د میرزا دیوان ۳۲۰ کلنه پخوانۍ نسخه

پروفیسور رشید

420

یوه بله پښتو نوې قلمي نسخه له نویو نادرو وړتیاوو سره

د میرزا دیوان  یا دیوان هدایت الحقیقت

۳۲۰ کلنه پخوانۍ نسخه

 

 

د لوی خدای په نامه

د ۲۰۲۴کال د مارچ  میاشتې په لومړیو کې د هندوستان نامتو ښارحیدرآباد ته د دوو سیمینارو له پاره چې د مولانا آزاد اردو پوهنتون (مانو) د مشرزما ګران ملګري اوهمکارپروفیسورعین الحسن او د هغه د راجسترار پروفیسور اشتیاق صاحب له خوا د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتواو فارسي څانګو کې جوړشوی و بلل شوی وم، هلته مې له یو زیات شمیر فرهنګیانو او ادیبانوسره پيژندګلوي وشوه، د فارسی او پښتوژبې له استادانواو زده کونکو سره مې د یوې اوونۍ په ترڅ کې په زړه پورې علمي او ادبي کتنې او یادونې درلودې، یو په دغو ځوانانو ډاکترانو کې د سانسکریت ژبې داکتراو په ارینتل کتابتون (*) کې کارکونکی ډاکترعبدالغنی صاحب و چې په سانسکریت ژبه او ادبیاتو کې ډاکتری لري او د یو زیات شمیر آثارو ژباړونکی هم دی، له ده مې هیله وکړه چې په ارینټل کتابتون کې د پښتو قلمي نسخوپه اړه څه معلومات را ته راکړي، په سبایې راته وویل چې له موږ سره د میرزاخان د دیوان نسخه شته او یوه بله هم …  رښتیا دا چې ماته معلومه وه چې دا نسخه زموږ مشراستاد هیوادمل صاحب لیدلې وه او په خپل اثر کې یادونه هم کړې وه، ان چې یو کرښه لیکنه یې هم پر یادګاري شته ده.

په هر ډول زه پردې وتوانیدم چې د دغه دیوان یو څو پاڼې وموم، اوس غواړم دلته د دغې نسخې یوه لنډه پيژندګلوي او تبصره له تاسوګرانو دوستانو سره په دغه اړه شریکه کړم، په دې هیله چې څومره ماته جالبه او د پاملرنې وړ شوه تاسې درنو دوستانو ته هم په زړه پورې شي .

د میرزا د دغه دیوان له پاره ځانګړی نوم غوره کړل شوی دی،سره له دې چې میرزا په خپله د حقیقت لارښود خو دغه دیوان یې هم د ( دیوان هدایت الحقیقت) په نامه نومول شوی دی، د دغه نوم یادونه د دیوان پرنني استناد نه ده ولاړه بلکه یوازې د نسخې په پیل کې دغه یادونه هغه هم په فارسي ژبه داسې لیکل شوې ده :«(دیوان) هدایت الحقیقت قلمي بزبان پشتومن تصنف مرزاخان پسرنورالدین خان انصاري بعهد جهاندارشاه پادشاه.»  خو په مقابل کې یې ۱۸۳۷ شمیره هم لیکلې چې دا به د کتابتون د ثبت شمیره وي او که دخطاطی ؟ خو زه دم ګړۍ زیات فکرکوم چې په دغه کال دغه نسخه آصفیه لایبراری ته سپارل شوې وي.

   په هرډول په نسخه کې د جهاندارشاه نوم اوعصرته اشاره شوې په مغلی سلسله کې دوه جاندارشاهان راغلي چې یو پلاردی اوبل زوی،چې د پلارد زیږید نیټه یې ۱۶۴۳ م  اود مړینې یې ۱۷۱۲م ده ، همداسې یې د زوی د پاچا کېدو نیټه له ۱۷۵۴څخه تر ۱۷۵۹ م کال پورې ده. چې په عالمګیرثانی باندې نامتوو، خوموږ باید دلته جهاندارشاه پادشاه (۱۷۱۲مړ) په نظرکې ونیسو چې دده واکمنۍ تریوه کاله کمه موده وه.  دنسخې په پای کې یوه بله لنډه یادونه هم په فارسۍ کې شوې چې هلته یې لیکلي چې ګواکي دغه نسخه د (جهاندارشاه د آمد) پرمهال (۱۷۱۲م) لیکل شوی او یا نقل شوې ده.  اوس خبره دا ده چې د فارسی متن له مخې دا لومړی ځل دی چې دده دیوان ته (د دیوان هدایت الحقیقت) نوم کارول کیږي، ځکه خو دغه نوم په نورو نسخو او ان چاپي دیوانو کې هم د میرزا د دیوان له پاره نه دی کارول شوی اونه زموږ پخوانیو داسې کوم نامه ته اشاره کړې ده، د دیوان په پای کې فارسي لیکنه داسې ده :

«  دیوان هدایت الحقیقت من تصنف میرزاخان پسرنوالدین مرید دوست محمد ولد ملامحمدترین ساکن پشاور حصوص بلده خجسته بنیاد در میان قطب پوره خصوص محمدپوره بوقت ظهر قبل از نماز روز شنبه شهرجمادی الثانی آمد جهاندار بادشاه بجهت خود به انصرام رسانیده در صوفه دا اود خان که در جماعه وحیدخان ترین در کنار نوکر هستم.

هرکه خواند دعاء طمع  دارم        زانکه من بندهء کنه کارم

لکها رهی بهت دن جو رکهه جانی کوی      لکهن هارا با پرا جوکلکل ما تے هوی

جالبه دا ده چې د دغې نسخې د لیکلویا خطاطۍ کال ۱۷۱۲ دی چې د خوشحال د مړینې له نیټې  (۱۶۸۹) سره یوازې ۲۳ کاله واټن لري، په دې کې شک نشته چې خوشحال خپله د میرزا خان دیوان لوستی او د هغه له لیکنې سره هم خامخا بلد و، خو کوم پښتو توري چې په دغه نسخه کې کارول شوي، د هغو زیاتره د خوشحال او ترهغه را وروسته په ډیرو آثارو کې نه لیدل کیږي… یوازې دوه دری توری (ښ – دٍ – ږ) هغه توري دي چې په روښاني متونو کې کارول شوي، دا نور ټول یوازې په معاصر پښتو لیکدود کې ترسترګو کیږي او بس.

  د دې له پاره چې دغه نسخه تراوسه نه ده چا پ شوې او باوردی چې په تیرو چاپونه کې هم نه چا کارولی او نه یې لیدلي دي، نو اوس به هم یوڅه نور سترګې پرلاشو څودغه قلمي نسخه مقابله او پرتله شي، زه باورلرم چې دا نسخه به زموږ د لیک لیکنې په بهیر کې د یوه نوي بدلون او انقلاب په تیره بیا د هغوی له پاره چې د کلاسیکو آثارو د سمونو او خپرولو په برخه کې د لهجوي لوړتیا اوعظمت طلبۍ له خرخشې لیرې کار کوي یونوی او خوشالونکي زیري شي، ځکه :

 په دغه نسخه کې د « ژ» له پاره « ږ) او د «گ» له پاره (ګ) توری لکه په (څرګند) او( پرهیزګار) وییونوکې ( قلمی نسخه  ۱۷- ۱۸ مخونه ) کاریدلی دی، همداسې نورتوري لکه « څ » په (څلور) [قلمی نسخه ۱۲۲مخ )  « ړ»په  (پدواړکون) (قلمي نسخه ۱۲۴مخ)  «ښ» په (ښیښه )  ( قلمی  نسخه  ۲۳مخ) په اوسنۍ بڼه لکه چې موږ یې کاروو، کارول شوي دي. ان چې په ځینوځایو کې یې د (ژ) پرځای  (ج)  هم کارولی لکه په (جوندون) ( قلمی نسخه ۱۷- ۱۸ مخونه ) کې. همداسې « ټ » هم په اوسنۍ بڼه کاروی لکه په (اټکل) (قلمی نسخه ۲۱مخ ) کې . یا «ڼ» لکه په (کوڼ ) قلمی نسخه ۲۵مخ ) کې. داوسنۍ «ځ » له پاره (ر- د ) ترلاندې (.)  لکه چې (ځان) د (دٍان ) په بڼه لیکي. همداسې «ډ» درواخله هغه هم لکه زموږپه اوسني دود (ډ) سره لیکي ( ډیرمین) (قلمی نسخه ۱۲۵مخ) کې. همداسې په ټول متن کې یې یوازې دوې (ی) ګانې  کارولې لکه څرګنده (ي ) او ( ے)  لکه په (کښے) کې.

د دیوان د پیل شعرونه ټول په الفبایی تسلسل سره پیل شوي اولیکل شوي دي، لکه :

الف اول څړه وحدت دی             نن راغلی په کثرت  دی …

ب  باورپدا کلام کړ(ه)              ته دووم فکر  حرام  کړ (ه) …

ت تلوارکړ(ه) پدا مرست (ه)        نن طلب وکړ(ه)  د وقت  (ه) ….  تر ی پورې …

د الفبایی تسلسل شعرونه په دغه بیت سره پیل کیږي :

دمیرزا کلام شیرین دی      د روښان له برکته

له دغې مقطع څخه وروسته الف، شعر په لاندې انځورکې په بشړډول سره لوستلای شو،

د قلمي نسخې لومړی شعر

کوم شعرچې له دغه الفبایی لړه وروسته دلومړي شعرپه توګه راوړل شوی له هغه شعرسره چې دکابل چاپ دیوان په پیل کې راغلی په دغې نسخه کې ګرد سره ما ونه موند، دکابل چاپ په لومړي مخ کې د راغلي شعرڅوبیتونه دادي :

نن به وکړم څو صفته                           دمولا له ارادته

هریوفعل چې یې وینې                        خالي نه دی له حکمته

پراحمد نزول قرآن شو                        چه سل څوارلس یې سورته

چې شپږ زره په شماردي،                     شپږسوه سپږ شپیته آیته

دیرش یې سپارې دی                          څوارلس یې سجدې د تلاوته

دیرش یې حرفه دهجا دي                     ته یې زده کړه نیک خصلته

پرمخرج یې برابر کړه                        هم هر حرف په خپل صفته

دری لکه نه درش زره دولس حرفه          بیا یې څوارلس روایته

په پښتو به یې زه وایم                          دهرحرف  یازده لغته

رهبري یې دتوحید که                           په څولونه عبارته …. ( دمرزا دیوان، کابل چاپ ۱ مخ )

په هرډول،ښکاري چې دنسخې لومړی پاڼه اولومړی شعرشکیدلې ځکه په بله پاڼه کې یې یوازې وروستی شعرپاتې دی لکه چې په پورتنی عکس کې هم ښکاري. ( دمیرزا کلام شیرین دی … ) ، په هرصورت سړی دانه شي ویلای چې ګواکي دانسخه به هم په هراړخیزه توګه بشپړه نسخه وي،خوکه چیرې یوه دقیقه اوڅیړنیزه ارزونه وشي،څرګنده ده چې دبیلابیلونسخوپه پام کې نیولوسره به یوه بشپړه اوجامع نسخه په تیره بیا چې ددغې نسخې استثنایی ځانګړتیا اوځانګړې املایی اوانشآِیي وړتیا په پام کې ونیول شي داوس له پاره موږ ولرو. یوازنی ټکی چې ماته په دغه نسخه دځانګړې پاملرنې اویادونې وړدی هغه په دغه نسخه دځانګړواونویو پښتوتورودکارونې اصل دی، چې له دغه پلوه موږ دمیرزاخان انصاري ددکن دغه نسخه پریوه نوي بریا باندې ور اړوي.

 په دغه نسخه کې له الفبایی تسلسله وروسته بیا دغه اوږد شعر چې راشدینو څلوریارانوته ونډه شوی داسې دی :

چه کویا (ګویا)  ږب (ژبه)  کویا (ګویا)  په ښه کفتار شے

   ابتدایی پنامه دکردکار شے … (قلمی نسخه ۱۵مخ )

ما ددغې نسخې دری غزلې دکابل له چاپ سره په یوه سری نظرپرتله کړې، هلته مې ولیده چې په هرغزل اونوروشعرونوکې توپیرونه او ګډوډۍ زیاتې لیدل کیږي، دکابل چاپ دیوان له ماسره و، له نسخې سره زیات توپیرونه لري، ان چې ځینې بشپړې غزلې یاهلته نشته اویاهم دلته، ځکه خوهغه نسخه ډیره نیمګړې راته ښکاره شوه، دنورو نسخوپه اړه هم کیدای شي ګټ مټ ستونزه شته وي. ځکه مې هیله اوسپارښتنه ده داده چې دمیرزا ددیوان دغه نسخه چې له نیکمرغه اوس زموږپه واک کې ده دنویوچاپونواوپرتلیزې څیړنوله پاره دجالب اونادرلیک دود له مخې ترټولومهمه اولومړی لاس نسخه وبلل شي. ځکه چې دانسخه په فونیمکي اولیک دودیزه دهغه پله حیثیت لري چې روښاني دوره مخامخ زموږ له اوسنۍ دورې اولیک دود سره تړلای شي،چې زما اوکیدای شي زموږ ددغې برخې دڅیړونکواوپوهانوله پاره هم ددغې نسخې دغه ادبي ځانګړنه په علمي لحاظ بوږنونکې اوهیښونکې وي.

 کیدای شي زموږ ژبپوهان په دغه برخه کې د لیک لیکنې په برخه کې له موږ سره دا مرسته وکړي چې نورنوموږ په پښتوکې له ځینوخارجي  تورو چې په یوه وینګ دری انځوره لکه ( س، ث، ص ، غ ، ګ، ږ ژ،  پ ، ف ، ځ ، ز، ج ) مو له اړتیا پرته دخپلې الفبي په لست کې کلک نیولي، اود پښتوژبې پراوږومو ورپیټي کړي یوڅه خوندي کړل شواو ورو ورو خبره یوازې پریو شکل (توري) باندې ودروو اوبسنه پروکړو.

څومره به ښه وي چې  د دریو اویا ډیرو وینګونو تورو پرځای یوغوره اووټاکو، دم ګړۍ زموږله پاره ډیرګرانه ده چې دنورو ژبوبې اړتیا توري هم په خپله الفبا کې ونیسواوخبره دې تر (۴۵-۴۶ ) تورو پورې ورسیږي.

په هرډول باوردی چې دغه نسخه به له موږ سره په دغه برخه کې هم مرستندویه شي اوهم لارښوده،

په درنښت

پروفیسور رشید

د ۲۰۲۴کال د می ۱۲

نهرو پوهنتون – پښتوڅانګه  – هند

www.dawatmedia24.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.