Browsing Tag

عزت الله ځواب

!..راشه

راشه په زلفو باندې ټال راکړه کابل کې يمه راشه ډالۍ د نوي کال راکړه کابل کې يمه..! راشه باغونو د پغمان ته به چکر درکړمه! راشه ګلونو د بوستان ته به چکر درکړمه راشه خولګۍ راته په سوال راکړه کابل کې يمه راشه ډالۍ د نوي کال…

غزل

زه حلوا نه غواړم، کباب غواړمه ستا په ورغوي کې شراب غواړمه اوس درنه نوره مينه هم غواړمه د خپل ټپي زړګي حساب غواړمه د اخرت له عذابونو توبه خدايه په دې دنيا ثواب غواړمه نه به دې سترګې په رنجو تورې کړم نه به دې څڼو ته ګلاب…

له عزت الله ځواب څخه وېره د واکمنو د ضعف انتها ده

له عزت الله ځواب څخه وېره د طالبانو د ضعف انتها ده عزت الله ځواب زه له ډېرې مودې راهیسې پېژنو، سرشاره شاعر دی او تل په خپله نړۍ کې غرق وي. هغه په روان دور نیوکه خپل حق ګڼي او په شاعرانه او طنازانه انداز خپله نیوکه بیانوي. مګر د اختناق په…

ليکوال، شاعر او د مينې مجلې مدير مسؤل عزت‌الله ځواب تېره ورځ امنیتي کسانو نیولی

ت.البانو ليکوال، شاعر او د مينې مجلې مدير مسؤل عزت‌الله ځواب تېره ورځ (چهارشنبه، د جنورۍ ۲۴مه) له کابله ننګرهار ته د تګ پر مهال نيولی او له ځان سره يې بېولی دی. د عزت‌الله ځواب کورنۍ رسنيو سره د دغه خبر پخلی کړی او ویلي يې دي، چې نوموړی…

غزل

له کارته سه نه کارته چار ته ځمه یو ځلې بیا دیدن د یار ته ځمه! د کابل ښکلې نجونې ستر شولې!! اوس به په کومه بانه ښار ته ځمه؟ ساقي چې ته راته په مخه راشې! زه به ونه وایم چې کار ته ځمه!! ملا که بیا دې مخ ته ګوتې راوړې! نو…

د بنده ګانو بنده ګي ګورمه

د بنده ګانو بنده ګي ګورمه دا څه بې خونده زندګي ګورمه يو خوا مې خپله بې وسي ژړوي بل خوا د ښکلو بې ننګي ګورمه نجونې ډوډۍ ته په کتار کې ناستې ما ويل په سر به يې منګي ګورمه نه درمسال شته نه ویساک کتی شم نه د سيکانو چوپ جنګي…

!جينکۍ؟

له ما نه که له تا ډېرې په عذاب دي جينکۍ ملا زمونږ د کلي په حجاب دي جينکۍ په کومو ايتونو کې د مخ پټول راغلل؟ دا ولې مو پوښلې په نقاب دي جينکۍ؟ سروکي دي چاربيتې دي ټيکۍ ده موسيقي ده تبله هم ده باجه هم ده رباب دي جينکۍ چا ويل چې له…

!ګاونډيه

کله ډز کله بمبار کړه ګاونډيه! سور دوزخ ته مو ګوزار کړه ګاونډيه فتوه ورکړه چې جهاد راباندې فرض دی مجاهد شه ما کفار کړه ګاونډيه! شيطاني وکړه مونږ خپلو کې په جنګ کړه ښه مو نور هم خوار او زار کړه ګاونډيه ساده ګانو خپل وطن…

زور ورکه

ملا لمونځونه کوه زور ورکه عبادتونه کوه زور ورکه لاسپيکرونو کې نعتونه وايه تلاوتونه کوه زور ورکه عمرې کوه او خيراتونه کوه خانه حجونه کوه زور ورکه دوه ښځې مه کوه څلور وکړه محبتونه کوه زور ورکه طالبه خلکو باندې ږيرې…

سيل ته ځمه/ عزت الله ځواب

بيا د خمارو سترګو سيل ته ځمه! زه د هوښيارو سترګو سيل ته ځمه دا به جهاد کې حسابېږي که نه؟ چې د کفارو سترګو سيل ته ځمه! د دوی د مينې ډيوه بله نه شوه! د ناکرارو سترګو سيل ته ځمه! ځان په کې ګورم چې مسکۍ شي راته نور د خونکارو سترګو سيل ته…