مه کوئ

الحاج الهام الدین قیام

218
ګورئ افغانانو! یو له بل نه نفرت مه کوئ
ھسې په ھرچا پورې ناحقه تھمت مه کوئ
دومره ډېرګناه دی لکه څوک چې د ورورغوښې خوري
خدای پرې خفه کیږي له یو بل نه غیبت مه کوئ
خدای روزي رسان دی،په حلاله روزي وګټئ
واورئ مسلمانو په اسلام تجارت مه کوئ
څوک چې د وطن خاوره په نورو خرڅول غواړي
ھرڅوک چې وي وي به خو د ھغه بیعت مه کوئ
څوک چې بی ګناه مسلمان وژني جھنم ته ځي
ھیڅکله د چا په مرګ آرزو د جنت مه کوئ
پام مو وي عزت او ذلت دواړه دي د خدای سره
بی له خدايه طمع له هيچا د عزت مه کوئ
ګورئ چې زما قيام دا يو وصيت به ياد ساتئ
سم مسلمانان شئ په اسلام کې بدعت مه کوئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.