ته چې بیا راځې
ته چې بیا راځې
ریدي به د شپیلۍ په غږ
سر ایښی وي
صحرا به د اناري رنګ موج وهلې وي
هوا به د اکاسي ونې د غوږوالۍ
وږمه پورې کړې وي
ته چې بیا راځې
د زیتونو ونې به
زرغونه شراره اغوستې وي
لونګ به ژوندي شوي وي
او په خرمایي سینځله کې به…