Browsing Tag

عزت الله ځواب

خوښه دې ده؟

چې فاصله درسره ختمه کړمه؛ خوښه دې ده؟ ګله کيسه درسره ختمه کړمه؛ خوښه دې ده؟ داسې دې هره مياشت په بله باندې وسپارمه؟ که معامله درسره ختمه کړمه؛ خوښه دې ده! ته دې چلم دېرې ته بيا راوړه، نيکه دې مړ شو زه به توبه درسره ختمه کړمه؛ خوښه دې…

و دې نه مري/ عزت الله ځواب

که کافر که مسلمان مري و دې نه مري! که حيوان مري که انسان مري و دې نه مري څو غټ خېټي دې له لوړ فشار نه مړه شي! چې له لوږې نه خواران مري و دې نه مري هسې نه حاجي چې ته خپله شيطان شې! ستا په لاس که شيطانان مري و دې نه مري جينکۍ ورپسې ټولې…

جنګونه؛ جهادونه دي، حاجيانو – ملايانو!

جنګونه؛ جهادونه دي، حاجيانو - ملايانو! ورځئ؛ شهادتونه دي، حاجيانو - ملايانو! پنجاب يې ټکټونه ليډرانو باندې وېشي! کابل کې جنتونه دي، حاجيانو - ملايانو! دا ښه ده چې مو هر مانځه ته بېل اودس تازه شي! په دې کې ثوابونه دي، حاجيانو - ملايانو!…

ياران مې پرېښودل/ عزت الله ځواب

وو لکه ماران؛ یاران مې پرېښودل! څو مسلمانان؛ ياران مې پرېښودل! دوی ښار کې مستي کوي؛ مزې کوي! کلی؛ کور يې وران؛ ياران مې پرېښودل! شېخه! ته راپاڅیږه؛ اودس وکړه!  زه کوم اذان؛ یاران مې پرېښودل! ما نه کرايي لیکوالي نه کېږي! ومې تله ځان؛…

وپېژندل/ عزت الله ځواب

ژوند دی یاران مې په کې وپېژندل انډيوالان مې په کې وپېژندل! چې شتمنۍ ته يې سجدې کولې! ډېر بندګان مې په کې وپېژندل! بیا به بنډار ته خامخا درځمه! که هلکان مې په کې وپېژندل! زه چې نشه شمه په سور کې شمه! ځمکه، اسمان مې په کې وپېژندل! کلي…

خو باران ورېږي/ عزت الله ځواب

ګله پوښتنې ته درتلمه؛ خو باران ورېږي! چلم مې څښلو ځنګېدمه؛ خو باران ورېږي! نن به ويده شمه بېګاه مې خوب پوره نه شولو سهار وختي راپاڅېدمه؛ خو باران ورېږي! ملا ويل چې ګناهګار شولې، سندرې وايې! ځان سره هسې بنګېدمه؛ خو باران ورېږي! يو څو…

دا مستې جينکۍ/ عزت الله ځواب

څه شوخې دي؛ څه ورانې دي دا مستې جينکۍ ځوابه؛ ساده ګانې دي، دا مستې جينکۍ! راځه چې د انځر لاندې په پوله ورته کېنو! ګودر ته راروانې دي، دا مستې جينکۍ! هلک ترېنه پر لاره؛ په کراره تللی نه شي! والله ډېرې شيطانې دي، دا مستې جينکۍ! ګلونه…

ثواب / عزت الله ځواب

روژو، لمونځونو کې ثواب ډېر دی تلاوتونو کې ثواب ډېر دی! ښکلو زما ثواب دې هم ستاسې شي! چې خيراتونو کې ثواب ډېر دی! ته به د غاړې سره خوله راکوي!  په اخترونو کې ثواب ډېر دی! په ميکده کې خندا ګاني کېږي! او جوماتونو کې ثواب ډېر دی مبارکي…

مات شوی پاکستان دی/ عزت الله ځواب

د افغانانو پوره شوی نن ارمان دی! مات شوی پاکستان دی- په لوبه د کرکټ کې حميد حسن لکه زمری دی! ستر پهلوان حضرت ځاځی دی! راشد نړۍ کې مېړنی دی! محمد نبي؛ خو اوس د هر سړي جانان دی! مات شوی پاکستان دی- په لوبه د کرکټ کې له حشمت جان نه…

زه څنګه يمه؟/ عزت الله ځواب

ښه، لکه تا ته دريادېږمه، زه څنګه يمه؟ خدا که په ځان باندې پوهېږمه، زه څنګه يمه؟ ښکليه؛ اوس به مې د زړه خبره وکړم که نه!؟ دغسې ژر - ژر مئينېږمه، زه څنګه يمه؟ خیر دی که زه له ميکدې، ته له جوماته راغلې! لاس نه مې ونيسه غورځېږمه، زه څنګه…