د بدخشان لاریون ډېر څه وزېږول

 لیکوال :عبدالواحد تابع - امریکاء

284

د بدخشیو لاریون وښودله چې خلک ډېر څه پر طالبانو منلي شي. که چېرته ورته لاریونونه په نورو سیمو کې ترسره شي نو لرې به نه وي چې د نجونو پرمخ د زده کړو ور خلاص شي.

‎د بدخشان ولایت ځایي خلکو د طالبانو پر ضد لاریونونه وکړل،د دغه لاريون خبر په ټولنيزو رسنيو کې خپور شو. ‎د لاریون پیل د درایم ولسوالۍ ځایي اوسېدونکو وکړو چې بیا وروسته ورسره د ارګو او جرم ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي هم د ملاتړ له پاره سړکونو ته را ووتل.

‎په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو چې شاوخوا درې کلونه تیرېږي، دا د دغه ډلې پر ضد د ولسي خلکو لومړنی ستر لاریون دی. ‎په سېمه ایزو رسنیو کې سخت سانسور او د ازادو خبریالانو د نه شتون له امله د لومړي لاس معلومات په سختۍ بهرنیو رسنیو ته رسېدل خو یو شمېر خبرونه د ټولنیزو رسنیو له لوري خلکو ته ورسېدل ‎طالبانو ادعا کوله چې د دغه لاریونونو ریښه د دوی د هغو هڅو پر وړاندې درېدل دي چې غواړي د کوکنارو کښت له منځه یوسي، خو ځایي خلک یې د مخنیولو پر ضد درېدلي دي.

‎د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي ول، چي دا لاریونونه هغه مهال رامنځته شول چې: یو شمېر جنایتکارانو پر امنیتي ځواکونو چې د کوکنارو په اړولو بوخت وو، برید وکړ له بلې خوا بیا ‎د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تائيد کړلهچې په لاریون کوونکو د دغه ډلې د پولیسو له لوري په شویو ډزو کې یو ځایي اوسېدونکی وژل شوی او بل ټپي دی.

‎د ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ولیدل شول چې قهرجن کسان له طالبانو غواړي چې د دې وژنې عاملین دې ورته وسپاري چې په همدې سره ‎مرکز دې ته اړ شو تر څو یو پلاوى یې بدخشان ته د کوکنارو کښت د اړولو د پروسې او په پايله کې د رامنځته شويو ستونزو د څېړلو په موخه له خلکو سره وویني ‎شنونکي وایي د طالبانو د حکومت اصلي ستونزه له ځايي خلکو سره د مشورې نشتوالی دی. دا په دې مانا چې طالبانو له ځایي خلکو سره له مشورې کولو او کوم بدیل وړاندې کولو پرته د کروندو په اړلو پیل کړی دی ‎په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي خبرونه ښيي، چې دغه ناندرۍ قومي رنګ لري او ځايي اوسېدونکو چې ډېرى يې تاجک او ازبک دي، له يادو ولسواليو د پښتون ټبره طالب ځواکونو د شړلو غوښتنه کړې ده.

‎په ټولنیزو رسنيو کې خپرو شويو ځينو ویډیوګانو کې ښکاري چې د سیمې یو شمېر اوسېدونکي طالبان په ناوړه چلند تورنوي او وايي چې د دوی کورونو ته ننوتلي دي.له بلې خوا بیا له یاد فرصت څخه ‎د طالبانو منتقدینو دغو مظاهرو ته پراخ غبرګون ښودلی او دا یې د طالبانو د ادارې د بې کفایتې نښه بللې ده.

‎بلخوا

‎په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق ویلي په بدخشان او بغلان کې ولسي لاریونونه «له ځایي خلکو سره د طالبانو ظلم، فساد، جرایم، له شخصي حریم څخه سرغړونه، بې عدالتي او له خلکو سره د دغه ډلې دوه مخې چلند» ښيي ‎هغه په خپله ایکس یا پخواني ټویټر پاڼه لیکلي: «دا ناخوښي د ټولو افغانانو په منځ کې شته او د دې لاریونونو لړۍ به ورو ورو په ټولو ولایتونو کې پراخه شي.د طالبانو حکومت له څه مودې راهيسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو کمپاين پيل کړی دی دوی وايي، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو په تېره د ترياکو توليد نږدې په بشپړ ډول له منځه وړل شوی دی، خو يو شمېر نړيوالې ادارې او ځينې ګاونډي هېوادونه بيا وايي، پر کوکنارو له بنديز وروسته دغه هېواد کې د مصنوعي نشه‌يي توکو توليد زيات شوی دی.

افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري بدخشان کې د کوکنارو له منځه وړلو د بهیر او پر وړاندې یې د رامنځ ته شویو ستونزو د څېړنې په موخه د ټاکل شوي پلاوي مشر او د طالبانو حکومت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په یوه غږیز پیغام کې وېلي طالبان د کوکنارو د کروندو اړولو کې جدي دي او هغو ولسوالیو کې چې لاریونونه روان دي، د طالبانو مشرانو سپارښتنه کړې چې د لاریونونو مخه ونیسي.

ښاغلی فطرت- چې خپله هم د بدخشان دی وايي، باید خلکو ته جدي توصیه وشي او د دې کار مخه یې ونیول شي او خلکو ته باید وویل شي چې “یوازې دوه ځایه تېروتنه وشوه او مظاهرې وشوې، همدومره بس دي، داسې ونه کړي چې موږ او دوی هم ځانونه د کوکنارو د کرکېلې په اړه پرېشانه کړي”.

پر خواله رسنیو د فصیح الدین فطرت په دې خپاره شوي غږیز پیغام کې راغلي، “که د روان لاریون مخه ونه نیول شي، هسې نه چې طالب جنګیالي او نور قطعات دې ته اړ شي چې ګنې “خدایه مه کړه د بدخشان خلکو بغاوت کړی او د خلکو د بغاوت د مخنیوي لپاره له هر ځایه قطعات ور وخوځېږي او نسبتا ارامه بدخشان خطرناک او نظامي حالت ته ستون کړي”.

ښاغلی فطرت وېلي، ولیدل شول چې سپین ږېرو ډبرې اخیستې او د “مجاهدینو رینجر پرې ولي، څومره بد کار دی، سپین ږیري د کوکنارو د کرکېلې پخاطر ځوانان مرګ ته ورکوي، ولې دا کار کوئ؟، داسې مه کوې.د یادولو وړ ده چې که چېرته د طالبانو له لوري یاده مسله جدي ونه نیول شي او له ځایي خلکو سره د سیمې جوړښت او راوج ته په کتو سره چلند ونشي نو امکانات د دې لیدل کېږي چې یاد لاریون نورو سیمو کې هم سینه خلاصه کړي.

د ۲۰۲۴ میلادي کال د مې میاشتې شپږمه نېټه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.