ط ال ـب ان: د پخواني رژيم “نامطلوبه” کارکوونکي مو له دندو ګوښه کړي

51

د طالبانو حکومت د استخباراتو د عمومي ریاست سرپرست وايي، د پخواني رژیمونو په ټکو یې “نامطلوبه” کارکوونکي یې له دندو ګوښه کړي دي.

د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست سرپرست تایید کړه، چې په افغانستان کې د دوی له بیاځلي واکمنېدو وروسته، د ملي امنیت ریاست ټول هغه پخواني کارکوونکي، چې د ده په خبره “نامطلوبه” وو، له دندو ګوښه کړای شوي دي.

عبدالحق وثیق د پنجشنبې په ورځ، په کابل کې د “طالبانو د ځواکونو د ستاینې” په نوم غونډه کې ادعا وکړه، چې په تېرو ټولو نظامونو کې د استخباراتو ادارې، په خبره يې وحشیانه کړنې تر سره کړي او خپل‌سري نیونې، اختطاف، ځورونه، شکنجه کول، د خلکو وژل، پردیو ته جاسوسي، د خلکو د وژلو لپاره د زمینې برابرول، په خلکو کې ویره پیدا کول او هغوی د نظام منلو ته اړ کول د استخباراتو له دندو څخه وې.

هغه ادعاوې چې د طالبانو حکومت په ځانګړي ډول د دوی د استخباراتو ریاست اوس پرې تورن دی.

خو وثیق ادعا وکړه، چې د طالبانو حکومت په راتګ سره دا ټولې ستونزې پای ته رسیدلي.

هغه وويل: “دې ټولو ته د پای ټکی کېښودل شو. اوس د استخباراتو اداره، د ټولو هغو نامطلوبه خلکو چې په تېرو نظامونو کې یې دغسې عملونه تر سره کول، پاکه شوې ده.”

د راپورونو پر اساس طالبان په ډېری ادارو کې د پخواني مسلکي کارکوونکو پر ځای د مدرسې فارغين، يا د دوی جنګيالي ګماري.
د راپورونو پر اساس طالبان په ډېری ادارو کې د پخواني مسلکي کارکوونکو پر ځای د مدرسې فارغين، يا د دوی جنګيالي ګماري.

د ملي امنیت دوو پخوانیو کارکوونکو چې له دندو ګوښه شوي دي او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نومونه او اصلي غږونه په راپور کې خپاره شي، ازادي راډیو سره په خبرو کې دا تورونه رد کړل او ویې ویل، چې طالبانو له پخوانیو کارکوونکو څخه د مسلکي مسایلو له زده‌کړې وروسته هغوی له دندو ګوښه کړل او د خپل کسان یې پر ځای وګمارل.

“دوی تر اوسه له هغو کادرونو او مسلکي کسانو څخه استفاده کړې چې دوی ورته اړتیا درلوده.

د دوی له ډلې يوه يې وويل: “هغه کسان یې چې په تخنیکي ریاست کې وو، تر یو، یا یو نیم کال یې وساتل او معلومات او تخنیکي کارونه يې ترې زده‌ کړل. وروسته يې خپل هم فکره خلک راوستل او استخبارات يې په پوره توګه له پخوانیو کارکوونکو پاک کړ.”

دغه راز دويم کارکوونکي ازادي راډيو ته وويل: “دوی تر اوسه له هغو کادرونو او مسلکي کسانو څخه استفاده کړې چې دوی ورته اړتیا درلوده. د هغوی ځواکونو تجربې ترلاسه کړې او له پخوانیو کارکوونکو سره یې په سپکاوي چلند کاوه او دا ادعا چې دوی د بهرنیو هېوادونو جاسوسان وو، ټول یو تور دی.”

په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت‌الله نبیل ادعا کوي، چې طالبانو د ملي امنیت د یو شمېر پخوانیو کارکوونکو پر ځای د پاکستان د اطلاعاتي سازمان “ISI” کارکوونکي ګمارلي دي، چې د اندېښنې وړ موضوع ده.

په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت‌الله نبیل
په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت‌الله نبیل

ښاغلي نبیل ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د افغانستان د ملي امنیت په اداره کې له ۲۰ څخه تر ۳۰ پورې اوپراتیفي، اداري، لوژستیکي او عملیاتي/پوځي پرسونل شتون درلود.

نوموړي وويل: “د دې زیات شمېر افغان کارکوونکو پر ځای د بهرني (پاکستاني) کارکوونکو ګمارل، زموږ د هېواد امنیت، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره پراخې او د اندېښنې وړ پایلې لري.”

د طالبانو د استخباراتو ریاست سرپرست عبدالحق وثیق دا ادعا هم کړې چې، د طالبانو حکومت له‌خوا په خپل‌سري ډول نیول، شکنجه یا وژنه نه‌ده شوې، بلکې په ټکو یې ټولې چارې او رسېدنې د شریعت له احکامو سره سم ترسره کېږي.

دا په‌داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته، په تېرو نږدې درېيو کلونو کې يو شمېر نړيوالو او د بشري حقونو سازمانونو او هغه کسانو چې پخوا د طالبانو له‌خوا نيول شوي، د طالبانو د استخباراتو اداره یې د یو شمېر پخوانیو پوځيانو، د بشري حقونو او مدني فعالانو، معترضینو، خبریالانو او نورو وګړو په خپل‌سري نيولو، د قضا پرته وژنو، جبري لادرکه کولو او شکنجه کولو تورنه کړې ده.

یو شمېر نیول شویو کسانو په تېره بیا معترضو ښځو ان دا ادعا هم کړې چې، د طالبانو په استخباراتي ریاستونو کې له شکنجې او جنسي ځورونې سره مخ شوي دي.

ازادي رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.