ته چې بیا راځې

اومان نیازی

563
ته چې بیا راځې
ریدي به د شپیلۍ په غږ
سر ایښی وي
صحرا به د اناري رنګ موج وهلې وي
هوا به د اکاسي ونې د غوږوالۍ
وږمه پورې کړې وي
ته چې بیا راځې
د زیتونو ونې به
زرغونه شراره اغوستې وي
لونګ به ژوندي شوي وي
او په خرمایي سینځله کې به
سندربول مارغان
ودېږي
ته چې بیا راځې
توتکیو به دالان کې
ځاله جوړه وي له خټو
د باران څاڅکي به
عطرو کې لمبېږي
ګلابونه به لمبو غوندې بلېږي
یو سړی به خپله غېږ کې
نه ځاېږي
ته چې بیا راځې
موږ به څو بامه زعفران وي راټول کړي
تورې وڅکې شنه ممیز
سره اینځر به راځړېږي کتارونه
خوبانۍ به په میدان څومره پرتې وي
له غوزانو به وي ډک سره جوالونه
ته چې بیا راځې
له میوو به دې خواتوري سهیلۍ وي
سره انار به مات پراته مرۍ مرۍ وي
ته راځه لکه هوا دلته چلېږه
بې له تا هر ګړۍ لکه زندۍ وي
ته راځه چې موسمونه ټول مین وي
او ترې ډکه د ذوق تږې مشواڼۍ وي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.