ډنډپټان کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله

112
امید دیدار/ دویچه ویله

1 ساعتونه مخکې

د رپوټونو له مخې، له تېرو څلورو ورځو راهیسې په پکتیا کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ وقفه‌يي جګړې روانې دي، چې له امله یې ولسي وګړیو ته مرګ، ژوبله هم اوښتې ده.

د پکتیا ولایت په ډنډپټان او ځاځي اریوب ولسوالیو کې ولسي وګړي وايي، له تېرو څلورو ورځو راهیسې د طالبانو او پاکستان ځواکونو تر منځ په وقفه‌يي ډول جګړې روانې دي، چې له امله یې ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

ولسي وګړي وايي، جنګ لومړی په ځاځي اریوب او وروسته پټان ولسوالۍ کې پیل شو، خو د جګړې د پیلېدو اصلي علت لا هم معلوم نه دی.

د ډنډپټان یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل، تېره شپه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ شدیده جګړه شوې ده. دی وايي، د جګړې په جریان کې پاکستاني لوري د ډنډپټان کلي او کورونه په توپونو وویشتل، چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او همدومره ټپیان دي.

نوموړي وویل، ولسي وګړو د جګړې له امله خپل کورونه پریښي او خوندي سیمو ته په وتلو دي، ځکه په وینا یې، حالت جګړه‌ ايز دی او هره شېبه د جنګ پېښېدلو امکان شته دی.

د ډنډپټان دې اوسېدونکي وویل: «ډنډ پټان کې شدید جنګ شوی. څلور کسان یو ځای کې او یو بلې سیمې کې وژل شوي. زخمیان هم شته دي. طالبان له کرښې اوښتي وو، د هغوی پوستې یې ویجاړې کړې وې، بیا هغوی پر کورونو ډزې وکړې. خلک له سیمې په وتلو دي، ځکه پاکستان د خلکو کورونه ولي.»

ډڼډپټان ولسوالۍ کې د پاکستان پولي ته نیږدې ګمرک سیمې یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته د سیمې حالت جګړه‌ ایز وښود او زیاته یې کړه، چې خلک هڅه کوي، چې خوندي سیمو ته ووځي.

نوموړي وویل: «بیګا شپه شدید جنګ و. ګمرک ساحه کې ډېر مالي زیانونه اړولي. کګینې کې درې کسان شهیدان شوي، یو کس اندړو کې مړ و. فعلآ اوس څه نه شته، خو ټول خلک یو ځای بل ځای ته کډه شوي. ګنګوسې دي، چې بیګا ته بیا برید کېږي.»

د دغې سیمې یوه بل اوسېدونکي بیا وویل، چې په ډنډپټان کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې سربېره طالبانو او د پاکستان پوځ ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د شمېرو په اړه یې معلومات نه لري.

تورخم کې طالب سرتیري
تورخم کې طالب سرتیري انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

دویچه ویله هڅه وکړه، چې په پکتیا کې د طالبانو او پاکستاني نظامیانو تر منځ د روانو نښتو په اړه د طالبانو نظر واخلي، خو مکررو پوښتنو ته يې طالب ویاندویانو جواب نه دی ويلی.

د افغانستان ځايي رسنۍ طلوع‌نیوز بیا د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی دی چې د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې د پاکستاني نظامیانو په ډزو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او همدومره ټپیان دي. دغه راز، دې رسنۍ په یوه رپوټ کې د سرچینو په حواله د پنځو طالب جنګیالیو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.

له کلونو راهیسې د افغانستان او پاکستان د پولي په اوږدو کې کړکېچ روان دی، چې ډېر کله په جګړو او نښتو بدل شوی او دواړو لوریو ته پکې د مرګ ژوبلې اوښتو رپوټونه هم ورکول کېږي.

پاکستان ادعا کوي، چې هغه هېواد کې کېدونکي بریدونه د پاکستاني طالبانو غړي د افغانستان په خاوره کې پلانوي، هغه څه چې طالبان یې ردوي. څو میاشتې مخکې د پاکستان له لوري د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان د غړو خلاف د عملیاتو رپوټونه هم ورکړل شوي ول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.