غزل

الهام الدین قیام

859
که پاچا دى، که ملا دى او که ډم دى
د دوى ټولو مور حوا،پلار ېې آدم دى
انسانان خداى برابر دي پيدا کړي
يو له بله نه څوک زيات دى،نه څوک کم دى
خو د هرچا خپل عمل د لارې مل دى
څوک پخپل کردارکې سم او څوک ناسم دى
نه په رنگ ده، نه په جنس، نه په نسب ده
پرهېزگار انسان خپل خداى ته محترم دى
متقيان به نېغ جنت ته ور روان وي
د قاتل، غاصب، لوټمار ځاى جهنم دى
بى تقوا انسان که خداى ته ځان گران بولي
دروغ وايي، خطاکار دى، په خداى گرم دى
چې ترڅو مې وس رسيږي سپين به وايم
ما خوړلى د خپل خداى پر ذات قسم دى
د باطل پر ضد پخپل قلم جنگېږي
په قيام باندې گران ځکه خپل قلم دى
قيام
.
إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّـهِ أَتْقَاكُمْ ۚ إِنَّ اللَّـهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.