په کابل کې د “کار ملي کانفرنس” ته سپارښتنې

عبدالوحید وحيد

520

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نوښت د کار ملي کانفرنس زموږ د هېواد د بیارغونې او د ولس په ژوند کې د مثبت بدلون رامنځته کولو لپاره زموږ د ډله ایزې ژمنې کچه نندارې ته وړاندې کوي. دغه نوښت په خپل ذات کې خورا ګټور پرمختګ دى خو دا به وخت ثابته کړي چې د رياست الوزرا مقام او نور اړوند وزارتونه  د کار ملي کانفرنس کې ترسره شويو ژمنو ته څومره  متعهد پاتې کيږي او په دندو باندې د ګمارنو په مهال لکه د اوس په شان روابطو ته لومړيتوب ورکول کېږي که ضوابط په پام کې نيول کېږي. ډاډمن يم چې؛ که د دغه ډول ناستو لړۍ دوام کوي، بالاخره مثبت نتائج هم ورباندي مرتب کيږي.

موږ باید داسې تمه ونکړو چې په يوه مياشت يا کال کې هر څه سم شي او نه غواړم خپل لوستونکي ناهيلي کړم، خو هېله مې داده چې په نزدې راتلونکې کې د کانفرنس د ژمنو اغېزې عملاً ښکاره شي . زه په ياد کانفرنس کې د ځينو مشرانو د علمي وړتیا د کچې د ښکته والي او په خبرو کې د سليقو پربنسټ له ولاړ چلن سره سره ناهيلى نه يم، ځکه چې د ډېرى کليدي مشرانو  په خبرو کې د اميد څرک لګيده.

که موجوده حاکمیت واقعاً غواړي چې د تکراري خبرو له جريان څخه راووزي او په عمل کې ننګونو ته د حل لارو لټون پيلوي، نو په لمړي سر کې باید  د افغانانو لپاره له هر ډول تبعيض، توپير او په دولتي دندو باندې د ګمارنو په مهال انډيوالي د معيار له ګرزولو پرته د ټولو افغان ځوانانو ځواکمنولو او د دوامدار پرمختګ په یقیني کولو باندې تمرکز وکړي. ملي پوستونه او له سرچینو څخه په انډوليز ډول د ګټو اخيستو فرصتونه باید ټولو افغانانو ته يو شان وي.

سمه ده چې د تېر نظام بنسټ کوږ ايښودل شوى وو.  په نظام کې دفساد د کچې د پراختیا لپاره ټولو علائمو شتون درلوده او د رامنځته کيدو له ورځې څخه يې نسکوريدل هم اټکل کيدل. په تېر نظام کې له هيڅ ډول رسمي دندې درلودلو پرته ويلاى شم  چې ټول مشران په فساد کې ښکېل ګڼل داسې اشتباه ده چې منفي غبرګونونه راپاروي. د ځينې طالب مشرانو دغه فکر قطعاً له واقعیتونو سره سمون نه خوري چي له خپلو انډيوالانو پرته په نورو  افغانانو کې ريښتينولي، کار ته ژمنتیا او د هېواد ګټو متعهد پاتې کيدل نفى کوي. دغه ذهنيت  تنګ نظري نندارې ته وړاندې کوي. خائن په هره ټولنه او هره ډله شتون لري. که څوک خيانت کوى او فساد ته لاس اچوي نو محاکم شته او په فساد کې ککړ افراد باید د هغوى هويت ته له کتو پرته سزا وويني.

د کاري فرصتونو رامنځته کول او په وړاندي يې پراته خنډونه لېرې کول د بيکاري ختمولو روح جوړوي. د کار له اهل څخه د کارموندنې لپاره لنډمهاله منځمهاله او اوږدمهاله پلان غوښتل، هغوى ته کار له مسئولیت سره سپارل، د يوه ټاکلي وخت له تيرېدو وروسته ورڅخه حساب غوښتل ښه د مدیریت نښه او د کارموندنې لپاره علمي سالم رقابت رامنځته کوي. سمه ده چې په پراخه کچه د کاري فرصتونو رامنځته کول پولي ملاتړ ته اړتیا لري خو دَ کاري فرصتونو په وړاندې پراته خنډونه لېرې کول ښه مشرتابه او مسلکي ظرفیت ته اړتیا لري.

شک نشته چې په هېواد کې د بيکاري اوسنى وضعیت هيولائي شکل غوره کړى دى چې کورني او بهرني لاملونه لري، خو هغه لامل چې د امارت لخوا پولي ملاتړ ته اړتیا نه لري، د اوسني حکومت لخوا په ښارونو کې د کور جوړولو په کارونو باندي بنديز او د حکم اخستلو لپاره د محاکمو لخوا د پروسس بيځايه وخت تېرول دى. دغه بنديز د کارونو په وړاندي خنډونه رامنځته کوي او د بيکاري له خورا مهمو لاملونو څخه ګڼل کیږي

که موږ د خپل اوسني اقتصادي وضعیت ارزونه کوو،  باید ومنو چې ننګونې او فرصتونه مو په وړاندې پراته دي. د تېر نظام له نسکوريدو وروسته يو ډول بې باوري او ناڅرګند صورت حال رامنځته شوى دى، خو په هرصورت اوسنى وضعیت موږ ته یو ځانګړی فرصت هم راکوي چې موږ خپلې اقتصادي ستراتیژي بیا تعریف کړو.  موږ له طبیعي زیرمو څخه ډک بډایه هېواد لرو، ځوان او زحمت اخيستونکى ځوان نسل لرو چې کار کولو ته لیواله دی، او له نيکه مرغه داسې نړیوال وضعیت رامنځته شوى دى چې که موږ په تګلارو کې انډول وساتلى شو نو زموږ په هڅو کې زموږ ملاتړ کولو ته نه يوازي داچي سيمه او نړيواله ټولنه تيار دي، بلکې لیوالتیا هم لري. اوس دا زموږ دنده ده چې څنګه وکولاى شو شته ننګونې په فرصتونو بدلې کړو او له فرصتونو څخه په لوړه کچه ګټه واخلو.

ولس ته د کاري فرصتونو برابرول د حکومت مسئولیت ګڼل کېږي او کار موندنه یوازې د معاش د ترلاسه کولو وسیله نه ده بلکې کار ته د هر وګړي لاسرسي هغه اسانتيا ده چې موږ ورباندې یوه سوکاله ټولنه جوړولاى شو. له لسيزو راهيسې د افغانستان خلک له کړاوونو، نا امنيو او بې کاري سره لاس او ګریوان دي، خو د کار پیدا کولو اړتیا هیڅکله هم د اوس په شان دومره په لوړه کچه نه وه.  یوه باثباته دنده نه یوازې مالي امنیت تضمينوي بلکې انسان ته وقار او عزت النفس هم ورکوي، په ټوليز ډول د تلپاتې فزيکي امنیت په رامنځته کولو او ټولنيز پرمختګ کې غوښن رول لوبوي.

شک نشته چې له مودو راهیسې د افغانستان په وزارتونو او ولايتونو کې د رياست امريت او داسې نورو هغو دندو باندي چې لوړ امتیازات لري ګمارنې د وزيرانو واليانو او عمومي رئيسانو لخوا د سليقو، انډيوالي او خپلوي پربنسټ  ورځ تر بلې زياتېږي او همدغه ناوړه کړنې په اداري سستم کې د فساد ستر لامل ګرزي. څومره به ښه واى چې دغه کار د بشپړ مسئولیت او صلاحیت په درلودلو سره د ځانګړې سيستماتيک ميکانيزم په چوکاټ کې يوې خپلواکې مسلکي او ځواب ويونکي ادارې ته وسپارل شي.

په افغانستان کې د کار پیدا کولو د هڅولو لپاره، موږ باید څو اړخیزه ستراتیژۍ غوره کړو. د بيلګي په توګه د زیربناوو پراختیا لکه سړکونه، ښوونځي، او روغتونونه جوړول به په مستقیم ډول د ودانولو په مهال او په غیر مستقیم ډول د سوداګرۍ جذبولو له لارې خلکو ته کاري  فرصتونه رامینځته کوي.

د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ملاتړ (SMEs) د هر اقتصاد ریښه ګڼل کېږي.  دولت باید وړو او منځنيو سوداګريزو بنسټونو ته مالي ملاتړ، روزنیزو پروګرامونو، او اړينو لارښوونو ته لاسرسی چمتو کړي ترڅو د هغوى لپاره  مناسب چاپیریال رامنځته کړي

د مشترکاتو پربنسټ له نړیوالو شریکانو سره ګډ کار زموږ د هېواد لپاره حیاتي حيثيت لري.  د غيردولتي موسسو، بهرنیو حکومتونو، او نړیوالو سازمانونو سره د رغنده کاري ښکیلتیا پربنسټ حکومت کولای شي د هغوي مهارتونه او سرچینې په کار واچوي ترڅو د کارموندنې لپاره داسې اغیزمن پروګرامونه پلي کړي چې زموږ د هېواد له ځانګړيو شرایطو سره سمون لري.

پایله
موږ بايد په یاد ولرو چې د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره د یوې هوسا راتلونکې جوړول د ټولنې د ټولو سکتورونو – دولتي چارواکو، سوداګرو مشرانو، ښوونکو او عامو خلکو ګډو هڅو ته اړتیا لري.  موږ له خپل ولس او نړيوالو شريکانو سره د مشترکاتو پربنسټ په ګډ کار کولو ننګونې په فرصتونو بدلولاى شو،ترڅو هر افغان له تبعیض او توپير پرته کار ته لاسرسی ولري. راځئ نن ځانونه ژمن وګڼو چې د بدلون په اړه به يوازې خبرې نه، بلکې د عمل په ډګر کې د داسې بدلون لپاره ملاتړو چې افغانستان د سوکالۍ او امید نوي دور ته بوځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.