!سرکاري غله

الحاج الهام الدین قیام

395
ګرځي پدې ښارکې څوک له رنګارنګ وسلو سره
ښکاري د سرکار سړي خو تار لري له غلو سره
څنګه به زمونږه قافلې تر منزل ورسي؟
يوځاى چې په لارځي غله له دغو قافلو سره
مونږه کليوال يو خو په ښارکې يارانې پالو
ځکه لوبې کيږي اوس زمونږ له ولولو سره
چا چې ښاري پېغله په زورځانته واده کړي وي
خود به له کور تښتي د واده له سره سالو سره
نور که رښتيا نه وايي هم ته خو رښتيا ووايه
ستا خو سر او کار دى ملا تل له مسئلو سره
خداى ته ګوره پرېږده نور پردي غمونه مه چيړه
ستا ېې څه غرض دى له پرديو معاملو سره؟
بحث د نفرت پرېږده نور د مينې بحث را وسپړه
ځان قيامه بوخت کړه نور لدې ښکلي سکالو سره
قيام

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.