غزل

عبدالباري جهاني

83

زېری زېری مي درباندي له هیلمند تر اباسینه

له هر کلي ناره پورته یوه خاوره یوه وینه

له کنړ تر کندهاره له هري تر ننګرهاره

نن هغه خبره اورو چي چا نه کوله سپینه

له غازي میونده راغلې د شهید ګیله من چیغي

مورچل یو دی وطن یو دی یو مو قهر یوه مینه

ستا قدم ته مي سلام دی د شهید ګیله من موري

چي یې خاوره د بابا کړه په زلمۍ وینه سنګینه

تور او سور زرغون بیرغ به پر خپلواک وطن رپیږي

تر نامه به یې جاریږي له بګړۍ تر لونګینه

دلته ښخي پر هر ګام دي ککرۍ د برېتورو

مېړني دي چي یادیږي په سندرو تر ناورینه

له اورنګه تر فرنګه دلته توري چلېدلي

څوک په تېښته بیرته تللي چا سینه کړه پکښي خوړینه

د بې ننګو به په لاس وي تور بنګړي د پنجابیو

مېړنو ته رسېدلې ازلي توره رنګینه

نن دي وي سبا به به وزي په تور مخ په ټیټو سترګو

که پنجاب که یې غلام دی له دې پاکه سرزمینه

جهاني چي راته ستایې کارنامې د مېړنیو

دا غزل به وي لیکلې د دېوان پر مخ زرینه.

د ۲۰۲۴ کال د جولای د میاشتي شپږویشتمه، ویرجینیا.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.