دا دي بیا هماغه شپه ده

شکېبا اصف لور

84

دا دي بیا هماغه شپه
ستا د خوږ بدن خوشبو راباندې اوري
ستا تصویر مې مخ ته ایښی
ټینګه غیږه ترې راتاوو کړم
تور ماښام مې د زړه خوړین زخم تازه کړي
چې ستا سر زما پر زنګون و
ما به چیغې کړې چې خدایه!
شکر خدایه شکر خدایه
دې نارو به پاس د غره شغالان ويښ کړل
دوی به هم راسره یو ځای زمزمه کړه
….
دا دي بیا هماغه شپه ده
د اسمان له ډک زړګي وینې راڅاڅي
یخ شمال مې په زخمونو رالګیږي
ها د غره پر سر ولاړه سپوږمۍ نشته
پاس د غره شغالان ورک دي
ستا د قبر شناخته ښوري
هدیره لا تیاره کیږي
او تصویر دې
زما په سترګو کې ورکیږي

دا دي بیا هماغه شپه ده
روڼې اوښکې مې دانه دانه روانې
څنګه لپه ورته ونيسمه خدايه !
د بېلتون په سرو سکروټو لولپه شوم
ستا په ديد پسي د ټول عمر ړنده شوم
زړه مې چوي تنهاي راسره مله وي
زر طوافه ستا په قبر باندې وکړم
له خاموشه ښار دي غږ نه راځي ماته

دا دي بیا هماغه شپه ده
زه روانه شم ترشا يوار درګورم
په خيالونو کې دي بیا انځورومه
ستا د مينې اوازونه يادومه
چې دروګورمه ته خاموشه پروت يې
نا اميده زخمي درد ځان سره يوسم
قهرجنه شپه په کلي راخوره شي
زما فکر ته بلا خبرې راشي

دا دي بيا هماغه شپه ده
بس توپير يې د رنګ دا دی
ستا ښکلا باندي خوره وه
اوس پيکه ښکاري له درده
زه د ژوند څراغونه مړه کړم
ځمه ځمه پناه کیږم
نوره د تل لپاره ځمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.