په افغانستان کې د اقلیمي بدلون او موسمي پېښو له امله د بشري وضعیت د لا خرابېدو اټکل وشو

117
په افغانستان کې وروستیو سېلابونو په هرات کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون روان پسرلی په افغانستان کې د اقلیمي بدلون او موسمي پېښو له امله د بشري وضعیت د لا خرابېدو اټکل کړی دی.

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فډراسیون یا آی‌ایف‌آرسي”IFRC” وايي، داسې مهال چې افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو بد بشري وضعیت سره مخ دی؛ په دې هېواد کې د روان پسرلي په پاتې ورځو کې د اقلیمي بدلون او موسمي پېښو د احتمال له امله د لا ډېرو ویجاړیو اټکل شته.

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون په خپل نوي راپور کې چې د مې په ۵مه یې ناوخته خپور کړی لیکلي، په راتلونکو شپو او ورځو کې د لا ډېرو بارانونو احتمال شته چې په ځانګړي ډول به د افغانستان په مرکزي، جنوب، ختیځ او جنوب لوېدیځ سیمو کې د ۳۰ ملي مټرو په اندازې و اورېږي.

"آی‌ایف‌آرسي" وايي، د سېلابونو له امله سړکونه، ښوونځي، پلونو او پلچکونو په ګډون عامه زېربناوي هم زیانمنې شوي دي.
“آی‌ایف‌آرسي” وايي، د سېلابونو له امله سړکونه، ښوونځي، پلونو او پلچکونو په ګډون عامه زېربناوي هم زیانمنې شوي دي.

دا فدارسیون دا اټکل ښاري سیمو ته یو جدي ګواښ بولي.

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فډراسیون داسې مهال دا اندېښنه ښيي چې له قوله یې؛ وروستیو کې سېلابونو او طبیعي پېښو افغانان خورا بد ځپلي او د نورو ورته حادثاتو پر وړاندې یې د دوی د مقابلې ظرفیت تر ټولو ټیټې کچې ته را ښکته کړی دی.

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون په خپل راپور کې د افغاني سرې میاشتې له قوله خبر ورکړی چې د اپرېل له ۱۶مې تر ۲۶مې د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله لږه تر لږه ۴۱ تنه مړه شوي، ۸۴ ټپیان شوي، ۸زره ۲۷۲ کورونو ته زیان اوښتی، ۵زره ۴۲۸ څاروي له‌منځه تللي او ۸۴زره او ۶۹ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.

“آی‌ایف‌آرسي” زیاتوي، د سېلابونو له امله سړکونه، ښوونځي، پلونو او پلچکونو په ګډون عامه زېربناوي هم زیانمنې شوي دي.

د افغانستان کرنیز او حیواني سکټور یوه مهمه بله برخه ده چې د دې فدراسیون په ټکو، د سېلابونو راوتو اغېزمنه کړې او له همدې امله د افغانانو خوراکي خوندیتوب ته لا ډېر جدي ګواښ متوجه دی.

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون د بېړنیو بشري مرستو په اړتیا د ټینګار ترڅنګ خبرداری ورکړی چې د افغانستان ۲۴ میلیونه وګړي داسې مهال چې هېواد یې د وچکالۍ، د تودوخې د نوې څپې، سېلابونو او د اقلیمي بدلون له امله موسمي پېښو سره مخ دی؛ هر څه ژر نغدي مرستو، سرپناه، خوراکي توکو او خپلو حیواناتو ته د خوړو/وښو لپاره اړتیا لري.

په همدې حال کې یو شمېر سېلاب ځپلي هم د خپل نا مناسب وضعیت په اړه غږېږي او وايي، سېلابونو یې کورونه ویجاړ او له فصلونو ډکې ځمکې تخریب کړي دي.

د کونړ اوسېدونکی حزب‌الله وايي: “مشکلات ډېر دي، بارانونه دي. کوټې مو رالوېدلي دي. زموږ داسې یو کلی دی چې ټول کورونه یې خام دي. د ډېرو خلکو کوتې او دېوالونه راپرېوتي. زموږ خپله کوټه رالوېدلې. تراوسه موږ سره هیڅ مرسته نه‌ده‌شوې.”

ارشیف: سېلابونو په کونړ کې خلکو ته زیانونه اړولي دي.
ارشیف: سېلابونو په کونړ کې خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د ننګرهار اوسېدونکی الفت‌الله وايي، سېلابونو د نورو زیانونو ترڅنګ د کروندو پاخه فصلونه له‌منځه وړي او اوس هر څه ژر بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

هغه وویل: “د کورونو دېواله او د کوټو چتونه یې راغورځولي. کرنیزې ځمکې یې تخریب کړي. له اړونده ادارو او خیریه موسسو مو غوښتنه ده چې سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.”

دا غوښتنې او اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې وروستیو ورځو کې نږدې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د سېلابونو د راوتو په پېښو کې خلکو د ځاني زیان په ګډون د مالي خساراتو راپورونه ورکول کېږي.

  • 16x9 Image

    امېد زهیرمل/ ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.