په پښتونخوا او بلوچستان کې د ټول پوښتنې (رفرنډوم غوښتنه)

دوکتور م، عثمان تره کی

119

                                                                                      

 د پاکستان د استخباراتو له خوأ د ګیله من وزیر شهادت په پاکستان کی په پښتون میشتو سیمو کی له يوې خواآزادې غوښتونکو ملې جذباتو ته لمن وهلې ده او له بل اړخه لر او بر پښتنو ته د يووالي طلايي چانس په لاس ورغلی دی.

 یوه مهمه پوښتنه دا ده چی آیا افغانستان د ډیورند د داعیی په موخه د اوسنیو انقلابې حالاتوڅخه ګته پورته کولې شې ؟ پدغه لیکنه کي هڅه کوو چي د همدغې پوښتنی لپاره په واقعیتونو باندي ولاړ ځواب برابر کړو.

د امریکا د اشغال په موده کی  د ډیورند کرښه د لویدیزو ستراتژستانو او ژیوپولیتستانو له خوأ په سیمه کي د کړکیچ د  یوي سرچینی په حیث وپیژندل شوه چی باید ورته د حل لار وموندل شې. د امریکا په سروالې نړیوال نظامې ائتلاف غوښتل چي  د کابل حکومت د اشغالګرو قوتونو په ملاتړ خپل نفوذ پښتونخوأ ته وغزوې. د همدغه مقصد د پاره د افغانستان او پاکستان دوسیه د « افپاک » تر نامه لاندي په دیپلوماسۍ او جنګې اجنډأ کي ځای ومومند.

په دې اړه لویدیزوالو څو موخي لرلې :

۱ـ په افغانستان کي اوږد مهاله شتون.

۲ـ د اسلامې رادیکالیزم او تروریزم سره (چې تر اوسه پوري تعریف شوی نه دی) مقابله .

۳. د پاکستان په ذروې ذېرمو باندي ولکه چې د اسلامپالو لاس ته ونه لوېږي .

۴ ـ خلیج خواته د چین د چټک پرمختک مخه نیول .

۵ـ په مرکزې آسیا کی دهغې تشي ډکول چي د شوروي ځواکونو تر شاتګ وروسته رامنځته شوې وه .

خو پاکستان د خپل دوه مخیز سیاست له مخي ، له یوې خوأ د نړیوال نظامې ائتلاف سره په دیپلوماتیکه برخه او دلوژستيک په رسولو کې مرسته کوله .او له بلي خوأ يې د اشغال ضد ځواکونو په ملاتړ په افغانستان کي د جګړي اور په قوت بل ساتلي و.

په پایله کي جګړه مار بهرنی لښکر په دې لټه کي شوه چي هرڅومره ژر له افغانستانه ووزي .

له نېکه مرغه په افغانستان کې د امريکې تر شرمونکي ماتي او واک ته د طالبانو په راتګ سره اوسمهال په افغانستان کی امنیت ټينګ شوی او کړکیچ د پاکستان خواته مخه اړولې ده. اوس افغانستان ته دا طلايي چانس په لاس ورغلی چي د دیورند تاریخې معضلې ته د نړۍ والو قوانينو په چوکاټ کې په سوله يیزه توګه د پای ټکي کېږدي .

خو افغانستان په یوازی او د حکومت په اوسنې جوړښت سره ، په پښتونخوا او بلوچستان کی له شته ملي طوفاني جذباتو ګته نه شي پورته کولای . ځکه چي د طالبانو واکمني د یوه اساسی قانون په چوکات کي نده جوړه شوې یعنی د کورني مشروعیت نه بی برخي ده . د طالبانو اداره دا وړتیا نه لرې چي د نړۍ سره په تعال کې د ملی داعیی ( ډیورند کرښي ) د ملاتړ په مقصد د دوستو او ذینفعو هیوادونو ملاتړ ځان ته را جلب کړي. ځکه چې دا یوازي یو ملي او په رسمیت پیژندل شوی حکومت دا ظرفیت لرلای شې چي د پښتنو او بلوڅو اوسنۍ بی ساري آزادي غوښتونکې داعیه په ملګرو ملتونو کي مطرح او له ملګرو ملتونو موسيسې نه د پاکستان په پښتني سیمو کي د ټول پوښتني (ريفرانډم ) غوښتنه وکړې.

په ټول پوښتنه (ريفرنډوم ) کې لاندي درې پوښتني وړاندي کېږي :

۱ـ له افغانستان سره پيوستون ؟

۲ـ نوی خپلواک پښتونستان  جوړول ؟

۳ـ او که په پاکستان کي پاته کېدل ؟

په ملګرو ملتونو موسيسې کې د ټول پوښتني (ريفرنډوم ) تر وړاندی کولو مخکي د ډیورند معضله باید په یو فارمت (غونډه ) کي د پاکستان له آدرسه د اسلامې بنست پالنې او تروریزم له درکه د بالقوه او بالفعله تاواني شوي سیمي او له سیمي بهر هیوادونه برخه واخلې.

د ټول پوښتني (رفرنډم ) په وړاندې د پاکستان د احتمالي مخالفت د له منځه وړلو په موخه باید :

ـ پښتانه او بلوڅ خپل ملې جذبات د غونډو، مظاهرو او پرلتونو له لاری جاري وساتې.

ـ د پاکستان د طالبانونو اسلامي تحريک (ټيې ، ټې ، پې ) او د بلوچستان آزادی غوښټونکي بايد خپل وسله وال مقاومت ته دوام ورکړې.

–   د عمران خان تحریک انصاف د منظور پښتین له پښتون ژغورني غور ځنګ ( پي، ټي ،ايم ) تر څنګ ودریږې.

په لویدیز کي عام ذهنیت پاکستان په سیمه کي د استعمار د ناقص الخلقه زیږندي په توګه پیژني چي د سيمي او ګاونډیانو پر جغرافيا تپل شوی دی.

سره له دې چې د ډیورند کرښي د حذف په خاطر افغانانو ته طلايي چانس لاس ته ورغلې . خو د طالبانو حکومت تر هغه وخته پوري چي د دیپلوماتیکي انزوا نه خلاص نشي ، د ډیورند د معضلي د حل په موخه په منل شوي اصولي دریز کي قرار نلرې.

اوس طالبان د یوه ملي او تاریخي آزميښت سره مخ دي :

له یوي خوأ د اساسې قانون تر نافذیدو وروسته د حکومت بدلون او د رامنځته شوي طلایی فرصت نه د ډیورند د داعیی د حل په مقصد اوچت ګام پورته کول او تاریخې ویاړ ګتل.

او له بلي خوأ د حالاتو په وړاندي بی پرې پاته کیدل او ځان د وطن پلورونکي په ليکه کي شاملول. « پاې »

۲۵/۰۷/۲۰۲

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.