Browsing Tag

الهام الدین قیام

زما آرزو

که پامير او خيبر دواړه يو سنگر شي او دا بېل بېل افغانان سره لښکر شي د دنيا هېڅ زورور به ېې مات نکړي که په گډه د دښمن مخې ته ورشي له واخانه ترجيلمه به يو کور شي دا وېش وېش ټبربه بېرته يو ټبر شي دا په اور سوي ډاگونه به…

مه کوئ

ګورئ افغانانو! یو له بل نه نفرت مه کوئ ھسې په ھرچا پورې ناحقه تھمت مه کوئ دومره ډېرګناه دی لکه څوک چې د ورورغوښې خوري خدای پرې خفه کیږي له یو بل نه غیبت مه کوئ خدای روزي رسان دی،په حلاله روزي وګټئ واورئ مسلمانو په اسلام تجارت…

!خدايه

خدايه په وطن کې مو بيبيانې ښځې ډېرې کړې لر او بر په دواړو کې پوهانې ښځې ډېرې کړې بيا چې هر محفل ته د ژوند نوي ساه ور وبښي ته زمونږ په چم کې شاعرانې ښځې ډېرې کړې خپل اولاد چې تنها د انسان په روحيه وروزي ربه د اوهامو سره…

غزل

دلته پریشانیو د سکون جونګړه ورانه کړه هلته 5 آبیانو د پښتون جونګړه ورانه کړه مونږته په بدل نوم چا پردۍ جګړه راوړي ده جنګ پدې وطن کې د ژوندون جونګړه ورانه کړه ھرپردي په مونږکې د نفاق تخم شیندلی دی دلته ځانځانیو اوس د یون…

څلوریزه

چا د بل د تګ په لاره کې بم کيښود خو پخپل بم ېې پخپله قدم کېښود چې هر څومره ډېر لوړيږي لا کګيږي د ديوال تاداو چې هرچا ناسم کيښود؟ قيام

!سرکاري غله

ګرځي پدې ښارکې څوک له رنګارنګ وسلو سره ښکاري د سرکار سړي خو تار لري له غلو سره څنګه به زمونږه قافلې تر منزل ورسي؟ يوځاى چې په لارځي غله له دغو قافلو سره مونږه کليوال يو خو په ښارکې يارانې پالو ځکه لوبې کيږي اوس زمونږ له…

غزل

د سولې کار خو په جرګو شي،په وژلو نه شي پخلا کول په مینه کیږي ، په کنځلو نه شي مشران ځوانانوته،په مینه سمه لار ورښيي په سمه لار خو سمول،څه په ښکنلو نه شي وږی چې ژاړي،خو د وږي نس له درده ژاړي غلي کول خو ېې د خولې په ورګنډلو نه…

لا تر څو؟

لا به ترڅو یو ورورله بل نه مرور وي دلته؟ لا به تر څو نیولی ورورته ورور سنګر وي دلته؟ لا به تر څو وروڼه يو بل ته دښمنان ښکاریږي؟ لا به ترڅو د یو ورورغم د بل اختر وي دلته؟ لا به تر څو وروڼه د بل په خوله خپل وروڼه وژني؟ لا به تر…

!کابله

درنه لوګی شم په ماګران کابله ته زما زړه یې ، زما ځان کابله زما دې ځان له خپل ایمانه جارشي یې په ما ګران لکه ایمان کابله بیا په بمونو درته بار راغلي افغانوژونکي قاتلان کابله دښمن دې تن ته نن بیا اور واچوو لوګي دې خیږي…

غزل

که پاچا دى، که ملا دى او که ډم دى د دوى ټولو مور حوا،پلار ېې آدم دى انسانان خداى برابر دي پيدا کړي يو له بله نه څوک زيات دى،نه څوک کم دى خو د هرچا خپل عمل د لارې مل دى څوک پخپل کردارکې سم او څوک ناسم دى نه په رنگ ده، نه…