خوبونه او فکرونه

عبدالوکیل سوله مل

1,242

زیړی مازیګر و،  لمرسترګه په ماښامني تورتم کې ورو وروډوبیده، د هسک لمن داسې ښکارېده لکه د ښکلې ناوې په اوربل کې چې ښکلی زرین ټیک ځوړند وي. رڼا د لوی هوټل د ناستې د اوږدې خونې پلنې کړکۍ ته ودرېده، د اسمانڅکي له دېرشم پوړه دباندې افق ته ځیر شوه، د سمندر شنو اوبو ته یې وکتل، په ارام سمندر کې پرولاړو، روانو لويو بیړیوېې سترګې وګنډلې  ،ولاړو او څه هم روانو لویو بیړیویې د زیاتوسمندري سفرونو ګڼ یادونه په زړه ور وورول.

بېرته وګرځېده، هندارې ته ودرېده، خپلې اوږدې زلفې یې ږمنځ کړې، په طلایي هار یې ګوتې ووهلې، د سرو زرو ګوتمۍ يې په ګوته کې تاو کړه، ګوتمۍ رڼا ته وځلېده. ورپسې بېرته د اوږده کوچ خوا ته وګرځېده، پر کوچ اوږده وغځېده، تلویزیون یې روښانه کړ، خو مخکې تر دې چې د خپلې خوښې په فلم پسې وګرځي، مخ ته پروت ایپاډ یې  ور واخیست، فېسبوک یې پرانیست، خوله یې وازه پاتې شوه، سترګې يې بقې راووتې، نیغه پاڅېده، اخ یې کړل:

ـ دا څه وینم، احمدخان  راتلونکی ولسمشر!

د احمدخان لنډ ژوندلیک، احمدخان او نړیواله ټولنه، احمدخان او جنګسالاران، احمدخان  او سوداګري… په لنډ وخت کې یې نه یوازې د خپل مېړه په باب د ده د ژونداو فعالیت ډېر اړخونه ولوستل، بلکې د هغه ګڼو تصویرونو ته هم تم شوه، هکه پکه شوه، لکه خوب چې ګوري، لکه لویه لاتری چې وګټي، له ځان سره په خبروشي:

ـ دا څنګه شونې ده، چې دا هرڅه یې له ما پټ ساتلي وي؟ دا ړیکو دې پراختیا او تنوع څنګه شکل نیولی؟ دا تصادف نه دی، لکه په ستوني کې یې چې لاړې وچې شي، یخچال یې پرانیست، د اوبو بوتل یې راوویست چې یخې اوبه  وڅکې، کړکۍ ته ودرېده. ماښام  تیاره وه، خو شاوخوا لویو څراغونو رڼا ورځ ګرځولې وه. ورغله چې میړه ویښ کړي او د دغه حیرانونکي پرمختګ او لوی راز په باب یې د سختو پوښتنو، ناندریو او ګیلو لاندې ونیس، خو زړه یې ونه کړ.  په فکرکې لاړه ، لکه دتاریخ پاڼې چې پرانیزي ،ټول هغه شاهان او واکمن ېې ذهن ته راغلل چې دپردیوپه خوښه او مرسته واک ته رسیدلي وو.

احمدشاه بابا ېې مخ ته ودرید چې څنګه په بیړه د نادرافشارله وژنې وروسته خپل پلرني ټا ټوبی ته راوګرځيد اودخپل هیواداو لوېې امپراټورۍ بنسټ ېې کیښود، په شونډوېې نرۍ موسکا وځلیده :

ـ لکه تاریخ چې تکراریږي !

خوناببره ېې له شونډوخندا وتښتي ، سرېې دروندشي :

ـ نه داسې نه ده ، زما د احمد او د هغه احمد په منځ کې لوی توپیر دي .هغه راغی او پخپله ېې خپله پاچاهي او امپراطوري جوړه کړه او دی به د نوروپه اوږوراځي .

 لکه دیوښه مورخ په څیرچې دخپلو زده کونکوپه وړاندې ولاړ وي اولکچرورکوي ، له ځان سره ووايي :

ــ هغوي چې پخپل مټ خپله واکمني ټینګوي نه ېواځې ېې واکني نشي نړیدای ، اوږدیدای او غزیدای هم شي ، خو دنورو په اوږو راغلي واکمنان نه يوازې پخپله شرمیدلي او رالویدلي ، له ځان سره ېې جوړ هیوادونه او ملتونه هم له منځه وړي دي . مخ ېې اخوا دېخوا واړاوه راواړوه، په المارۍ کې په پروت کتا ب (( یوسړی او موټر سایکل )) ېې سترګې ولګیدې ، تندی ېې ګونځې شو، غوسه ورغله :

ـ نه ، نه … هیڅکله به اجازه ورنه کړم ، چې دغسې هیوادته ننوځي ! دی نه د هغه هومره هنرلری او نه دهغه په څیرزړوردی . دلاس ګوتې ته وګوري ، دعقیقوغمی رااړوي :

ـ دا غمی دښه بخت او طالع زیری دی ، که څنګه ؟

په غوږونوکې ېې انګازې اوګونګوسې جوړې شي :

ـ رڼا ګلې !

دمیړه غږېې غوږته راشي :

ـ چیرې ېې زما ملکې چې تاج درپه سرکړم !؟

لکه باران وهلې مرغۍ اوږې اوښوروي ، له ځایه راپورته شي ، مخ بیا واړوی راواړوي ، غوږونه څک ونیسي، بل غږوانه وري.

میړه یې ډوب ویده وي، په خوب کې خپسې نیولی وي، نږدې وو زړه یې له وېرې ودرېږي، ژر پاڅې، شاوخوا وګوري، دکړکۍ خواته ورشي ، لاسونه تاوکړي ، ستوماني وباسي ،لا یې هم زړه دربېږي، د اسمانڅکې د دیرشم پوړ له لویې کړکۍ یې دباندې نظر واچوي، چې بیدیده توره وریځ او نری باران وریده، خو اوس باران درېدلی و، د وریځو ټغر ټول و او رڼا وه، تر خوا په میز له اېښي جک نه يې ګیلاس ته اوبه ور واچولې، ګیلاس یې پر سر واړاوه، اوبه یې په وچه غاړه لاړې، ټوخي ونیو، مېرمن یې د ناستې له خونې په لوړ اواز ورغږ کړ:

ـ پاڅېدلی یې؟

په ورو د ناستې خونې ته ورغی، سترګې یې لا هم له خوبه ډکې وې، په دواړو لاسونو یې ومږلې. مېرمن یې چې په غاړه کې یې د الماسو هار اړاوه رااړاوه، په خندا ور وکتل، فکر یې وکړ، ګواګي مېرمن یې په خوب کې د ویرې چیغې اورېدلې دي. د ده سترګو ته ځیر شوه، لا یې هم خوله له خندا ډکه وه. ده ځانته ېې ښکته پورته وکتل، بیا یې دې ته مخ ورواړه:

ـ خیریت خو دی ولې خاندې؟

میرمن یې لاسونه ومروړل، سر یې ښکته و پورته کړ، سترګې یې ټیغې وویستې، ته وا میړه یې لوی راز ترې پټ کړی او اوس یې له دغه رازه پرده پورته شوې ده، پر میز اېښی ای پاډ یې ور واخیست، ده ته یې ونیو:

ـ ته دا در ونیسه!

دی حیران شو، لکه میرمن یې چې ټوکې یا کومه لوبه ورسره کوي، لکه کوم ترک چې کوي. ایپاډ یې ور واخیست، مېرمنې ته یې سترګې ور واړولې. مېرمنې يې اوږې وښورولې، وریځې یې پورته کړې، ټلویزیون ته یې لاس ونیو.

ـ اوس به یې په خبرونو کې هم ووایي.

د سړي خلق تنګ شو، سودا ور ولوېده، په لوړ آواز یې چیغه کړه:

ـ ولې دنیا ورانېږي؟ درېیم نړیوال جنګ پیلېږي؟

ـ اوس خبره مه تېروه، خبر دنړیوال جنګ نه ده د نړیوال جشن ده !

سړی ېې خواته ورنږدې شي ، دا په کوچ کې ښه رانیغه شي :

ـ ښه خبر یې، دا هره ورځ چې سفارت ته تللې او هغه سیاسي مجلس ته…

سړی لکه خوب چې ویني او بل یې له درانه خوبه راکېنوي، بېواکه چیغه کړه:

ـ بس کړه، بس کړه، څه ټکه را لوېدلې ده؟

ښځې د ده په لاس کې نیولي ای پاډ ته لاس ونیو:

ـ ته دې فېسبوک پرانیزه، ویبپاڼې وګوره!

ـ څه شی؟

ښځې بیا وویل:

ـ فېسبوک، ویبپاڼې! 

سړي د ای پاډ بټن ووهله، د ای پاډ په چالانېدو یې فېسبوک پړق وهل او ژر پرانیستل شو. سترګې یې د ګڼو کسانو پر فېسبوکونو د خپل تصویر په لیدلو وبرېښیدې، په منډه یې په لنډه شیبه کې خپل فیسبوک لکه د خوندور او ګټور کتاب پاڼې له نظره تېر کړ، خپلو ګڼو تصویرونو او پر ځان باندې رنګارنګ تبصرو هک پک کړ، باور یې نه کېده، کټ مټ لکه خوب چې ویني، لکه لاتري یې چې راختېي وي، خو داسې یوه لاتري چې هېڅ ټکټ يې نه وي اخیستی او بل کس یې وړیا په جیب اېښی وي یا لکه نشه چې وي، زنګېدلی زنګېدلی په خونه کې لاړ او راغی، په کړس کړس یې وخندل، د لیوني په څیر له ځانه سره ګډ شو:

ـ دا څنګه ولې سکرتر راسره اړیکه نه ده نیولې؟ نور شریکان څه شول؟

 مېرمن یې چې خپلې اوږدې زلفې لاس کې نیولې وې، مخ ور واړاوه، ځواب یې ورکړ:

ـ ته څه خبر یې، په نیم ساعت کې له دېرشو هم ډېر زنګونه راغلل، اخر مې ګل کړ.

سړي تیلیفون د میز له سره راواخیست، ویې لګاوه، د سکرین په لیدو لکه بریښنا یې چې ونیسي، ټوپ کړ:

ـ اخ، بې شمېره زنګونه راغلي.

بېرته غلی شو، روښانه شوي ایپاډ ته ځیر شو، سترګې یې پټې او پرانیستې، له ځانه سره بېرته ګډ شو:

ـ دوی زما په باب دا دومره معلومات له کومه کړل، زما دا رنګارنګ عکسونه څنګه د دوی لاسته ولوېدل!؟

ښځې ته یې مخ ور واړاوه، په ملنډو که له ویاړه یې وویل:

ـ ملکې ته څه وایې؟

ښځې یې په مکیز ور وکتل، ویې خندل، خو ژر یې څېره جدي کړه، لکه میړه یې چې درواغ وایي او له دې یې لوی راز پټ ساتلی وي، په غوسه‌ناک انداز وویل:

ـ ځان مه تېروه، ماشومه نه یم.

د ده خوله وازه پاتې شوه، سینې ته یې لاس ونیو:

ـ څوک درواغ وایي، زه؟

ښځې لاس د ده خواته ونیو، سر یې وخوځاوه:

ـ خود ته، ما نشې غولولی!

ـ څنګه؟

مېرمن یې بړوسه شوه، په خپګان یې وویل:

ـ څنګه، څنګه؟ څو ځل سږ آمریکا ته لاړې؟ دا د انګلستان سفارت ته چې تللی وې؟ دا نور شپه ورځ د دغه او هغه چارواکي، هندو مسلمان ملاقاتونه او….؟

مېرمنې یې ټول ملاقاتونه او سفرونه – چې په دې کال کې یې کړی وو – یو ورته بیان کړ. ده وخندل، مېرمنې ته ور نږدې شو، ترڅنګ یې کېناست، تر زنې لاندې یې لاس ور تیر کړ:

ـ لیونۍ ته نه پوهېږې چې زه څوک یم؟

مېرمن یې شاته وکښېده، په جدي انداز یې ځواب ورکړ:

ـ  ولې نه پوهیږم ښه پوهېږم، یو داسې سوداګر چې پخپلې لویې سرمایې سربېره د لویو سیاستمدارانو ناپاکه پانګه هم درسره ده.

ـ نو تا نه دي اورېدلي چې سیاست د اقتصاد کوچ دي.

ـ پوهېږم خو ستا د تجارت شریکان ګرد لوی مافیایي بانډونه دي.

ده لاسونه مخې ته پورته ونیول:

ـ نو څه؟ اوس خو ټوله دنیا د همدې ما فیا په لاس کې ده . ته واېې چې نه ده؟

ښځې اوږې پورته ونیوې، موټی یې په زوره پر مېز کېښود:

ـ څنګه څه؟ د دوی په نږدېوالي کې امریکا او نوره بین المللي ټولنه څنګه تا د هېوادمشرۍ ته غوره کوي؟

ـ  زه داسې فکر نه کوم. سیاست که علم دی کله په جادو او سحر هم اوړي ، کله د عنقا مرغه شي چې په هرککره کښیناست .

د مېرمنې شونډې یې بوڅې شوې:

ـ نو ته څنګه فکر کوې؟

غلی شو، لکه په ځواب یې چې فکر کاوه، له لږ ځنډ وروسته یې وویل:

ـ زه فکر کوم له دوی سره زما نږدې اړیکو زه مهم کړی یم، ښایي د همدوی په خوښه بهرنیانو ته هم ورپېژندل شوی اوسم.

مېرمن یې شونډه په غاښونو کې ونیوه، د میړه ځواب قانع نه کړه:

ـ نو هغوی ولې ستا له غمه مړه دي، ولې هغوی پخپله له خپله منځه څوک نه غوره کوي؟

ـ ځکه چې هغوی یوه خوله نه دي او نه سره جوړېږي.

میرمنې يې وخندل، د ده د خبرې په پخلي یې ځواب بشپړ کړ:

ــ او دا دوره هم لنډمهاله ده؟

ده هم وخندل، په غرور یې وویل:

ـ اوږدمهالې مشرۍ ته زه هم چمتو نه یم ګرانې!

دې په ناز ور وکتل:

ـ ولې ؟

ـ ځکه که په شړېدلي او بیا غریب هېواد کې چې څومره لوی ملت کړېږي، داسې يې د ولسمشر له سترګو هم خوبونه او خوندونه کډه کوي؟

ـ بیا نو ولې دې لوی بارته غاړه ږدې او ځان ته په لوی لاس غمونه کرې؟

ده لکه تر مخه چې یې پوښتنه اخیستې وي ځواب ورکړ:

ـ د دې پرېکړې تر شاه څو هدفه دي:

اول دا چې ځان سپینوم، پوهېږې، دا اوس د څومره نړیوالو ادارو تر څار لاندې یم؛ دویم، یو نوم او تاریخ شاته پرېږدم، خلک د پاچا او ولسمشرۍ لپاره څه څه نه کوي او زما دې لاتري راوخېژي او زه دې ترې انکار وکړم!!؟

مېرمنه یې په مکیز ور پورته شوه، په غاړه کې ور ولوېده، پر مخ یې ښکل کړ. ده هم ځانته ور نږدې او کلکه یې په غیږ کې ټینګه کړه، بیا یې له لاسه ونیوه، دواړه د کړکۍ خوا ته ودرېدل، د لویې څو پوړیزې ودانۍ لږ څه لیرې لوی سمندر ته یې لاس ونیو:

ـ پوهېږې ژوند داسې یو سمندر دی چې هره خوا یې يوړې.

مېرمنې یې سر وښوراوه، په شاه یې وډباوه او د خوشال خان دا شعر یې ووایه:

څو دې وس رسي په لوی دریاب کې ګرځه ــــــــ په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه

د مېرمنې شعر زړه ورکړ، خوند یې ورکړ، د غرور احساس یې وکړ. بېرته ور وګرځېد، پخپل ځای ارام کېناست، په اندېښنو کې ډوب شو. ښځې یې ور وکتل، په خندا شوه:

ـ څنګه غلی شوې، ووېرېدې که څه؟

ده په غرور ورغبرګه کړه:

ـ که داسې ډارېدلی، له داسې ځناورو سره به مې دومره تاوده مناسبات نه لرل؟ افغانستان کې یوه ساده لویه چوکۍ هم لوی زړه غواړي.

ښځې یې سر وښوراوه، د ده خبره یې بشپړه کړه:

ـ او ولسمشري خو بیا سم د زمري زړه غواړي، سر به په لاس کې نیسې…

ـ داسې خو ده، خو زه یوې بلې خبرې ته سودا وړی یم!

ـ کومې خبرې ته؟

ـ د دې خبرې حقیقت ته. له چا معلومات واخلم؟

مېرمنې یې وپوښتل:

ـ که د امریکا له سفارت سره اړیکه ونیسې، څه به وشي؟

ده وخندل، خوله یې چینګه شوه:

ـ ورته ووایم چې کله مې پر تخت کېنوئ؟

ښځې یې هم وخندل:

ـ نو دې کې کوم شرم دی، که څه؟

ـ شرم نه دی. سیاست د شرم په نامه څه نه پېژني، خو دا اصول نه دي.

ـ چې داسې ده له کوم لوی سیاسي ملګري سره دې دا خبره شریکه کړه!

ـ نه، نه داسې لویې خبرې بهرني استخبارات دومره ژر میدان ته نه راباسي؟

ـ نو اوس یې څنکه خبر ټوله دنیا ونیوه؟

ـ ښايي ذهنیت‌جوړونه کوي، او پلان به وروسته پلی کوي.

سترګې یې اېخوا دېخوا واړولې، تلویزیون ته یې ور پام شو، ژر یې ریموت کنترول ور واخیست، تلویزیون پړک وهل، له ځانه سره یې وویل:

ـ څنګه په داسې حساس وخت کې دا درنه هېر دی؟

ښځې یې ژر ځواب ورکړ:

ـ ستا لپاره چې خوب دې خراب نه کړم، تلویزیون او موبایل دواړه مې خاموش کړي وو.

په وار یې د نړۍ نامتو چاینلونه، لکه بي بي سي، سي اېن اېن، الجزیره… يو په بل پسې ونیول، میرمنې یې چې د ده هر څه ته ځیر وه او دی یې په لېوالتیا څاره ور غږ کړ:

ـ ته وا دا خبر به بین المللي اژانسونه اوس خپور کړي؟

لکه آزموینه چې کوي.

ـ څوک پوهېږي، خو زموږ وال خامخا یو څه نن خپروي.

دستي یې وطني چینلې ونیوې. ناببره یې د تلویزیون په لویه پرده خپل تصویر ولید. له هیښتیا یې ټوپ وهل، تلویزیون ته یې سترګې رډې کړې، بیا یې مېرمنې ته سترګه ووهله، د دواړو په شونډو نرۍ موسکا وځلېده.

خو دې خبر ته ښځه او مېړه دواړه ګوته پر غاښ شول: (ویل کېږي د لنډمهالې ادارې احتمالي مشر وار تر مخه د اوسني حکومت له څو مشرانو سره هم لیدلي دي، خو هغوی د ا ملاقاتونه له حقیقته لیرې ګڼي)

خندا ورغله، مېرمن یې هم موسکۍ شوه، په خاوند لا هم شکمنه وه.

ـ ولې، نه دې دي ورسره لیدلي؟

ده هم سیده ځواب ورنه کړ، ته وا غواړي له مېرمنې یې هر څه پټ وي.

ـ ما خو درته وویل، دا یوه ذهنیت‌جوړونه ده، غواړي غبرګونونه وویني، خپلې ارزونې بشپړې کړي…

ښځې یې سر ورسره وښوراوه:

ـ ښايي، خو څوک پوهېږي، که اوس ستا په نامه د لنډمهالي حکومت په ډنډوره خلک بوخت وساتي، او په اخر کې بل څوک رامخې ته کړي.

شونډه یې په غاښو کې ونیوه، تندی یې ګونځې شو، د مېرمنې خبرې شک ور واچاوه، اوږې یې وښورولې:

ـ خو زه باید د دې خبرې رښتیا او درواغ معلوم کړم.

ـ څنګه؟

ـ بس اوس سکرتر ته زنګ وهم چې د افغانستان ټکټ راونیسي. سبا باید په افغانستان کې اوسم.

ـ ښځه نیغه له ځایه پورته شوه، د ده پر اوږه یې لاس کېښود، سترګې یې ټیغې وویستې، لکه مېړه یې چې د جګړې ډګر ته درومي:

ـ ته لېونی یې؟ په ځان پورې تنګ یې که څنګه!!؟

ده لکه د ښځې خبره یې چې هېڅ اورېدلې نه وي او یا له هر څه خبر وي، په ډاډ وویل:

ـ ته غم مه کوه، هغوی چې د چا د پاچاهۍ آوازې جوړوي، د امنیت غم یې هم له وخته خوري.

د مېړه دلیل هغه قانع نه کړه، لا هم شکمنه وه:

ـ که تا اقتصاد او سوداګري لوستې ما تاریخ او سیاست. دا مه هېروه، سیاست ډېره بدرنګه لوبه ده، هسې نه چې په بله لومه کې ونښلې.

ووېرېد، غلی شو، بېواکه یې په ګېډه لاس کېښود، ته وا په کولمو کې یې لمبه وګرځېده، لومړی پورته او بېرته کېناست، تندي یې ګونځې وکړې، رنګ یې ژیړ واوښت:

ـ بله لومه یعنې څه؟

ـ بله لومه دا چې، هغه پردي چې څوک آسمان ته پورته کولی شي له هماغه آسمان یې لاندې هم راغورځولی شي.

ماڼیجن شو، د مېرمنې خبرو اغېز پرې وکړ، لویه ساه یې وکښه، وطن ته د دستي تګ په پرېکړه کې ټکنی شو، غلی کېناست، سر یې ځوړند کړ، شېبه پس یې بېرته سر هسک کړ، د ښځې پر اوږو یې دواړه لاسونه کېښودل، مشوره یې وغوښته:

ـ نو څه وکړم؟ 

ـ تر هغې کرار کېنه څو چې ټوله لوبه درته څرګنده شوې نه وي.

د ده په زړه یخې اوبه تویې شوې، د ښځې خبره یې زړه ته ولوېده، د ټولو هغو واکمنانو شرمونکی برخلیک یې په ‌ذهن کې وګرځېد چې پردیو لویو قدرتونو د واک په ګدۍ کېنولي وو. لکه د ((ستره لوبه )) کتاب ېې چې مخ ته غوړیدلی وی او داېې پاڼې یو پربل پسې اړوي . اندېښنې یې ملګرې شوې، په فکر کې ډوب لاړ، بېرته پاڅېد، د لویې کړکۍ خواته ورغی، لکه ساه یې چې بنده شي، کړکۍ یې پرانیسته، د باندې په ننداره بوخت شو، آسمان په یوه شېبه کې بېرته وریځو پوښلی وو.

لندن ـ یدینګ

د۲۰۲۰میلادی کال نومبر

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.