ټول رڼا رڼا و تور تم نه و په کې
ته چې مې په زړه کې وی غم نه و په کې
ما خپلې سترگې پټې گرځولې بس
ياران ټول په حقه و گرم نه و په کې
هر چا به د خپل زور کيسې کولې تل
زور د يو ټوپک و قلم نه و په کې
ما د دې دېوال لوگي ليدلي و چې
وچ…
هم ته وې چې ما پسې به راتلې
لکه رڼا پس له تيارې به راتلې
اول به زه درتلم کوټې ته اشنا
روسته له ما يو څو ډيوې به راتلې
زما په خيال کې خو هم ته اوسيدې
زما په خيال کې چې نخرې به راتلې
ما به دا ټولې اوريدې په مينه
د چا دعا د چا…