و دې نه مري/ عزت الله ځواب

0 727

که کافر که مسلمان مري و دې نه مري!
که حيوان مري که انسان مري و دې نه مري
څو غټ خېټي دې له لوړ فشار نه مړه شي!
چې له لوږې نه خواران مري و دې نه مري
هسې نه حاجي چې ته خپله شيطان شې!
ستا په لاس که شيطانان مري و دې نه مري
جينکۍ ورپسې ټولې لېونۍ شوې!
غنمرنګه هلکان مري و دې نه مري!
ډېر بې وسه يوو پوښتنه کوی نه شو!
ډېر ښايسته ښايسته ځوانان مري و دې نه مري
خدايه مور نوره په هېچا بوره مه کړې!
که عسکر که طالبان مري و دې نه مري!
په بمبار کې دهقانان د کلي مړه شول!
په چاودنو کې ښاريان مري و دې نه مري!
ټول د خپل جهل په خره باندې سپاره دي!
پردې جنګ کې افغانان مري و دې نه مري!
خانده مه ځوابه ته به هم مړ کېږې!
ليکوالان مري؛ شاعران مري و دې نه مري!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply