جنګونه؛ جهادونه دي، حاجيانو – ملايانو!

0 706

جنګونه؛ جهادونه دي، حاجيانو – ملايانو!
ورځئ؛ شهادتونه دي، حاجيانو – ملايانو!
پنجاب يې ټکټونه ليډرانو باندې وېشي!
کابل کې جنتونه دي، حاجيانو – ملايانو!
دا ښه ده چې مو هر مانځه ته بېل اودس تازه شي!
په دې کې ثوابونه دي، حاجيانو – ملايانو!
جومات کې طالبان له راکټونو سره ناست دي!
د حورو صفتونه دي، حاجيانو – ملايانو!
پوهېږم په ايات او په حديث به مې کافر کړئ!
زما داسې شعرونه دي، حاجيانو – ملايانو!
دا ځينې خلک سم د شتمنيو بندګان دي!
مړه شوي ضميرونه دي، حاجيانو – ملايانو!
نفلونه او روژې د هر سړي نصيب کې نه شته!
عمرې دي، طوافونه دي، حاجيانو – ملايانو!
د چا مخ ته کتاب دی؛ خو په ټکي خبر نه دی!
د چا مخ ته جامونه دي، حاجيانو – ملايانو؟
ځواب وايي، چې خپل وطن کې وږي – تږي نه وي!
عربو کې سيلونه دي، حاجيانو – ملايانو!

عزت الله ځواب

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply