سنځله په پښتو ادب کې

گل آغا احمدي وردگ

95
سنځله نوم په افغانستان، د ډېورنډ کرښې څخه پورې غاړې او په نړۍ کې د مېشتو پښتنو په یو شمېر ښځینه انسانانو اېښودل کېږي. له بلې خوا سنځله په پښتنو کې یو هنري ښځینه نوم دی چې زموږ وګړي یې په عامه توګه خوښوي، د درنښت په سترګه وګوري، په کلتوري ژبه یې کاروي او په پښتو نثر او شعر کې کارېدلی دی. همدارنګه دا چې سنځله په افغانستان او ټوله پښتني سیمه کې له پېړیو، پېړیو راهیسې په یو شمېر کلیو اېښودل شوی دا خبره په ډاګه کوي چې د سنځلې له نوم سره د پښتنو د مینې  ریښه ډېره ژوره ده. موږ ته د ځینو کلیو معلومات په لاس راغلی چې نوم یې سنځله دی لکه:
 
 ۱.د وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ (سنځله کلی)،
 ۲.د کابل ولایت د ماهیپر په سیمه کې (سنځله کلی)،
 ۳.د کوزې پښتونخوا په چمن سیمه کې (سنځله رېل سټېشن) چې په ۱۸۹۵ زېږدیز کال جوړ شوی دی،
 ۴.د خوست ولایت د موسی خېلو په ولسوالۍ کې (سنځلۍ کلی)،
 ۵.په ننګرهار ولایت کې (سنځلۍ) سیمه،
۶.د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ (سنځلۍ سیمه)؛
۷.سنځله خېل په پښتنو کې د یوې قبیلې نوم دی.
۸.په دري ژبه کې د سنځلې نوم (سنجد) هم د هېواد په یو شمېر سیمو اېښودل شوی لکه په پروان ولایت کې سنجد سیمه، په پروان ولایت کې سنجد دره سیمه او د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالي کې د سنجدک کلی.
له بلې خوا سنځله د افغانستان په مرکز او د هېواد په مختلفو سیمو کې د نوروز په هفت مېوه او هفت سین دسترخوان کې د برکت او نېکمرغۍ په موخه کارول کېږي.
همدارنګه ځینې رسنۍ هم د سنځله په نوم فعالیت کوي لکه په کابل کې پخوانۍ (سنځله مجله) او په کندز کې معاصره (سنځله مجله). د سنځله په نوم څو ادبي ټولنې هم شته او لوګر ولایت د (سنځل ګل) په نوم کلنۍ مشاعره لري. سنځله کلمه همدارنګه د پښتو ژبې په لنډیو، سندرو، غزلونو، شعرونو، نثرونو او مینه ناک کلام کې ځانګړی استعمال لري.
سنځل ګل مشاعره
د سنځل ګل مشاعره د لوګر ولایت کلنۍ مشاعره ده، په ۱۳۸۵ کال کې یې بنسټ اېښودل شوی او لومړنۍ مشاعره یې د همدې ولایت د محمد آغې په ولسوالۍ کې جوړه شوې وه. له یادې نېټې وروسته هر کال پسرلی مهال د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې هغه مهال تدویر مومي چې د سنځلو ګلونه په غوړېدو پیل وکړي. لوګر ولایت د سنځلو بې شمېره باغونه لري او په دې ولایت کې د سنځلې د مېوې حاصلات هم شته. د سنځل ګل مشاعرې ته نه یوازې د لوګر بلکي د وردګ، پکتیا، پکتیکا، خوست، او ځینو نورو ولایتونو څخه هم شاعران، لیکوالان او مینه وال راځي او په مشاعره کې ګډون کوي.[1]
سنځله غزل
د سنځلې هنري نوم په پښتو غزلیاتو کې کارول شوی چې دلته یې دوې نمونې را اخلو، لومړی غزل د ګل آغا احمدي دي چې عنوان یې (سروري سنځله) دی او دوهم غزل د (سینځله) په نوم د یوې ښځینه افغان شاعرې دی.
سروري سنځله
د خیال حرم ته راغله هنري غوندې سنځله
د خیال کرم ته راغله جګري غوندې سنځله
ورېښمنه، خرمایي وه، الواني وه، ګلابي وه
د حال قلم ته راغله جوهري غوندې سنځله
سرتورې ترانې یې لپه، لپه وې په شونډو
د خال صنم ته راغله کنري غوندې سنځله
د مینې په احرام کې سر تر پایه وه مستوره
د شال پرچم ته راغله سروري غوندې سنځله
راوړي یې بارونه د درملو په اوږو وو
د حال مرهم ته راغله زر زري غوندې سنځله
پیدا یې احمدي کړ د کافورو په درو کې
د کال قدم ته راغله سنګري غوندې سنځله
غزل
په یو چا باندې مینه وه سنځله
د درمن زړګي څښتنه وه سنځله
اوس یې پاڼې زېړې کړې دي ناروغې
له خپل رنځ نه زېړبخنه وه سنځله
خوشبویي به یې زموږ تر کلا راغله
دلته یوه ولاړه ونه وه سنځله
په سجده باندې پرته وه نیمه شپه کې
له ژوندونه ګیله منه وه سنځله
آفرین د خپل وطن په ژڼو وایي
د وطن په درد غمجنه وه سنځله
د Sin Zla  فېسبوک پاڼه
سنځل والې لنډۍ
ګل د ګلاب بوی د سنځلې
سیوری د ولې، څنګ د یار مزه کوینه
ګل د ګلاب بوی د سنځلې
سیوری د ولې خوب د پېغلې په ورنونه
ګل د ګلاب بوی د سنځلې
ټال د چنار، سیوری د ولې خوند کوینه
جانانه داسې داسې وایه
چې د وطن سنځلې ګل شي دربه شمه
په قدرتي ښایست مړه یم
په مخ مې زخې بیا د خوست سنځلې دینه
د کابلي جانان خواهش دی
د خوست سنځلې به تحفه ورته لېږمه
په سیند کې سرې سنځلې راغلې
زما جانان به پکې جیب څنډلی وینه
جانان زما نه تحفه غواړي
زه په دسمال کې ورته سرې سنځلې وړمه
د سختو شپو جانان دې زه وم
ستا د سنځلو دسمال بل کلي ته ځینه
چې مې جانان پرې خوشحالېږي
زه به سنځلې د یارۍ ورته لېږمه
یا مې جانان راغلی باغ ته
یا خو سنځلو غوړولي دي ګلونه
د سنځل ګله بختوره
د عطرو بار قافلې ته لېږې مئینه
یار مې په شونډو آموخته کړ
اوس د سنځلو زبېښل خوند نه ورکوینه
بوی د سنځلو ترېنه خېژي
نازک بدن د خوست سیلونه کړي دینه
په مڼې ګل به دې رنګین کړم
په سنځل ګل به دې په عطرو لمبومه
جانان مې سرې سنځلې راکړې
زه به د سرو شونډو زکات ورته لېږمه
سنځلیزې دوه بیتۍ
په پلو کې دې یوه لپه سنځلې
غاړې جګې غرنۍ کوي بلبلې
زهرا ویر
دا د سنځلې د ګل عطر په ځان چا وهلي
محبوبې تا وهلي، تا وهلي، تا وهلي
اباسین کاتب
سل چناره مې ملګري، سل سنځلې مې یارانې
ما غریب ته ګورئ په نېستۍ کې څه شتمن یم؟
پيرمحمد کاروان
ځار، قربان د خپل وطن له توت سنځلې
ام، کېلې ته زړه ښه نه کړې د لاهور
نصیر درانی
ستا د خوشبویۍ تنده مې نه کمېږي
په هر کتاب مې ګل اېښی د سنځلې نجلۍ
 میوند درځار
د لو ګرو جینکو په سر ولاړ دي
چنارونه او سنځلې سیوري، سیوري
شاعر
د غربت به څه ځواني وي انډیواله
واخله یو موټۍ سنځلې به زه درکړم
 احسان الله بومبیوال
نه یې بوی شته، نه یې رنګ او نه خوږوالی
انتخاب دې د سنځلې په څېر نه دی
محمد آصف سهاک
ورکه نادرکه کلی ستا په انتظار دی
پوله، که پټی دی، که سنځله، که سپېدار دی
عبدالستار سعید
بار په غاټولو، په سنځلو کډې بېرته راځي
سږ پسرلی د زېړو ګلو کډې بېرته راځي
 عبدالدیان تکل
په ګلانو، په غاټولو کې دی نغښتی
د سړک څنګ ته سنځلو کې دې حسن
بشیر وصال
سیوری د ولو، بوی د سنځلو
چې څه تیار وي، هغه د یار وي
عبدالباري جهاني
جار دې له ململو څڼو دا څه عجب کیف کا
راځي ترې خوشبویانې د سنځلو په رقم
قدرت الله دیان
وږمې د ګلو، د سنځلو، د بلبلو نغمې
د شنه آسمان، په شنه څادر کې د باغوان شپه ده
احساس عابد
جار، قربان یې له هر شوخ چنار قامته
سنځل وزمه ترانې پکې راشنې دي
عبدالحلیم همت
د سنځلو ونې سپینې ښکلې ښکاري
سپين غر هم بیا سپينې مماڼۍ وکړې
زرلښت حفیظ بشریار
په لاس کې مې راوړي دي ګلونه د سنځلې
آشنا به ترېنه جوړ کړي امېلونه د سنځلې
ښایسته کوچۍ
په انتظار ولاړه یم سرې مې منګولې دي
ته به خیست ته کله راځې پخې سنځلې دي
خوست ویب پاڼه
سنځله معما
د سنځلې د مېوې په هکله په پښتو ژبه کې یوه مشهوره ذهني معما هم شته چې په دې ډول ده: (هغه څه شی دي چې کالي یې بې خیاط څخه ګنډل شوي، اوړه یې بې ژرندې میده شوي او لرګی یې ترکاڼه جوړ شوی دی؟)
د جغتو سنځله
سنځله د وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ په زړه کې پروت کوچنی کلی دی، د ځمکې مساحت یې دومره پراخ دی چې زرګونه جریبه ته رسېږي، ځکه چې د کلي سره څېرمه کرنیزې ځمکې او لویه دښته لري. سنځله د جغتو ولسوالۍ د مرکز په ۲ کیلومترۍ کې موقعیت لري، د دې کلي څلور خواوې په دې ډول دي: ختیځ لور ته یې د اخترخېلو، کلاندې او کوډۍ کلي پراته دي، شمال لور ته یې د فولادبېک او تېکي په نومونو کلي واقع دي، لوېدیځ لور ته یې د دېوالک او دهنې دښتې پرتې دي او سویل ته یې د سعادت خېلو کلی پروت دی. د یو شمېر تاریخي روایاتو له مخې د سنځلې نوم ځکه په دې کلي پرې اېښودل شوی، چې په دې کلي کې له پخوا زمانې څخه د شینکۍ سنځلې په نوم یو زیارت شته او د دې کلي د نوم اېښودلو وجهه تر ډېره په سیمه کې د همدې زیارت موجودیت دی. دغه زیارت په پخوا وختونو کې د ګڼو سنځلو د ونو په څانګو پوښل شوی وو. د شینکۍ سنځلې زیارت پخوا د زردالیو یو لوی نذري باغ هم درلود چې اوس مهال په پخواني شکل پاتې شوی نه دی. شینکۍ سنځله په اصل کې یو لوی ځنګل وو، چې د نانګه، سرۍ، زردالو، مڼې او نورې ونې پکې ولاړې وې. که څه هم د سنځلې د کلي هدیره د کلاندې له کلي سره شریکه وه، خو د کلي کوچني متوفی ماشومان به د همدې زیارت په لمنه کې خاورو ته سپارل کېدل. په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې د سنځلې کلي د هستوګنو وګړو شمېر د ۳۰۰ تنو په شاوخوا کې اټکل کېږي او ۴۰ کورنۍ پکې ژوند کوي. د سنځلې په کلي کې ۳ پاړکي خلک اوسېږي، لومړۍ برخه یې د کلاندې له کلي څخه سنځلې ته تللي او هغوی ته په پخوانیو دولتي اسنادو کې (مردم کلاندې) ویل شوي دي. دوهمه برخه خلک یې د محمد قلي له کلي څخه سنځلې ته کډوال شوي دي. دریمه برخه وګړي یې له پخوا څخه د همدې ځای اصلي اوسېدونکي دي. د سنځلې په کلي کې له ۱۸۸۰ څخه تر ۱۹۰۱ زېږدیز کال پورې هغه مهال چې امیر عبدالرحمن خان د افغانستان پاچا وو، د عباس خان په نوم یو کرنیل اوسېدلی  چې د طره بازخان لمسی وو. عباس خان په سنځله کلي کې لویه کلا جوړه کړې وه چې تر اوسه ودانه ده خو کوټې او برج یې په خپل حال پاتې شوی نه دی او زیانونه ورته رسېدلي دي. دا همغه طره بازخان دی چې د کابل په نوي ښار کې یې یوه لویه څلور لاره په نوم مسمی ده. د سنځلې کلی پراخې دښتې لري، چې د دښتې سرحد یې تر سعادت خېلو، محمد قلي، اخترخېلو، کلاندې، دېوالک او دهنې کلیو پورې رسېږي. د سنځلې د کلي وګړو به خپلې دښتې په نهو فصلونو کې شنې کولې. یعنې هر کال به یې د خپلې دښتې یوه برخه شنه کوله او بل کال به بلې برخې ته نوبت رسېده. دا ټوله ځمکه له یو کاریز څخه خړوبېږي چې شپېته متره ژورې سپرغې لري. ډېری وخت داسې هم پېښ شوي چې د جغتو په نورو کلیو کې به خلکو د څښاک لپاره اوبه نه درلودې خو د سنځلې دښتې به په شنو غنمو پوښلې وې او آن د نورو کلیو خلکو به له سنځلې کلي څخه د څښاک اوبه وړلې.
نوټ: په دې لیکنه کې له ګڼ شمېر اخځلیکونو څخه استفاده شوې ده او د جغتو د سنځلې په هکله معلومات د ښاغلي امین الله عادل په مرسته تهیه شوی دی.
[1] جنبش، داود، په لوګر کې د سنځل ګل په نوم مشاعره جوړه شوه، بي بي سي راډیو، لندن، ۱۳۸۵ هجري لمریز کال،

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.