په بامیانو کې پر سیلانیانو مرګونی برید درې هسپانویان او یو افغان وژل شوی

141

بیلابیل خبري اژانسونه: په افغانستان کې پر سيلانيانو ډزې شوي – ناروېژيان ټپيان شوي د جمعې په ماښام په بامیان کې د ډزو په پېښه کې درې هسپانوي سیلانیان او یو افغان ووژل شول. او نور ټپیان د ناروې، استرالیا، لیتوانیا او هسپانیې څخه دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع AFP ته وویل، په وژل شویو کې یو افغان او درې بهرني اتباع دي.

د جمعې په شپه په بامیان ولایت کې چې د افغانستان د پلازمېنې کابل لوېدیځ ته په ۱۳۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري، په ډزو کې څلور نور بهرنیان او درې افغانان ټپیان شول. د روغتون د سرچينو د لومړنيو معلوماتو له مخې، درې وژل شوي بهرني سيلانيان د اسپانيا اوسېدونکي وو.

 د هسپانوي ورځپاڼې ال پایس د راپور له مخې په برید کې درې اسپانیایان وژل شوي دي.

مفتی عبدالمتین قانع د طالبانو د کورنیو چارو وزرات ویاند وايي، ځايي امنيتي ځواکونو د بريد په تړاو څلور تنه نيولي دي. هغه ونه ویل چې ایا په دې کې نور عاملین هم شامل دي. قانع په یوه بیان کې ویلي، “د طالبانو حکومت دغه جنایت په کلکه غندي او د قربانیانو له کورنیو سره خپل ژوره خواخوږي څرګندوي او ډاډ ورکوي چې ټول مجرمین به ومومي او سزا به ورکړي.

 بامیان چې د بودا د سترو مجسمو کور دی، په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له خوا والوزول شو، د افغانستان تر ټولو لوی سیاحتي ځای دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په افغانستان کې د بهرنیانو پر ضد وژونکي بریدونه کم دي. په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د چاودنو او ځانمرګو بریدونو شمېر په چټکۍ سره کم شوی دی. سره له دې، د داعش په ګډون یو شمېر وسله والې ډلې لا هم ګواښ دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.