د ماښام له اذانه سره سم فېروزې خپل وروستی ناروغ رخصت کړ. ستاتسکوب یې یوې غاړې ته کېښود. غځونې یې وکړې. د څوکۍ په یوه سوېچ یې ګوته کېښوده. څوکۍ شاته لاړه. لکه خوب چې ورشي. لږه شېبه یې ډډه ولګوله. بیرته راپورته شوه. د مېز وړه جعبه یې بیرته کړه. د نن ورځ د فیس پيسې ېې وګڼلې. د پیسو له شمیرلو وروسته ېې ټنده وغوړیده ، ستړیا ېې داسې والوته لکه کوم ناروغ چې د سختو دردونو په منځ کې د درد کومه ستنه ولګوي او وار د مخه یې دردونه والوځي. راپاڅېده، چې کور ته لاړه شي. ناببره یې خدمتګاره راننوته.
ـ یو ناروغ همدا اوس راغی.
د ډاکټرې تندی ګونځې شو. په دیوال کې راځوړند لوی ساعت ته یې لاس ونیو، په غصې یې وویل:
ـ نه ګورې څو بجې دي!؟
خدمتګارې هم ساعت ته سترګې ونیوې. ډاکټرې بیا وویل:
ـ ولې دې رخصت نه کړ؟
خدمتګاره شاته راغله. په دروازه یې ډډه ولګوله:
ـ ویل یې له ډېر لرې ځای راغلي یو. تاسو پېژني ډاکټر صیب!
د ډاکټرې غصه څه کیناسته، د ځان په ستاینه شوه:
ـ ما نو څوک نه پېژني؟ څه وایي، څوک دی؟
ـ یو سپین ږیری ازبک دی، حاجي اقچاري نومیږي.
د حاجي اقچاري د نوم په اوریدو ډاکټره ځای په ځای ودریده. په څوکۍ کې بیرته کیناسته. د پیسو ډک دستکول یې د میز لاندې کيښود. په خیال کې لاړه ، لکه په وړاندې ېې چې دسینما پرده راڅرګنده شي او دا دیو غمجن فلم نندارې ته کښیني . هغه ورځ یې سترګو ته ودریده، چې اقچاري یوه دنګه ښایسته نجلۍ ددې په وړاندې ودروله.
ـ ډاکټرګلې، دا مې خورزه ده.
ډاکټرې جلۍ ته وکتل او بیا حاجي اقچاري ته.
ـ څه خدمت وکړم، حاجي صیب؟
اقچاري شاوخوا وکتل لکه د کوم څه په ویلو چې هم شرمیږي او ویریږي. خوله یې پرانسته چې څه ووایي خو بیرته یې خبره تیره کړه. سر یې بې واکه ټیټ شو، بیرته یې راپورته کړ. شاوخوا یې وکتل. په ورو ېې وویل:
ـ څنګه یې درته ووایم لورې. هم د شرم خبره ده او هم د ګناه، خو څنګه یې کوې.
ډاکټرې وویل:
ـ له څه نه شرمېږې او ویریږې؟ حاجي صیب!
حاجي اقچاري لکه ستونی یې چې وچ شي، لاړې تیرې کړې. خورزې ته یې لاس ونیو:
ـ دا کم بخته بلاربه ده. د اوه میاشتو اولاد یې په ګېډه دی.
ډاکټره پرته له دې چې په خپله خبره فکر وکړي او د حاجي اقچاري رواني حالت او د ده د خورزې له حمله راټوکیدلې تراژیدي په پام کې ونیسي، مسکۍ شوه.
ـ نو څه! دا خو ښه خبره ده. خدای به ښایسته اولاد ورکړي.
حاجي نیغ په څوکۍ کې راپورته شو لکه څوک یې چې وکنځي، له غصې سور راواوښت، د ډاکټرې خبره یې منځ کې ورپرې کړه،په لوړغږېې وویل::
ـ خو زه نه غواړم چې یو قاتل مې په خاندان کې رالوی شي.
ډاکټره حیرانه شوه. شاته راغله. دواړه لوسونه ېې غبرګ په میز کیښودل.
ـ ولې؟ د ماشوم پلار قاتل دی څه؟
اقچاري سر وښوراوه .
ـ قاتل و.
ـ نو اوس چيرې دی؟
ـ حاجي اقچاري په چوکۍ کې رانیغ شو.
ـ خدای جهنم ته ولیږه.
ډاکټره کنجکاوه شوه:
ـ نو ولې دې بیا یو قاتل ته وریره ورکوله؟
اقچاري ږیره په لاس کې ونیوه. په څوکۍ کې بیا رانیغ شو. اوږده ساه یې وویسته. ډاکټرې ته یې معنا داره شان وروکتل. په سینه ېې لاس کیښود.
ـ ډاکټرې څه مې په زخمونو مالګې دوړوې. ته لکه چې ما نه پیژنې. زما له جوارګرو او غلو داسې بد راځي چې په یوه لار ورسره نه ځم ـ نو له قاتل سره به مې څنګه ګوزاره وشي!؟
ـ خو زه هم همدا وایم حاجي صیب ـ چې څه شي دې ته اړ کړې چې دا د ګل په شان وریره دې یوه قاتل ته په نکاح کړې؟
حاجي لکه دیو څارنوال مخ ته چې ولاړ وي اود هغه د پوښتنې په ځواب فکر کوي ، سرځوړند ونیو، خوله لږ ځنډ وروسته ېې بیرته په ورو سر راپورته کړ، او د یوه مورخ او ټولنپیژندونکې په څیرېې داکترې ته ځواب ورکړ:
ـ لیونۍ کېږه مه ډاکټر ګلې. کله چې په یوه سیمه کې قاتل په پیشوا واوړي.
غوږونو ته یې لاسونه ونیول.
ـ توبه توبه توبه! او قاتل ته خلک سجده کوي. ته راته ووایه هلته د یوه واړه قاتل مخ ته څوک دریدای شي؟
په سترګو کې یې ډنډ اوښکې راماتې شوې:.
ـ ته پوهېږې لورې؟
ـ څومره قاتلین مې په عذر او ننواتو راضي کړل.
حاجي په جیب لاس ومنډه. لوی دستمال یې سترګو ته ونیوه. پړینګ په ژړا شو:
ـ اخر یې د ګل په شان ورور راوواژه.
د اوښکو ډکې سترګې یې ډاکټرې ته ونیوې،لکه د مودو مودوراټوله ژړاېې چې په سینه کې بنده پاتې وي ، غرېې وهل :
ـ نور مو نو څه کړي وای؟
داکتره له څوکۍ راپورته شوه ، د حاجي خوا ته راغله. د حاجي په سر یې لاس راتیر کړ. ږیرې ته یې لاس ورنږدې کړ.
ـ خیر دی حاجي صیب، خدای دې اجرونه درکړي. کله چې یوه جګړه په بله اوړي، ورسره د لویو او وړو قاتلینو لیکې هم زور اخلي.
ـ ددې سره د ډاکټر په کتنځي کې چوپتیا واکمنه شوه.
ټولو سترګې لاندې ونیوې. ډاکټرې په چوکۍ کې ځان راټول کړ. د حاجي لور ته یې سترګې ورواړولې. د حاجي وریرې ته یې مخ کړ:.
ـ ووایه حاجي صیب، اوس نوزه څه کولی شم. څه وکړم؟
حاجي لکه اور چې ورلاندې بل وي. راپورته شو. وریرې ته یې لاس ونیو.
ـ له دې باره یې اوږې سپکې کړه!
ډاکټرې ټکان وخوړ، په څوکۍ کې نیغه را کیناسته.
ـ کوم بار حاجي صیب؟
ـ له بچي یې سپکه کړه. د باندې یې راوباسه.
د ډاکټرې لکه هر څه چې هیر شوي وي. په ټوکه وویل:
ـ ولې حاجي صیب، زه هم درته قاتله ښکارم که څنګه!
حاجي ته هم خندا ورغله:
ـ نه خدای دې نه کړي. لورې دا څه وایې.
ډاکټره یې په خبرو کې ورولویده.
ـ نه نه هسې ټوکه مې کوله. ما ویل هسې پام مو په بله واړوم.
له دې سره یې بې واکه سر ټیټ ونیو. غلی شوه. بیرته یې حاجي ته رڼې سترګې ونیوې.
ـ خو حاجي صیب! دا چې اوس شونې نه ده. او که داسې وکړم نه یواځې ماشوم مري، د وریرې د مرګ خطر دې هم شته.
ـ نو چاره څه ده ډاکټر ګلې؟
ـ چاره داده چې اولاد راوړي.
حاجي وریرې ته مخ ورواړوه.
ـ نو اوس دا په دې ګیډه ه څنګه بیرته اقچې ته بوځم. هلته به په ماشوم څه وکړو؟
ډاکټره چورت کې لاړه، د چارې په لټه کې شوه ، خو بیرته یې سر راپورته کړ.
ـ خو چاته یې ورکړه.
حاجي هم اوږده ساه وویسته.
ـ دا څه وایې ډاکټرې لورې هغه چې سم مسلمانان دي په خپلو اولادونو حیران دي. هغه چې زور او زر لري، ټول په قاتلینو اوښتي دي.
ډاکټرې سرته لاس ونیو، ورېرې ته ېې مخ ورواړوه.
ـ بیا نو مجبور یې چې ورېره دې له مونږ کره پرېږدې حاجي صیب، چې ولادت مونږ کره وکړي.
د حاجي رنګ وغوړېد. لکه نوې ساه چې پکې پو شي. له خوشحالۍ پورته او ښکته کېناست. د واسکټ جېب ته یې لاس ننویست. د زرګونو څو بنډلې یې راوښکلې. د ډاکټرې خواته راغی. په لاس کې نیولي بنډلونه یې د ډاکټرې مخ ته کېښودل خو ډاکټرې یې د پیسو بنډلونه پورې وهل.
ـ څه کوئ حاجي صیب! که ستا ورېره ده، زما خور ده، پیسې دې بېرته جېب ته واچوه.
حاجي بیرته دده لور ته د پیسو بنډلې پورې وهلې.
ـ نه، دا نه خرچه ده او نه شکرانه ده. دا زما لخوا تاسو ته یوه ډالۍ ده. غوښتل مې د ماور ښکلې قالینه درته راوړم. خو دوکانونه مې دا ډېره موده د کابل په جنګونو کې تړلي دي.
ډاکټرې وخندل.
ـ حاجي صیب اوس دې هم په دوو قالینو زما میلمستون ښکلی دی.
له ځایه پاڅېده. بنډلې یې په زور بیرته حاجي ته وروسپارلې. ډاکټره لا د خیال له نړۍ نه وه راوتلې، لاېې د کلونو پخوا ننداره له یاده نه وه بهر چې حاجي اقچاري له خپلې ورېرې سره نېغ کتنځي ته راننوت. ډاکټره هم له ځایه پورته شوه. د حاجي ورېرې له سره څادري پورته کړه. د ډاکټرې مخې ته ورغله. لاسونه یې ورښکل کړل. په ورو د خپل اکا تر څنګ کېناسته. ډاکټره بیرته خپل مېز ته راوګرځېده. حاجي ته یې مخ ورواړوو.
ـ څنګه موبیا پېښه راوکړه حاجي صیب ؟
حاجي ورېرې ته لاس ونیو:
ـ بیا ددې بدبختې غم را په مخه کړی یم.
ډاکټرې زېبا ته وروکتل.
ـ ولې خدای دې نه کړي. بیا څه کیسه ده؟
حاجي لاړې تېرې کړې.
ـ دوه کلونه یې د واده وشو. خدای دا ځل اولاد په ودراوه. نه پوهېږم د هغه بل کوچني ازار به وهلې وي، که څه؟
ډاکټرې په مېز پرته د فشار اله یوې غاړې ته پورې وهله.
ـ د هغه ازار به ولې وهلی وي، هغه مې داسې کورنۍ ته ورکړ چې د ګل غوندې یې ساتي.
د زیبا خوله وازه پاتې شوه. په زړه کې یې راټوله ژړا خولې ته راغله. لکه د چا د مرګ خبر چې واوري، پړینګ په ژړا شوه. د حاجي تندی تریو شو. سترګې یې برندې راووتې، په غصې یې وروکتل. له لاسه یې کلکه راونیوه.
ـ خوله دې پورې کړه. ما خو ستا غم ژاړه. له هغه ماشوم سره تاته چا د واده زړه ښه کاوه.
زیبا لکه خوله چې وګنډي. ژړا ودروله. ډاکټرې یې زر په خبرو کې ورټوپ کړ.
ـ تاسو اوس دا خبرې پرېږدئ، اوس ووایئ چې زه مو څه خدمت وکړم؟
ډاکټره غلې شوه. د زېبا لور ته يې وکتل. بیا یې حاجي ته مخ ورواړوه.
ـ نو ورېره خو دې جکه جوړه ده. د څه شي غم یې وخورم، مېړه یې راوله چې د هغه معاینه وکړم؟
د حاجي تندی تریو شو. سترګې یې برندې راووتې. په غصې یې وروکتل. له لاسه یې کلکه راونیوه.
حاجي خپلې وریرې ته په ځیر وکتل. وریرې یې له شرمه سترګې ټیټې ونیوې. د حاجي لکه ژبه چې ونښلي، ځواب ته خوله نه جوړېده. له غصې سور راواوښت.
ـ هغه دووس به کله راشي.
ډاکټره حیرانه شوه.
ـ ولې؟
حاجي پرته له ځوابه راپورته شو ، څادر ېې په اوږې راواچاوه. نیغ ودرید. وریرې ته یې لاس ونیو.
ـ نورې تاسو سره پوه شئ. زه د ولې ځواب نه لرم ډاکټرې!
ډاکټره له ځایه راپورته شوه. حاجي ته یې لاس و ښوراوه:
ـ ته یوه شېبه ووځه، له دې سره به زه په خپله خبرې وکړم.
حاجي څادر په اوږو سم کړاوپه ستړو ګامونو له کتنځي ووت. ډاکټرې زیبا ځان ته نږدې راوبلله. په اوږه یې لاس ورکېښود.
ـ ښه اوس ووایه. مېړه خو دې جوړ دی کنه؟
د زیبا سر ځوړند وو، لکه خوب چې وړی وي او یا کڼه وي. هیڅ ځواب ورنه کړ. ډاکټرې بیا وویل:
ـ څه مشکل لري، کوروالی نه شي کولی؟
زیبا په ورو سر راپورته کړ. راڼه یې وروکتل. خو خوله یې هماغسې تړلې وه. خبرو ته یې زړه نه کېده. ډاکټرې غږ لوړ کړ. مخکې له دې چې دهغې ځواب واوري، بله پوښتنه یې په سر کې راوټوکیده :
ـ بله ښځه خو به نه لري؟
د زیبا په سترګو کې اوښکې وځلېدې. ډاکټرې فکر وکړ چې زیبا ګواکې بن لري.
ـ پوهېږم پوهېږم چې د بنې موجودیت څومره یوه ښځه اوبه کوي. ځنې وختونه په حمل هم اغیز لري، خو دا جدي ستونزه نه ده. خدای به هر څه اسانه کړي.
زیبا شونډه نوره هم په غاښو کې کلکه ونیوه، ددې پر ځای چې ډاکټرې ته وګوري او ځواب ورکړي، دروازې ته یې سترګې ونیوې. لکه له ډاکټرې چې د تېښتې لار لټوي. له دې سره پړینګ په ژړا شوه. ډاکټرې یې په سر لاس کېښود. ورپاڅیده. غیږ کې یې کلکه ونیوه.
ـ ولې ژاړې، زه خو دې د خور په ځای یم. سپینه خبره راته وکړه.
زیبا په چیغو چیغو وژړل.
ـ ښځه نه لري.
ډاکټره بیا حیرانه شوه.
ـ نو بیا څه خبره ده؟
او له دې سره د زیبا سترګې پټې شوې ، زړه ېې خولې ته راغی.
ـ هلک لري.
د ډاکټرې خوله وازه پاتې شوه. سر ته یې کلک ټس ورکړ.
ـ دا څه وایې؟
زیبا هم مخ ته څپېړه ورکړه.
ـ هو خورې. دووس زما پر وړاندې لواطت ورسره کوي. زما تر څنګ ېې پرېباسي، تر سهاره له هغه سره رغړي.
ډاکټرې دا ځل له قهره کلک مېز په سوک وواهه.
ـ دا څه ناروا اورم.
سترګو کې یې اوښکې راغلې. زیبا یې په غیږ کې کلکه ونیوه. په ژړغوني غږ یې وویل:
ـ هو ګرانې، حمل یواځې د نارینه شهواني سپینې اوبه نه دي. ديوې میرمن لپاره حمل مینه او احساس هم دی.
زیبا ېې نوره هم غیږکې کلکه ونیوه،
اوما وبخښه ګرانې ، دا هغه څه دی چې نه تولیدیږي او نه رانیول کیږي.
انقره ـ ترکیه
جولای ـ ۲۰۲۲
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.