غزل

عبدالهادي هادي

139
نن یې راته وخندل او نن یې سور ګلاب راکړ
خلکو مبارک مې شه! یو چا راته ځواب راکړ
ځم چې دغه ټوله میخانه په ګډا راولم
شور یې د ځوانۍ راوړ او سوز یې د رباب راکړ
ما چې به ټول عمر د چا نوم په تسبو اړاوه
خدای مې د عمرونو د توبو راته ثواب راکړ
نور به د آشنا په اشارو باندې ګام اخلمه
ژوند یې څه پروا که پر اوبو لکه حباب راکړ
ښکلې چې لمدو زلفو ته شړک ورکړ راوېې کتل
سترګو یې د سل زره غزلو یو کتاب راکړ
کله نه هادي چې نذرانه د چا د زلفو شوم
خدای راته یو زړه له شوره ډک لکه دریاب راکړ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.