پوهنې وزارت د شهادتنامو وېش بهیر برښنايي کړ
د پوهنې وزارت مسوولان وايي چې د روڼتیا او اسانتیاوو رامنځته کېدو په پار یې دغه وزارت کې د «شهادتنامو» وېش بهیر برښنايي کړی دی.
د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن «سهشنبه، لیندۍ اوومه» د برښنايي شهادتنامو د سېسټم پرانېستغونډه کې کړې دي.…