!کابله

الحاج الهام الدین قیام

592
درنه لوګی شم په ماګران کابله
ته زما زړه یې ، زما ځان کابله
زما دې ځان له خپل ایمانه جارشي
یې په ما ګران لکه ایمان کابله
بیا په بمونو درته بار راغلي
افغانوژونکي قاتلان کابله
دښمن دې تن ته نن بیا اور واچوو
لوګي دې خیږي تر آسمان کابله
بچیان دې بیا په وینو ولمبیدل
ټول بی ګناه شول شھیدان کابله
ستا له ھرټپ نه وینې دارې وھي
زه دې له ھر پرھر قربان کابله
بلا دې واخلم،صدقه دې شمه
اوښکې دې څاڅي تر ګریوان کابله
د دښمن سرکې تیر وختونه ګرځي
چی تا د تیر په څیر کړي وران کابله
په تا ېې خوښې شیبې نه لوریږي
دي مو کم نیتي ګاونډیان کابله
چا له ایران، چا پاکستان راوړي
ستا د لستوڼي تور ماران کابله
د انسانانو په لباس کې ګرځي
په تاکې تور تور شیطانان کابله
خدای ته په ھر (قیام) کی تا یادوم
له خدای دې تل غواړم ودان کابله
قيام

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.