د ښوونځي جينکۍ

شاجان هاجره حرکت

198

نن مي له شرمه سترګي ټيټي شولې

د ګاونډي هېواد ښوونځي ته جينکۍ رواني

زموږ د کار ځاي په دفتر کي المانۍ همکارې

د تلويزيون پر پرده

يو خپريدونکي مستند فلم ته

په ډيره مينه کتل

او په موسکا سره يې

له ما تپوس وکړ

دا به هرو مرو وي ستا د هېواد

دا جينکۍ خو ټولي ستا په شان جامي لري

زما تالو کي ژبه وچه شوله

دا وي زموږ د ګاونډي هېواد د سکول جينکۍ

ما يې پوښتنې ته ځواب نه درلود

ځان مې پري کوڼ واچاوه

هغه زما سترګو ته زير وه

خو زه اوتره ومه

ما ویل له ځانه سره

زه به په کومه ژبه

د خپل هېواد مشرتابه

د جهالت افسانه

ورته بیان کړمه

چې موږ د تورو وروسته پاتي زلبلنو

ړندو کسانو په تياره منګول کي ښکيل يو

د علم سپيني روښناي ته

 د ورتلو لار نه لرو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.