ابن فطومه سفرنامه

فیروز اپریدي

68

دا کتاب “د ابن فطومه سفرنامه” چې د مشهورمصري اديب نجيب محفوظ د کتاب رحله ابن فطومه پښتو ژباړه ده او زمونږ د سوات د ګلورينې سيمې نوموړي شاعر و اديب ښاغلي همايون مسعود صېب ژباړلې ده۔
دا کتاب مجلد دے۔ يو سل او يو اويا مخونه لري۔ سپين کاغذ او په ښائسته بڼه چاپ دے۔ د “ډسټ ان بکس” اداري په نومبر ۲۰۲۲ کښې ئې د چاپ لارې چارې ترسره کړي دي۔ قيمت ئې ورته شپږ سوه ايخے دے چې د مارکيټ په حساب سم دے خو د پښتو کتاب د نشتوالي له کبله زيات دے۔ د پروفيسر راز محمد مرحوم په نوم منسوب دے۔ ۔ځوان ليکوال او نقاد ښاغلي ډاکټر سميع الدين ارمان پرې ګټوره سريزه ليکلې ده۔
د دې ناول لنډيز په دې ډول دے۔
د دې ناول مرکزي کردار قنديل محمد العنابي دے۔ دا د يو مسلمان هيواد د يو لوئي تاجر زوے دے چې خپلې کونډې مور سره د پلار نه ورپاتې په لويه حويلۍ کښې لوئيږي ۔ په خپل ښار کښې د فساد له عمله نا اميده شوے دے ۔ د ډېرو وروڼو ناسکۀ ورور قنديل خپلې مور د زيان رسېدو له عمله د دۀ په خپلې حويلۍ کښې د تعليم انتظام کوي او د خپل ښار يو لوئي شيخ مغاغا الجبيلي نه د مروجه اسلامي او ديني تعليم درسونه اخلي۔
په يوه موقع هغۀ له خپل ښوونکي استاذ څخه وپوښتل چې ولې هغه ځمکه چې خلک پرې د اسلام د دين اطاعت کوي بيا هم دومره جنګ فساد او بدعنواني کښې مثال نۀ لري۔
استاذ ورته د يو داسې وطن، چې د “جبل وطن” ورته وائي، په حقله ووئېل چې تاته به د دې سوال ځواب يا تعبير په دغه وطن کښې په نظررا شي۔
هغۀ د کمال وطن دے۔ استاذ ابن فاطومه دې ته وهڅولو چې د جبل ځمکه يا وطن ولټوي۔ هلته دا ډول ستونزې هوارې شوې دي۔ قنديل هڅه وکړه چې پخپله د دې وطن په لټون کښې سفر وکړي خو په ګاونډيو هيوادونو کې د کورنۍ جګړې او د وطني پيچلي نظامونو د دۀ د لټون مخه نيسي۔
د جبل ځمکه داسي نامعلومه ځمکه ده چې اول خو څوک ورسېدلي نۀ دي او کۀ ورسېدلي هم دي بيرته نۀ دي راغلي او نۀ چا د دې ځمکې په حواله څۀ معلومات بشپړ کړي۔
هر کس د دې وطن نوم خو اورېدلے وي خو خورا معلومات ئې څوک هم نۀ لري۔
قنديل هوډ لري چې سفر پېل کړي، ځکه چې هغۀ يو خو د خپلې معشوقې څخه لاس وينځي چې د سلطان د مشير خوښيږي او د معشوقې پلار ئې د مشير د زور نۀ وي نو مجبوراً د قنديل سره د خپلې لور رشته پريکوي او د سطان مشير له خپله لور ورکوي۔ قنديل په دې خبره نور هم د وطن پرېخودلو او د سفر انتظامات په تندۍ سره ترسره کوي۔ د خپلې ځوانې مور نکاح د خپل شېخ مغاغا الجبيلي سره تړي او په يو اوږد او نامعلوم سفر د کاروان سره پيل کوي۔
کاروان کښې له خپل ښار څخه اول د مشرق ځمکې ته ځي. د جنسي ازادۍ په دې ټولنه کې ښځې او سړي ودونه نۀ کوي۔ بلکې، دوی د يو بل ملګري شريکوي۔ لوڅ لغړ ګرځي او په خپل دې دود وياړ کوي۔ دا خلق مشرکان او کافر دی۔ د سپوږمۍ د خداے په توګه عبادت کوي۔
قنديل د مشرق د ځمکې د دود په اړه پوښتنې کوي، مګر هغۀ زر تر زره د دوئي د دودونو پيروي کوي۔ هغۀ هم په دې ځمکه مشرق کې د عروسې په نوم په يوې پېغلې عاشق کيږي او ور سره اوسيږي او پينځه ماشومان ترې زيږوي۔ قنديل د خپل مشر زوی د اسلام د زدکړې په اړه اراده لري او په دې جرم هغۀ د مشرق څخه جلاوطن کړے شي۔ چارواکي ئي د کاروان سره روان کړي او د عروسه يا د دوی د ماشومانو سره هيڅ ليدلو ته ئې نۀ پريږدي۔.
قنديل بيا د مشرق څخه يو بل وطن د “حرا وطن” ته سفر کوي. دلته په دې وطن کښې خلق د بادشاه عبادت کوي او بادشاه خپل نجات دهنده او ان داتا ګڼي۔ د دې وطن بادشاه د مشرق سره جنګ کوي او ډېرې ښځې او نر غلامان راولي او نيلام کوي ئي۔ په دې نيلام کښې قنديل خپله ښځه په دېرش ديناره اخلي خو په دې ښځه کښې د بادشاه د مذهبي مشير چې عارف ورته وائي هم دلچسپي وي۔ هغۀ د قاضي په زور په قنديل مقدمه وچلوي او د عمر قېد سزا ورته واورولې شي۔ په دې اساس هغۀ د دې محبوبې ښځې نه هم محرومه شي او زنداني شي۔
شل کاله د حرا په وطن کښې په زندان کښې لۀ تېرولو وروسته د دې وطن د سرلښکر په بغاوت بادشاه سرچپه شي او د نوي بادشاه په عام معافۍ قنديل د زندانه خوشے کيږي۔ په زندان کښې د دغه مذهبي عارف سره د قنديل هم ليدل وشي چې نوي بادشاه زنداني کړے وي۔ هغۀ ورته وائي چې عروسه ماسره خوشحاله نۀ وه او ستا بچي مونږ په مشرق کښې هم لټولي وو خو پېدا مو نۀ کړل او اوس زما لۀ نيولو ورستو ګمان کوم چې هغه د حلبه وطن په لوري تللې وي۔
قنديل د کاروان سره د “حلبه د وطن” په لوري سفر پيل کوي۔ ديوې مياشتې اوږد سفرپه مسافت کښې پرته دا ځمکه ځانګري نظامونه لري۔
په حلبه کې د فردي ازادي چلن ډېر وي۔ خلق مکمل ازاد وي چې څوک څنګه ژوند کول غواړي، ممانعت نۀ وي۔ هر کس ته مذهبي ازادي هم حاصله وي۔ ټول مذهبونه په سوله ايزه توګه سره د ژوند په تېرولو راضي او مطمئين وي۔
حلبه په ښکاره توګه د تحقيق د آزادي او د ازاد ژوند په فلسفه روان نظام لرلو۔ دلته قنديل جماعت ويني د امام سره مېلمه کيږي۔ امام ورته په ډوډۍ باندې د خپلې ښځې، لور، زامنو سره معرفي کوي۔ په يو ځاے ډوډۍ خوري او په ډوډۍ کښې شراب هم راوړلې شي چې قنديل ترې ډډه کوي او د دوئي په دې طريقه د مسلمانۍ ژوند حيرانيږي ۔ دلته قنديل د امام د لور ساميه سره وادۀ کوي۔ هغه په يو روغتون کښې ډاکټره وي او د دې ښځې نه ئي بچي هم کيږي ۔ امام صېب ورته کاروبار هم سموي او بيا يوه ورځ هغۀ سابقه محبوبه عروسه هم ويني چي يو ځل بيا د دوئي تر منځ محبت د دوئي زړونه په درزا کوي خو عروسه د يو بدهائي سره وادۀ شوې وي او قنديل هم د ساميه سره وادۀ شوے وي ۔ په دې وجه د يو بل سره بيا يو ځائي لېدل ورته مناسب نۀ بريښي۔ څۀ موده پس د دې هيواد حلبه او حرا هيواد په منځ کښې جنګ پيل کيږي۔ د قنديل د سفر شوق بيا راتازه کيږي چې د دې وطنونو نه د خپل وطن د پاره يو مثالې نظام راوستلو د پاره کتاب ليکل ئي مقصود وي او په اخره کښې خپل وطن ته ستنيدل او هغلته د بې وزله انسانانو د پاره کار کول مقصود وي ۔
د جنګ نه د ځان ژغورولو په خاطر چې جنګ ئې تر خپل هدف ايسار نۀ کړي، هغۀ پرېکړه کوي چې د سفر چې د دۀ هدف تر جبل ځمکي پورې رسيدل دي هغۀ يو کرته بيا د بل نوي پړاؤ د :امان وطن” طرف ته کوچ کوي ۔
ترمياشت اوږده سفر وروستو هغۀ د امان زمکې ته رسيږي۔ په دې وطن کښې هغۀ ويني چې دلته ټول خلک کار کوي او د کار په بدل کښې ورته اجرت ورکولے کيږي۔ هر يو کس به خامخا کار کوي او په بدل کښې به ورته خوراک څښاک او اجرت ورکوي۔
دلته د اشرافيه په مرسته يو حاکم مقرر کيږي۔ د نظم ساتلو لپاره د امان په خاوره عدالت تر ټولو مهم ارزښت ګڼل کيږي.
قنديل يو وارې بيا د امان ځمکه په داسې حال کې پرېږدي چې امان او حلبه تر خپل منځ جګړې ته چمتو کيږي. هغۀ ګمان کوي چې له دې ځايه هم عروسه د جبل ځمکې په لوري تللې برېښي۔ مياشت وروستو هغۀ د جبل ځمکې ته له رسيدو وړاندې د غروب په زمکه کښې ايساريږي۔ دلته هغۀ د يو ښائسته، ښکلي او پرامن ماحول او موسم سره مخ کيږي۔ خلق د يو بل سره هيڅ اړيکه نۀ لري۔ مېوې پريمانه وي۔ هر کس د يو مشر عارف نه د زدکړو هڅه کوي۔ دا عارف انسان د خلقو د زړۀ حال معلوموي۔ قنديل حيران شي چې د دۀ په زړۀ څۀ دي، هغۀ ورته وائي۔ دا عارف هغۀ ته وائي چې عروسه هم دلته راغلې وه۔ خاوند ئې په لاره کښې وفات شوې دے او اوس د جبل په لوري په سفر تللې ده ۔
قنديل دلته د دې عارف نه لا په زدکړو کښې مشغول وي چې د امان د ځمکې فوځيان را رسيږي او د وطن نه د وتلو حکم ورته کيږي ۔
دلته د نيمو زدکړو سره دوئي اوږد سفر دجبل په لور کول پيل کوي۔ لۀ رسيدو وړاندې د غرۀ په ويخ کښې د کاروان مشر ورته وائي چې تاسو به نور په خپل پښو د غرۀ د سفر تابيا کوئ چې نورکاروان مخکښې تللے نۀ شي۔
قنديل د نورو مسافرو سره د جبل ځمکې ته د تللو اراده کوي او خپله ليکلې د تير ژوند مسوده د کاروان مشر ته د معاوضې په بدل حواله کوي چې دا به زما مور ته رسوې۔
د جبل د ژوند د تکامل راز د زدکړې په بدل کښې چې په راستنيدو وروستو ئې د خپل وطن لۀ خلکو سره قنديل خپل سفر ته د دوام ورکولو لپاره مخ په غرۀ روانيږي او هم پر دې ځاے دا قيصه پائي ته رارسيږي۔
د ناول نجيب محفوظ څوک چې په قاهره کښې په ( نولس يولسم کښې پېدا شوے او په دوۀ زره شپږم کښې وفات شوې ) په ۱۹۸۳ کښې ليکلې ؤ۔ ډينس جانسن ۱۹۹۲ کي په انګريزئ کي ترجمه کرے دے۔
نجيب محفوظ په دې ناول کښې په نړۍ کښې د مختلفو نظامونو تقابلي جائزه اخيستې ده او په نړۍ کښې د داسې نوي نظام د راوستلو په تکل کښې دے چې د انسانانو ترمنځ د امن، خوشحالۍ او ښۀ ژوند د تېرلو لوازمات ولري۔ هغۀ په خپلو ليکنو کښې د اسلام د اصل روح نه د روګرداني اسباب د انساني لالچ، استبدادي قوت حصول اوطمع او حرص سره د يو وبل په لۀ حقوقو په انحراف کښې ويني۔
هغه د اسلامي نظام مخالف نۀ دے البته د اصل روح نه د اسلام بد استعال دے۔
د يو مثالي معاشرې د قيام د پاره د يو مثالي نظام د نفاذ قائل دے۔ د دۀ نه وړاندي هم افلاطون زيږون ۴۲۷ قبل مسيح د ريپبلک په نوم کتاب کښې هم د داسې معاشرې د تشکيلاتو خاکه وړاندې کړې وه چې په تتبع کښې تهامس مور هم په شپاړسمه صدۍ کښې د يوټوپيا په نوم په خپل کتاب کښې هم د داسې آئيډل نظام لاندي د رياست خاکه وړاندې کړې ده۔ د شلمې صدئۍ پوهانو لکه علامه اقبال هم د اسلام د نوې زمانې سره په انطباق سره د وړانديز له پاره خپلې هڅې کړي دي۔ هم دا رقم ديني پوهنې په اساس د جديد تعليم په بڼه مزين منورينو لکه غلام احمد پرويز، غلام جېلاني برق، مولانا مودودي، امين اصلاحي، ډاکټر اسرار او علامه غامدي هم دا کوششونو کړې دي چې د نوې معاشعرتي نظام په تشکيلاتو کښې بايد د جديد غوښتنو په اساس د اسلام د روح سره متماثل نظام وړاندې کړي۔ په مذکوه بالا منورينو کښې بشمول نجيب محفوظ يو هم د الله سبحانه و تعالی د وحدانيت په مخالفت کښې يا د مذهب اسلام د اصل روح منافي خبره نۀ ده کړې۔ هر کس او هر پوهه انسان د يو اصلاحې فلاحي نظام په لټون کښې خوب ويني.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.