اشرف الشياطين

عطاالله ځواب

80
دا کيسه د ښاغلي نصير احمد احمدي صاحب اروا ته ډالۍ کوم!
عطاالله ځواب
سپوږمۍ پيکه رڼا جوړه کړې وه، ستورو ځلا کوله او سپيو غپا… ټول تور او اوږد غوږي شيطانان د يوې لوی ونې تورتم ته راټول شوي ول، په ملا کړوپ او تر ټولو زوړ شيطان وويل: ورونو او بچو ستړي مشئ، هيله ده چې روغ، جوړ او تکړه به ياست؟ ډېره موده کېږي چې سخت ناروغ يم، له اشرف المخلوقاتو نه لېرې وم، داسې راته ښکاري چې زما ژوند نور پای ته رسېدونکی دی، غواړم مړو ورونو ته له دې دنيا يو ښه زيری ويسم، تاسې مې سم پوی کړئ، چې تاسې څه کړي چې د ټولې نړۍ شيطانانو کې مو لومړيتوب ګټلی؟
د يو شپيته کلن انسان؛ شيطان وويل: تر ډېره دې ژوندی يې ښاغلیه، لومړی به زه وغږېږم، اصله خبره خو دا ده چې موږ له بې کارۍ ستړي يوو، دا هر څه خو د دې ځای خلکو کړي، دوی په بديو کې دومره ورک دي چې موږ ته هېڅ اړتيا نه لري چې څه وکړو، هغه څه چې زموږ هيلې دي، دوی يې بغېر زموږ له ويلو په ښه ډول تر سره کوي، زه به يې يو څو بېلګې ووايم، په نورو به نور ملګري وغږېږي… د دې هېواد خلک له نرمۍ نه زور زيات خوښوي، له ارامۍ نه په جنګ کې خوشاله وي، له تعليم نه بې تعليمۍ کې، له رڼا نه په تياره… دوی تل يو بل ته د لاس ورکولو پر ځای د يو بل پښې وهي، بې اتفاقه دي او وروستۍ خبره مې دا چې د دې ځای له خلکو نه يو ډول حيوانات جوړ شوي چې د هر حيوان بدۍ پکې راجمع شوي… چوپ شو.
تر څنګ ولاړ تر ټولو تور شيطان وويل: ښه تعليم خو زموږ د شمېر فيصدي هم کمه کړه، زه به د دوی د تور تعليم په اړه وغږېږم، د دوی نصاب خراب خراب دی، له ښوونځي فارغ يې املا سمه نه شي ليکلی، څه ښوونکي خپله په څه نه پوهېږي او څه چې پوهېږي د کم معاش له خاطره د زده کوونکو سم روزلو ته زړه نه ښه کوي، د دوی تاريخ په وينو سور دی او تل يې په وينو سور غواړي، دوی د سياست په الف، ب نه دي خبر، خو هر ځای پرې بحثونه او جنګونه کوي، له طب نه په نوم د فارغ ډاکټر ټول فکر له ناروغ نه په چل پيسو وېستلو کې وي، زياتره اقتصاد فارغان يې اوزګار په کورونو کې ناست دي او يو نيم خو يې له مجبوريته سبزۍ پلورلو ته مخه کړې، د حقوقو ماسټر د حقوقو په کيسه کې نه دی، په ادبياتو کې خو ډېر بې ادبه ورننوتي، غواړي خپلې بدۍ پټې کړي، د نورو لارې ته راوستلو پر ځای لا خلک بې لارې کوي، بس وروستۍ خبره مې دا چې بېخي سرچپه مخلوق دی، کاش دوی پوهېدئ چې موږ ورپورې خاندو…
ټول موسک شول، چپ لاس ته ولاړ د غټو او کږو سترګو شيطان وويل: هههه خندا راځي، د دوی په حال، دوی د يو بل په خوشحالۍ نه خوشحاله کېږي، له بل انسان نه ورته ژوند اخيستل لوبه ښکاري، بدبختي نيکبختي ګڼي، جهالت هوښياري او فخر هم پرې کوي، هر يو يې په کرکه کې له موره يو دی، سړيتوب، انسانيت، مينه او هر څه په پيسو کې ويني، دوی ټولې کړې نارواوې پر موږ راتپي او لوی جرم خو يې دا دی چې موږ د خدای دښمنان ګڼي او دا د خالق پر وړاندې د دوی يوه لويه بې عزتي ده… څه څه به يې وايم، که يوازې زه د دوی بدۍ بيان کړم نو د دوی د ستر نابغه خوشحال خان خټک د کليات نه غټ کتاب ترې جوړېږي، بس په اخیرو کې په پوره باور سره وايم چې دوی له موږ بدتر دي او موږ پرې شرف لرو. او له تاسې ټولو يوه هيله لرم، که د دې هېواد خلکو ته له شيطانانو نه غوره يا اشرف الشياطين لقب ورکړل شي نو ښه به وي؟… فضا خندا ونيوه، له خاموشۍ سره سم مشر شيطان وويل: اشرف الشياطين هههه، ډېر ښه، بيا يې هلته سر په زنګون ناستې ښځينه شيطانې ته مخ کړ: لورې ته هم يو څه ووايه؟
د تندر نيولې سپوږمۍ په شان شيطانې وويل: دوی ښه او تکړه خلک هم لري، خو بې ارزښته دي، دوی کتابونه پرېمانه لري خو له بدۍ يې لوستلو ته وخت نه لري، مشرانو خو د دوی بدۍ بيان کړې او بيشکه چې د دې هېواد خلک همداسې دي، خو زه په دې نظر يم چې انسان تل ناممکن ممکنولی شي، د دوی د تباه کېدو لامل دا دی چې د بديو عادت زر اخلي، که د دوی ښېګڼو ته مخه شوه او د پوهې کچه يې لوړه شوه، نو له نورو هېوادونو نه به په ښه ډول په پښو ودرېږي او له دوی به بيا غوره خلک نه وي، تر ټولو مهمه خبره چې بايد ويې کړم، د دې هېواد ښځې په بديو ډېری نه دي ککړې، که موږ رښتيا سره د خپلو هيلو پوره کوونکي يوو، نو بايد د دې ځای ښځې هم د سړو په شان تباه کړو او د دوی د تعليم مخه ونيسو…
چغې شوې، کوچنی شيطان لاړ، د دوی پام د هغه په لور و، څو شېبې وروسته راغی، احترام يې پر ځای کړ او وې ويل: زه چې د کوم انسان په وجود کې يم، لس کلن دی، همدا اوس زما له ور رسېدو سره يې پلار راوېښ کړ، زوی يې ورته وويل: بابا هسې دې راويښ کړم، تا چې پرون د ګاونډي عطا ګل دوی سره لانجه کړې وه، اوس ورسره خوب کې زما جنګ و، د لغتو او سوکانو لاندې مې اچولی و… پلار يې موسک شو او ورته وې ويل: زويه! شیطانه مخ دې تور شه ووايه او ويده شه…
يو ځل بيا د خندا غږونه پورته شول، مشر شيطان وويل: بس، بس نور يې په اړه اورېدل نه غواړم، په هر څه پوی شوم او ښه ډېر پوی شوم، د دې ځای ماشومان او ان د هغوی خوبونه هم له بديو نه دي خالي نور خو پرېږده… بيا يې وچ ټوخي وکړل: زه شايد ژر مړ شم، خو مړه شوي شيطانان به هم د دوی په حال خوشحاله او وخندوم!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.