د ژوند لپاره هدف ټاکل د برياليتوب لومړی ګام

ليکوال: ډيل کارنيګي ژباړن: نقيب احمد اتل

214

زه تاسې ته د يوې مشهورې پېښې کيسه کوم، دغه پېښه ما په خپل يوه بل کتاب کې هم ليکلې ده، د ١٩١٠ ز کال خبره ده، چې د نيويارک ښار په يوه ښوونځي کې دوو هلکانو زده کړې کولې او دواړه د دغه ښوونځي په استوګنځي کې اوسېدل، زه دلته دواړه په بېلابېلو نومونو يادوم، چې يو د جم او بل د پيټر په نامه درپېژنم، جم به تل د فکرونو په يوه بله نړۍ کې اوسېده او په خيال کې به يې له ځانه سره په هوا کې کلاګانې جوړولې، دى د يوې شتمنې کورنۍ غړى و؛ خو پيټر بيا د يوه بزګر زوى و، يوه ورځ دواړه ناست ول او په دې اړه غږېدل چې تر زده کړو بشپړولو وروسته به دوى څه کوي؟ پيټر په زغرده وويل چې دى به يوه ورځ د يوې نوموتې ادارې مشر وي، جم د هغه خبرې پورې وخندل؛ خو د بزګر زوى د هغه پر ملنډو بيخي خوابدى نه شو، د قسمت کارونه وو، چې پيټر ته په يوه ګودام کې د ماموريت دنده پيدا شوه، هغه په خوشاله زړه ورته غاړه کېښوده او په کار يې پيل وکړ، تر دندې وروسته يې په اوزګار وخت کې له معاش پرته په يوه اداره کې هم کار کاوه، د ادارې مشر هغه ته د کار په بدل کې هېڅ مزدوري ورنکړه؛ مګر کله چې د يوه بل تن ځاى خالي شو، دى يې دهغه پر ځاى وګوماره، هغه ډېر خوشاله و او ګام پر ګام د پرمختګ په پوړيو پورته کېده، په دې دور کې نوموړى له ډېرو نهيليو سره مخ شو؛ مګر د تېر په څېر يې بياهم خپلې چارې په مېړانه پر مخ بيولې او ناکامۍ ته يې غاړه کېنښوده.
هغه يوه او بل ځاى دندې پيدا کولو پسې ډېرې منډې ترړې ووهلې؛ خو له هرځايه به ناکام او نهيلى راستنېده، په کومه اداره کې به ترې د ادارې د مشر خپلوان مخته و، په کومه اداره کې به پخوانيو مامورينو ته لومړيتوب ورکول کېده، په کومه کې به ډلو ټپلو ته ترجيح ورکول کېده او په کومه اداره کې به خلک په خوشامندو مقررېدل؛ خو له دې ټولو خبرو سره سره بيا هم پيټر په سړه سينه خپلې هڅې روانې ساتلې، چې بالاخره يوه ورځ د بېج نټ پيکنګ کارپوريشن ادارې د مشر په توګه وټاکل شو، تر هغې وروسته هغه د بلومون په نامه د يوې مشهورې کمپنۍ بنسټ کېښود، اوس نو تاسې ته د پيټر اصلي نوم په ډاګه کوم، چې دهغه اصلي نوم مسټر سامن و، تاسې څه فکر کوۍ چې دهغه د برياليتوب راز په څه کې و؟ که ستاسې ځواب دا وي، چې هغه پرله پسې خپلې هلې ځلې کولې؛ خو زه تاسې ته د ځينو داسې خلکو نومونه اخلم، چې تر ده يې ډېرې منډې ترړې وهلي؛ مګر بيا يې هم برياليتوب نه دى په برخه شوى!
د مسټر سامن دبري يو راز په ژوند کې خپلې موخې ته رسېدل وو، دغه سړي له کوچنيوالي په خپل ذهن کې يو بريد ټاکلى و، چې دى بايد يو غټ سړى شي، هغه خپلې موخې ته د رسېدو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې او څه يې، چې غوښتل هغه يې په خپلو سترګو وليدل.
په ژوند کې برياليتوب ته د رسېدو لپاره ديوه بريد او هدف ټاکل اړين دي، کله چې تاسې په ژوند کې هدف ته د رسېدو لپاره هڅې پيل کړې، نو په لاره کې پراته خنډونه پخپله له منځه ځي.

د ژوند هدف بايد څه وي؟
د خپلې موخې ټاکلو لپاره لاندې خبرې په ذهن کې ساتل اړين دي.
١ : ايا تاسې ددې موخې لپاره يو ښه فکر کړى؟
٢: تاسې چې کوم هدف ټاکلى له دې لارې خپلې ټولې هيلې پوره کولای شئ او يا يې د پوره کولو توان لرئ؟
د لومړۍ خبرې په اړه دا وګورئ، چې ايا دغه خبره ستاسې له مزاج سره برابره ده که نه؟ دا خبره زه په يوه بېلګه کې څرګندوم، ښايي چې ستاسې ذهن به له ښکلو هنرونو سره اشنا وي؛ خو له انجنيرۍ سره به بېخي نا بلده ياست او رښتيا ده، چې په دې فن کې بريا ته هم نه شئ رسېدلاى، ددې برخلاف بيا د انجنيرۍ مينه وال سړى هېڅکله هم ښه شاعر او يا انځورګر نه شي جوړېداى؛ نو څرګنده شوه، چې هدف تل د مزاج له مخې ټاکل کېږي،که تاسې په ژوند کې ځانته کوم هدف ټاکۍ؛ نو دا خبره له پامه مه غورځوئ، چې ستاسې هدف بايد جوړوونکى وي، نه ورانوونکى! د ورانوونکي هدف ټاکل پر خپل هېواد او قوم سربېره هدف ټاکوونکي سړي ته هم کومه ګټه نه شي رسولای؛ بلکې له درانه زيان سره مخ کېږي.
موږ ا وتاسې دا خبره مشاهد ه کولای شو، چې داسې زرګونه خلک شته، چې په ژوند کې د ځان لپاره ډېرې بې ګټې موخې ټاکي، دلته يې بېلګه دا راوړم، چې ځينې ښځې د ځان ښودنې لپاره يوازې قيمتي کالي او ګاڼې غوره کوي، په دې هدف سره دوى ته دا تاوان رسېږي، چې په دې کار سره به تل خلکو ته دروغجنې ښکاري.
دا به خداى ته معلومه وي، چې تاسې د ځان په اړه څه فکر کوئ؛ خو دا هم نه ده څرګنده چې خلک درپسې پسې شا دروغ وايي او په تاسې د احمق ګومان کوي، يو څوک چې د ځان لپاره کوم هدف ټاکي، هغه په زړه کې څه ځانګړې هيلې هم لري، چې دهغې د پوره کولو ځواک هرو مرو په ځان کې ويني، لکه څنګه چې د يوه سياستوال لپاره اړينه ده، چې هغه دې پراخه حوصله ولري او د هرې پرېکړې د غور او فکر لپاره دې سړه سينه ولري، همدارنګه د يوه وينا کوونکي لپاره هم دا ډول ښېګڼو ته اړتيا ده، هغه څوک چې غواړي سياستوال شي؛ نو د پورته خبرو په پام کې نيول يو مهم شرط دى،که يو تن غواړي چې ډاکټر شي؛ نو دده لپاره مسلکي زده کړې په کار دي او که يو سړى غواړي، چې ليکوال شي؛ نو د هغه لپاره مطالعه اړينه ده.
پر برياليتوب باور:
کله چې تاسې په ژوند کې د ځان لپاره کوم هدف ټاکۍ؛ نو د خپل هدف پوره کولو لپاره مټې راونغاړئ او په خپل ذهن کې د بري روحيه پياوړې کړئ، که ته د هدف تر لاسه کولو په پيل کې په برياليتوب باوري شوې؛ نو پوه شه چې خپل نيمايي برياليتوب دې تر لاسه کړ او يا داسې وګڼه چې نيم جنګ دی ګټلى، په داسې وخت کې د بري لاسته راوړل ستاسې د راتلونکي لپاره ډېره ګټه لري.

په ژوند کې د هدف ټاکلو بڼه بايد څه ډول وي؟
په ژوند کې د هدف ټاکلو لپاره يوه تر ټولو ساده او اسانه طريقه داده، چې قلم او کتابچه راواخلئ او په ډېر ارام ځاى کې کېنئ او په دې فکر وکړئ، چې په ژوند کې څه کول غواړئ؟ د نوم او شهرت لاسته راوړل د انسان کمزوري ده او دا حتمي ده چې د راتلونکي لپاره د چمتوالي پر وخت دا خبره د سړي فکر ته راځي. کله چې تاسې د يوه کار په کولو پيل کوئ؛ نو خيال ته به مو خامخا ډېر هدفونه راشي؛ خو دا حتمي خبره ده، چې د ټولو هدفونو لاسته راوړل ګران کار دى او د خپل بري لپاره يوازې يوه ټاکل شوي هدف ته رسېدل اړين دي. تاسې چې په ذهن کې کومې موخې لرئ، په خپله کتابچه کې يې په ترتيب سره وليکئ!کله مو چې دا فهرست برابر کړ؛ نو يوه شېبه ارام وکړئ!کله مو چې ماغزه ارام شول؛ نو بيا په دغه ليست باندې فکر وکړئ!په دې کې به تاسې ته نور نوي هدفونه پيدا شي، هغه پخپل قلم په نښه کړئ! له دې سره ستاسې په ليکل شوي ليست د بيا بيا فکر کولو له امله ټولې نيمګړتياوې له منځه ځي او په پاى کې يو يا دوه هدفونه پاتې کېږي، که دوه هدفونه پاتې شول؛ نو يو به يې ډېر مهم او بل به ډېر مهم نه وي، مهم يې په خپل ليست کې پرېږدئ او دويم ترې وباسئ! اوس نو ستاسې په ليست کې يوازې يو هدف پاتې شو او دا هغه هدف دى چې تاسې يې د خپل ژوند لپاره غوره کولای شئ. اوس ددې هدف ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې وکړئ او کومې هڅې چې دخپل هدف د ترسراوي لپاره کوئ داسې مه انګېرئ، چې د برياليتوب لار به پيدا نه کړئ.
تاسې ددې موخې لپاره خپل ځانونه وبايلئ، د خپلې موخې لاسته راوړلو لپاره هڅې او لګښونه وکړئ،که چېرې مو داسې وکړل؛ نو بې له شکه چې تاسې به د برياليتوب لار ومومئ.
خپل کار سره د زړه له تله مينه ولرئ!
که تاسې له کوم کار سره مينه ونه لرئ؛ نو غوره داده چې ويې دروئ، ځکه چې له کوم کار سره مو مينه نه وي، له هغه نه کومه ګټوره پايله نه شئ تر لاسه کولای، په کوم کار کې چې ذوق شامل وي، ترسره کوونکى يې هم خوشاله وي او خپل کار په ښه توګه مخته وړي، که څوک پام وکړي د دولتي او نادولتي ادارو کارکوونکي خپل کارونه د بېګار غوندې ترسره کوي، دوى ته چې څومره معاش ورکول کېږي، غواړي همدومره کار وکړي، دا ډول خلکو ته دکار غله او حرام خواره ويل کېږي او په دوى کې دا بد عادت هم پيدا کېږي، چې د نن کار سبا ته پرېږدي، داسې وخت راځي، چې دوى د خپل دفتر د سامان په پلورلو هم ايله نه کوي، په خپلو دې خويونو سره ټولې ادارې ته زيان رسوي. په کوم ځاى کې چې پرمختګ ته اړتيا وي، د دوى په شتوالي کې اداره شاتګ کوي، هر چاته په کار ده، چې په ډېرې لېوالتيا سره خپل کارونه ترسره کړي.
يوه ورځ په نيويارک کې د اورګاډو ادارې له مشر فريډرک ويلمس نه په يوه راډيو کې پوښتنه وشوه، چې ستا په نظر په کاروبار کې د برياليتوب لپاره کوم شيان اړين دي؟ هغه دا پوښتنه ډېره لنډه ځواب کړه او ويې ويل: ((لېوالتيا او جذبه )) هغه دا هم وويل چې په دې خبره کې يو راز پروت دى او په دې راز ډېر کم خلک پوهېږي او څوک چې پرې پوهېږي هغوى پرې عمل نه کوي، تجربو ښوولې چې په يوه سيالۍ کې برياليتوب د هغه چا په برخه وي، څوک چې له خپل کار او مسلک سره لېوالتيا لري، دا خبره يوه نوموتي پوه، شاعر اوليکوال مسټر ايمرسن داسې روښانه کړې: (( هېڅ يو ستر کار له شوق پرته پاى ته نه شي رسېدلاى. )) کله چې موږ د برياليو خلکو له ژوند او حالاتو خبرېږو؛ نو څرګنده به شي، چې په برياليتوب کې يې د لېوالتيا پله درنه ده، داسې هېڅکله هم نه کېږي، چې د چا دې انځورونه نه خوښېږي؛ خو هغه دې يو ښه انځورګر جوړ شي،د چا چې له شاعرۍ سره مينه نه وي، نو هغه کله يو مشهور شاعر کېدلای شي؟
د امريکا يوه اوسېدونکي والټر چيزلر د موټرو جوړولو کمال زده کړى و، چې هغه په دې ډګر کې ډېر پرمختګ وکړ او په امريکا کې د اهن روبا په نامه ونومول شو، د نوموړي په وينا چې زما کارکوونکي په ډېرې لېوالتيا سره خپل کارونه مخته وړي، چې د همدوى منډو ترړو زما پر کاروبار ښه اغېز کړى او دپر مختګ په حال کې يو.
همدارنګه د يوه سوداګر روډ ويليم وينا ده، چې هرڅوک يو کار په لېوالتيا او جذبه تر سره کوي، هغه چې بل هر يو کار ته لاس اچوي په هغه به برلاسى کېږي او برى يې په برخه وي.
سرور کرايډورډ ايپل ټن د نوبل جايزې ګټونکي د ټايمز اوونېزې سره په يوه مرکه ويلي ول، چې زه دساينس په څېړنيزو کارونوکې د برياليتوب لپاره تر مهارت لېوالتيا او جذبه اړينه ګڼم.

سرچينه: هڅوب مجله، درېيمه ګڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.