افغانی کډوال د ژرندې د دوه تیږو تر مینځ! لکه غنم

لیکوال: مشعل سمسور

324

نن به دا خبره در ته هرو مرو په ډاکه کوم چی روسانو ډیره غټه غلطی په ۶ د جدی کال ۱۳۵۸وکړه چی په افغانستان باندی خپل سور لښکر را روان کړ چی دا وطن لاندی کړی او ځان د دی خاوری له لاری  د هند ګرمو اوبو د هند سمندرګی ته ورسوی. روسی جنرالانو  د افغانستان د نیولو ټاکلی وخت ډیر لږ شمیرلی وه چی په دغه کشمکش کی یی هم ځان خراب کړ او هم یی مونږ ډیر شاته ګذار کړو له پرمختګ او د ښه ملت جوړیدو نه پرینښودو  هم یی خپله امپراتوری له لاسه ور کړه، هم یی له افغانستان سره هغه پخوانی دوستی په ابدی دښمنی بدله کړه  او خپله هم څو ټوټي شو چی اوس یی هره ټوټه ځان ته حاکم لری او روسیه خپله دوښمنه ګڼی.

 د یوه روسی جنرال د خولی خبره به در ته را نقل کړم وویل  یی چی روسی ډیره غټه تیروتنه کړی ده چی افغانستان غوندی هیواد ته د نیولو لپاره راغلی چی جبرانول یی  اوس ډیر ستونځمن کار ده او دا معلومه نده چی  له دی ډنډ نه به کله په شا کیږو دلته دوی منلی وه چی نور دوی شکست خوړلی دی.

 زما په آند که چیری روسي دا کار  له یو بل هیواد نه پیل کړی وی اوس به یی ډیر ځایونه لاندی کړی وو نه به اوس  هند نه پاکستان او هم دا نور هیوادونه ول ټولو به اوس مهال په روسی ژبه خبری کولی خو قصمت یی خراب وه راغلل ځان یی د غره په څیر افغانستان سره وواهه او په خپل لاس یی ځان ته قبر جوړ کړ اوس به یی په ټوله آسیا او هم پر اروپا باداری او یوه غټه بی ساری پادشاهی به یی وه مونږ به هم له دی پنځوس کلنی جګری سره نه مخامخ کیدو او ټولو به هوسا ژوند کاوه نه به له وطنه خلک کډه کیدل او نه به خپل منځی جنګونه کی یو بل سره وژل  او نه به هم افغانان دومره زلیله کیدل چی ګاوندي هیوادنه یی د خپلی جغرافیایی پراختیا لپاره د خپلی خاوری په ضد وکاروی چی دوی آرامه ژوند تیر نه کړی او هم درپه دره خاوری په سره وګرځی.

 اوس راځم اصلی د کډوالۍ مسلی ته چی د جنګونه په واسطه خلک کډوالۍ ته مجبوره کیږی خلک د خپل ژوند د بقا لپاره او دښمن ته د جنګ لپاره چی تیار شی هجرت کوی تر څو د دوی ناموس په امن کی وی له همدی کبله زمونږ ګڼ شمیر افغانان د روسی یرغل له وجی په ۶ د جدی  کال ۱۳۵۸ او په کال ۱۳۶۸ نه تر۱۴۰۰  د خپل منځی جګړو ، تنظیمی ، سمتی او ژبنی اختلافاتو، د سیاسی کشمکشونو له کبله هیوادوال کډوالی ته مجبوره کړل کله چی دوی ګاونډی  ته کډه شول هغوی پری خپلی شاړی ځمکی آبادی کړی دوی یی د افغانستان د تباهی بربادۍ، د افغان وژنی لپاره وکارول له دوی نه د وطن د نارامه کولو د خلکو د ترورولو او وژلو لپاره استعمال کړل له دوی نه د وطن مینه ، د وطن د آبادۍ مینه، د کلتور فرهنګ پالنی مینه افغانیت مینه، د ملی هویت مینه د د خپلی خاوری سره مینه ټوله هیره او یا هم تیری واخیستله افغانی کډوال یی کباړیان، چوکیداران، غله، داړه ماران، اجرتی قاتلان، په نشو روږدی تربیه کړل تر څو دوی نه هر څه هیر او یو په پردیو اوږو بار یو کمزوری ملت په راتلونکی کی وی.

د افغانانو په سر ګاونډی هیوادونه آباد شول له امریکا، اروپایی ټولنی او ملل متحد نه په کافی اندازه پیسی واخیستی، دوی یی په مفته خپل هیواد کی ندی پریښی، هرکال د هر افغان کډوال په سر زرګونه امریکایی ډالر کمک ترلاسه کړی دی او دوی ته په بدل کی هیڅ ندی ورکړی او سرچپه دغه پیسی یی دافغانستان د بربادی لپاره کارولی دی. هغه کډه شوی افغانان چی تر اوسه پاکستان او یا هم ایران ترکیی کی اوسیدل په ډیره بی رحمۍ په دی یخ ژمی کی په زوره را ویستل له دوی نه نقدی پیسی، څاروی، د کور کالی، سره زر او نور وسایل واخیستل او یا هم ضبط کړل د افغان کډوالو سره خصوصاُ له ښځو او ماشومانو سره یی ډیر بد چلند وکړ ډیر داسی پاکستانی پښتانه یی نیولی هغوی یی هم افغانستان ته بارکړی دی هغوی چیغی وهی چی زه پاکستانی یم خو پنجابی عسکرو ویل (بهایی یه افغانی پټهان هی ډالو ایسکوګاړی می)، له دی نه ښکاره شوه چی اصلی کی له پښتون سره را خیسته ده.

کله چی افغانی کډوال یی راڅپوهل ټول په طورخم، پيښور او نورو ځایونو کی نه ورته د اوسیدنی بندبست شته نه ورته اوبه، تشنابونه، کلینک درمل او هم خیمی چی دوی پکی خپله یوه یا دوه شپی سبا کړی ماشومان تورسری، سپینږیری په توره شپه د صحرا په مخ دی ځکه دوی غواړی چی دوی ډیر وځوروی او له ځوریدوی یی خوند واخلی.

دا خو ښکاره خبره ده چی له وطنه تللی افغانان ورسته له کلنو خپل اصلی ټاټوبی ته راستانه شوی دی دلته په کور دننه حکومت، عام افغانان ، کلیوال او خپلوان ورته په سمه توګه هر کلی ونکړی نو د دوی زړنه به مات شی دوی به خامخا بیا پاکستان او ایران یادوی او که چیری مونږ ټول له دوی سره مرسته وکړو خپل چم ګاونډ ورسره شریک کړو یو کوټه ورته ور کړو تر څو د ژمی او مسافرت دغه شیبی به ترینه هیری شی او دغه سخت ژمی به په خوشحالی او مسکا کی تیر کړی او له هر ګړۍ وخت به خوند واخلی او پسرلی کی به تیار وی تر څو ځان ته یو سرپناه برابر کړی.

ځکه چی هر مسافر خپلی وطن ته تګ غواړی او هغه هم په ډیره لیوالتیا سره څومره مینه به د وطن ور سره وی  د وطن د لیدو لپاره ځکه چی دوی پس له ۴۰ کالو خپل وطن ته راستنږی او کوم کسان یی چی سم هر کلی نکویی او په تندي یی دولس بجی وی او نیت یی ورته خراب وی بیا دلته اوسیدل مشکل کار ده.

پاکستان او ایران دواړه له افغان کډوالو سره له هر ډول زور زیاتي څخه کار اخلي دوی ځوروي او بې ګناه یې په مختلفو نومونو زندانونو ته اچوی وهی او ډبوی یی له نړیوال بشري حقوق یې تر پښو لاندې کوی او ددوی له ځورولو  رټلو، په سپه ورته کتلو نه خوند اخلي. دا خو معلومه خبره ده چی د بی ځایه سیاست، زورواکۍ او زور ګویی تل له ناچارو او مظلومو کډوالو نه انتقام اخلی، چې ښه بیلګه یې اوسنی یونیم میلیون افغانی کډوال دی چی یوه میاشت وخت یی ورته ټاکلی ده چی دوی ژر تر ژره له  پاکستانه وځي دوی د ملګری ملتونو د کډوالی په څارو کی  اداره  UNHCR )) ته بیخی  ژمن ندی چی  دلته د کډوالی کوم کنواسیون او یا کوم قانون شته او که نه په ۲۰۱۸ کال او په ۲۰۲۱ کال کی دوی ومنله چی افغان کډوال به دوی په زوره نه باسی او تر ۲۰۲۵ پوری به په پاکستان کی وی که څوک په خپل رضا تلل کوم ممانعت ورته نشته هغوی تلی شی.

پاکستانی سیاستوالو او  له پارلمان نه دا آواز راپوته کیږی چی افغانانو سره سم چلند کوی دوی نمک حرامه ندی نمک حرامه مونږ یو چی دوی سره مو خپلی وعدی ماتی کړی دوی د پاکستان د دفاع جنګ په خپل وطن کی کړی دی، دوی د کارګیل جنګ در ته ګټلی دی، دوی په سخته کی له پاکستان سره ولاړ ول دوی خپله سرمایه په پاکستان کی کارولی ده دلته یی کارخانی، کاروبار مارکیټونه، کورونه، دوکانونه دی دوی سره سختی او بد سلکوک مه کوی خو مجال چی څوک یی واوری.

ټولی نړی ته دا معلومه ده چی افغانانو د پاکستان له دسترخوان نه خوړه په خپله یی کرل او خوړل یی سبق یی چی ویلی دی له خپل جیب نی پیسی ورکړی دی او  یا هم د اسکالرشیپ پیسی وی چی هغه یی له نوری نړیوالو اخیستی او خپل درسونو کی مصروف ول.

په دې وروستیو کې د امریکا او بین اللمی ټولنی لخوا پر پاکستان فشارونه زیات شوي دی په داخل کی یی سیاسی کشمکش دی او هر قسمه  مشکلاتو سره مخ دی هلته چی هره حمله کیږی او یا کوم برید په پاکستانی عسکرو او پولیسو کیږی دوی یی پړه په افغانانو ور اچوی صحیح ده هلته افغانان شته خو هغوی په خپل کار بار کی بوخت دی او د افغانانو خپلی استونځی ډیری دی چی ورته پریږده نور ملکونه هو دا سمه ده چی ګاونډی د افغانستان دا پرمختګ نشی لیدلی نو ځکه دوی خپل فشار افغان مهاجرینو اچوی.

افغانی کډوال ولې خپل  وطن ته تیار ندی چی را ستانه شی؟

اوسنی نظام  باید دا را سره ومنی  چی کډوال د افغان حکومت د ضعف نقطه ده نقطه وه او نقطه به وی  راځو دې ته چې افغان حکومت کډوالو ته څه کړي دی څه وکړو وه او څه  وشی چی دغه د وطن د مینې تږو ته څومره مینه باید ورکول شی او ورکول کیږي به او که د پاکستان غوندی افغان حکومت هم له مهاجرنیو سره د پاکستان غوندی بد چلند او د دوی حقوق تر پښتو لاندی کوی، دوی تا باید سم دستی سر پناه برابره کړی، خوراکی توکی ورته برابر کړی چی ژمی یی په خیر تیر شی او بیا هر یو خپلی پلرنی ټاټوبی ته ستون شی. زه به د مثال په توګه تیر شوی د کرکیټ ورلډ کپ خبره در ته را یاد کړم کله مو چی له پاکستانه لوبه په هند کی وګټله افغان ګډوالو د خپل وطن لپاره خوشحالی کولی خو د پنجاب پولیسو دوی وهلی او ډبولی دی له دوی نه بیرق اخیستی او شکولی دی چی د دوی ملی هویت دی.

افغانی کډوالو غوښتل چی په ښه قدر عزت سره خپل وطن ته ستانه شی او هغه حقوق تر لاسه کړی کوم چی مهاجرینو ته ورکول کیږی خو متاسفانه دوی یی په ډیره بی رحمی او تاوتریخوالی سره را وایستل دوی نه هر څه واخیستل پاکستانی عسکرو ویل چی دا هر څه د پاکستان دی دوی یی باید خپل وطن ته یونیسی حتا له دوی نه لاسی ساتونه یی تری اخیستی دی. دلته باید ورته نمایشی کارونه باید ونشی د  کار او روز ګار برابرول، تعلیم  لاری څاری د سر پناه برابرول باید ورته حتمی او ضروری وشی ترڅو دوی له دی نوی محیط سره اشنا شی.

په جمهوریت کی بیا څو څو ځلی له کډوالو سره د افغان حکومت له لوري د یوې ټوټې ځمکې ژمنه وشوه همغه وو چې کډوالو د خپل وطن ګل وطن په نامه کمپاین پیل کړ څه باندې یو میلیون کډوال خپل هیواد ته راستانه شول نه یې د خپلو مشرانو لخوا هرکلی وشو نه ورته هغه لومړني امکانات برابر کړل چې د دوی له لوري ورسره ژمنه شوې وه ان د عامو خلکو لخوا ورته د ځمکو بیې او د کورونو کرایې څو چنده لوړې شوې، د دوی لپاره هغه اعلان شوی مرستې زمونږ مشرانو، ملکانو او ریسانو  په یو نامه او بل نامه وړي دی خو اوس مهال باید دوی سره هر اړخیزه مرسته تر سره شی او حکومت باید ورته ډیر پام وکړی تر څو دوی خفه نشی. اکثره لیدل شوی دی چی د ناوړه چلند له امله دغه کسان بیا د حکومت په خلاف تبلیغ کوی مونږ باید دغه زمینه ورته برابره نکړو چی دوی نه څوک د نظام په خلاف ګټه پورته کړی مونږ باید وطنوالو ته تبلیغ وکړو د وطن د حکومت د افغانستان باره کی تر څو دوی دا ومنی چی دا زمونږ وطن ده ځکه دوی کی داسی کسان ډیر دی چی پاکستان او ایران کی پیدا شوی وی د خپل وطن رسم او رواج به ورته هیڅ معلومات نوی.

داسی څو ځله تکرار شول  چی راغلي کډوال بیا په پټه بیرته پاکستان ته واوښتل او کوم چی پاتی شو هغه بیا په خپل راتګ پښیمانه وو ځکه چې دوی سره هغه ټولی شوی وعدی بی بنیاده وی او هیڅ پاملرنه ورته ونشوه نه ورته چا کار ورکړ او نه هم ورته چا عزت اوس زمینه برابره شوی ده چی باید دوی سره هر اړخیزه مرسته وشی او هغه ټولی مرستی باید ورته ورسیږی چی ژمنی یی شوی او هم تر لاسه شوی دی او دا موقع چا په لاس ور نکړی چی د دوی حق اوخوری.

ډیر داسی کډوال شته چی نه ځای لری او نه هم ورته خپل ولایت معلوم دی او نه هم ځمکه دوی ته باید ځمکه ورکړل شی تر څو دوی پری آباد شی او خپل ژوند وکړی. داسی ځای باید ورکول شی چی سړک، روغتون، کلینک ، مکتب  اوبه او د امنیت له لحاظه ښه وی او د حکومت او خلکو رسیدګی  ورته وشی زمونږ د ملک د کډوالۍ ریاستونه باید خپل ټول امکاناتو نه کار واخلی تر څو دو خپل راتلونکی سم وګوری او داسی نشی لکه د ژرندی په مینځ د را ګیر د غنمو دانی چی بیا یوه خواه هم ونشی نیولی.

ما په کراتو ویلی چی باید افغانان راشی خو له یو منظم او صحیح مدیریت سره تر څو دوی ته مکمله رسیدګی وشی او نور باید افغانان او افغان حکومت ځان له دی ستونځی نه خلاص کړی تر څو بیا پاکستان او ایران دا وه نه وایی چی دا کار افغانانو کړی دی زیاته به کړم چی پردي کټ تر نمی شپی وی نور باید خپله هم لاس پکار شو او خپل وطن ګل وطن او سمسور وطن طرف ته یوسو تر څو عزت او وقار مو پر ځای وی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.