګ سره روان ځوان ملګری ته یې په   داسې حال کې ور وکتل، چې کرار کرار یې د هغه د لاس له پنډو ګوتو  خپلې نرۍ ګوتې خلاصولې.  له کوچني ټیکري راوتلي څو تاره وېښته چې تازه یې ژېړ رنګ پرې وهلی و،…

برغولی

سید محمد د لویې کوټې په دېوال د وطني ټوکر په منځ کې ځوړندې  اوږدې هیندارې ته ودرېده، سر تر پایه یې خپلو وطني جامو او واسکټ ته پکې وکتل، په خامک جوړه شوې خولۍ ېې چې ورېښمینه لونګۍ پرې تړلې وه په سر کېښوده. لنډ هغه مېز ته ور وګرځېده چې له…

اولادونه

د ماښام له لمانځه وروسته مرېدان کرار کرار یو په بل پسې د پير کرامت اغا له کوره ووتل. پیر چې څنګه له وروستي مرید سره مخه ښه وکړه، په لوړ آواز يې د یو پوځي بولندوي په څېر په لوړغږخپل خدمتګارته بولنه ورکړه: ـ هلکه نور هېڅوک مه را پریږده!…