د بشري حقونو د څار سازمان: ا.ا دې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي

32

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۳): د بشري حقونو د څار سازمان یو ځل بیا په داسې حال کې په افغانستان کې پر ښځو د لګول شوو محدودیتونو لرې کېدو غوښتنه کړې چې ا.ا په وار وار ویلي، په هېواد کې د شریعت په چوکاټ کې د ټولو حقونه خوندي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې اوس مهال په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې د زده‌کړو او لوبو کولو له حقونو محرومې دي.

دغه سازمان په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د المپیک نړۍوالو لوبو په پیلېدو سره له اسلامي امارته غوښتي چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې په وار وار ویلي چې د ښځو په ګډون یې ټولو اتباعو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي دي.

افغان چارواکو ویلي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې په موقت ډول ځنډول شوې او د شرایطو په برابرېدو به بېرته اجازه ورکړل شي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان د درېیو نارینه او درېیو ښځو لوبغاړو په ګډون د پاریس المپیکي سیالۍ تېره ورځ پیل شوې او د اګسټ میاشتې تر ۱۱مې به دوام ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.