خوښه دې ده؟

عزت الله ځواب

0 724

چې فاصله درسره ختمه کړمه؛ خوښه دې ده؟
ګله کيسه درسره ختمه کړمه؛ خوښه دې ده؟
داسې دې هره مياشت په بله باندې وسپارمه؟
که معامله درسره ختمه کړمه؛ خوښه دې ده!
ته دې چلم دېرې ته بيا راوړه، نيکه دې مړ شو
زه به توبه درسره ختمه کړمه؛ خوښه دې ده؟
سيپاره نيمه کې پرېږدمه، کتابونه وايم!
دا مدرسه درسره ختمه کړمه؛ خوښه دې ده؟
چې د پامير په شانې دنګ، دنګ ياران نه رادرومي
سپين غره شپه درسره ختمه کړمه؛ خوښه دې ده؟
ځوابه زه کله نا کله غزل وايم درته!
مشاعره درسره ختمه کړمه؛ خوښه دې ده؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply