پوهنې وزارت د شهادتنامو وېش بهیر برښنايي کړ

224

د پوهنې وزارت مسوولان وايي چې د روڼتیا او اسانتیاوو رامنځته کېدو په پار یې دغه وزارت کې د «شهادتنامو» وېش بهیر برښنايي کړی دی.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن «سه‌شنبه، لیندۍ اوومه» د برښنايي شهادتنامو د سېسټم پرانېست‌غونډه کې کړې دي.

د برښنايي شهادتنامو په دې سېسټم کې به د زده‌کوونکو د کلنیو نمرو د پایلو سکن، په درېوو پړاونو کې د اضافه شویو معلوماتو تایید، په منظم ډول د شهادتنامو چاپ او ځانګړي امنیتي کوډونه شامل دي.

د پوهنې وزارت د مسوولانو په وینا، د برښنايي شادتنامو د یاد سېسټم په فعالېدو سره به دولتي او غیر دولتي ادارې وکولای شي چې په انلاین بڼه د زده‌کوونکو فراغت وڅېړي.

د پوهنې وزارت سرپرست حبیب‌الله اغا دې غونډه کې وویل: «د شهادتنامو وېش بهیر او د یاد وزارت د اجناسو ثبت برښنايي شو او دا برښنايي پروسه کولای شي چې اداري برخو کې عدالت او روڼتیا رامنځته او د شهادتنامو وېش بهیر کې به اغېزمن وي.

د پوهنې وزارت سرپرست همداراز هېواد کې د زده‌کړو پر ارزښت ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، هغو هېوادونو چې زده‌کړو ته پام کړی، د پرمختګ لوړو ته رسېدلې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.