لنډۍ، د ثبتولو ستونزه- ۲۸۶مه برخه

آصف بهاند

87

 

باد د کابل له لوري راغی

په وازه خولهٔ یې لړمانهٔ ته تیرومه

 

د محبت باران دې وشي

چې له دې تورو زړونو یوسي نفرتونه

 

غم دې له ځانه سره یوسه
ما ته یې مه پرېـږده، ړنده کڼه به شمه

د لنډیو د دې برخې له پاره مې دا لنډۍ برابرې کړې کړې دي:

 

پۀ بوساړه کي دي غېـږ را کړه

د ډمي زویه لۀ لشو دې ډکه کړمه

 

مړوند یې تاو کړه خوله یې واخله

د ملا لور ده، کور کې نه وایي حالونه

 

د یار مې چوخي چوخي مخ دی

چې لږه لویه شم غمي به په‌کې ږدمه

 

د یار مې چوخي چوخي مخ دی

د پشکال خولې پرې ډنډ ولاړې دینه

 

د محبت باران دې وشي

چې له دې تورو زړونو یوسي نفرتونه

 

چې د نصیب خبرې کېـږي

زه له هغه مجلسه لاره بدلومه

 

غم دې له ځانه سره یوسه
ما ته یې مه پرېـږده، ړنده کڼه به شمه

 

زړه مې د ډنډ خړه کې پرېـږدئ

نه یې کبان خوري، نه یې ښار ته اوبه وړینه

 

مینه دې وکړه، بیا دې پرېښوه

زما غریبه ورځ دې نه لېده مینه

 

مینه دې وکړه بیا دې پرېښوه

ځان خو دې خلاص کړ، زهٔ عمري رنځوره شومه

 

باد د کابل له لوري راغی

په وازه خولهٔ یې لړمانهٔ ته تیرومه

 

ستا په تهمت مې جامي رنگ شوي

اوس به رنگ شوې جامې چېـرته پاکومه

 

د یار، یارۍ کې مشهور شوم

اوس به مې نوم له لمن څنگه پاکوینه

 

سپرلی به بیا پر وطن راشي

خاورو ته تللي خلک بېـرته نه راځینه

 

په تا مې کله غم پېرزو شي

‏د مینې یاره ښېرې خپل‌ځان ته کومه

 

اختر ته ورځې په شمار پاتې

په زړه میراتی به د چا لارې څارینه

 

اوس ناڅاپي مرګونه ډېـر شول

جانانه خپل حق رابښه خپل دربښمه

 

چیلم خو تا له بنگو ډک کړ

چې پلار دې راغی، بیا دې زه وروښودمه

 

په هغو لارو کې مورچې دي
چې پرې راتلل به ده کوچيانو کاروانونه

 

په سفر تلې در جګه نشوم

د مخه ښې زور مې په ځان کې نه لېدنه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.