جعلي/تقلبي پوهنتونونه څنګه وپیژنو؟

استاد سکندر ځدران

157

نن سبا بهر کې د تحصیل او زدکړې مینه وال ډیر دي، خو له هغه ځایه چې د بورسونو شمیر محدود او پروسه یې خورا رقابتي ده، نو لږو کسانو ته د بورس له لارې تحصیلي فرصتونه برابریږي. پدې لر کې ډیر داسې ځوانان شته چې د پوهنتونونو د داخلې/ادمیشن شرایط پوره کوي خو د پورتنیو لاملونو له امله د بورس له لارې زدکړې نشي پیلولی. ځینې داسې کسان بیا د شخصي لګښت له لارې خپلې زدکړې پیلوي او پوهنتونونه لټوي چې یوه ښه او بدیله لار ګنل کیږي ځکه د تحصیل په برخه کې پانګونه بی ګټې نه پاتې کیږي. مګر په ځینو حالاتو کې دا پروسه یو څه ریسک لري او د آنلاین درغلیو په جال کې د لویدلو احتمال له تصور څخه لیرې نه وي. وخت په وخت ځوانان د انټرنیټي درغلیو ښکار ګرځي چې ډیری مواردو کې یې پیسې یا مهم معلومات هکرانو لاس ته لویږي. موضوع پدې را په یاد شوه چې د دغه ډول درغلیو په لر کې تقلبي یا جعلي پوهنتونونه هم په مجازي ډول فعالیت لري چې د انټرنیټ له لارې ځوانانو ته د تحصیلي آسانتیاوو تبلیغات کوي. د دې لپاره چې د یوه پوهنتون او شتون په اړه يې معلومات ترلاسه کړو نو اړینه ده چې په هکله یې هراړخیزه څیړنه وکړو بیا د ادمیشن او نورو پروسو لپاره اقدام وشي. لاندې موارد د ممکنه جعلي پوهنتونونو په پیژندلو کې مرسته کولی شي:

1. جعلي پوهنتونونه یوازې د خپلې ویب پاڼې له لارې خلکو سره اړیکه نیسي او هیڅ ډول فزیکي پته/آدرس نلري. که څه هم په خپلو ویب سایټونو کې جغرافیایي موقعیت او آدرس لیکي، خو موخه یې د خلکو تیر ایستل وي. د Google Map پر مټ یې آدرس ولټوئ څو د فزیکي شتون په هکله یې کره معلومات ترلاسه شي.

2. د پوهنتونونو نړیوال رنکینګ (Ranking) باید وکتل شي. په نړئ کې تقریبا  ټول حقیقي پوهنتونونه په نړیوالو رنکینګونو کې شامل دي.

3. هغه کسان چي د جعلي پوهنتونونو له لارې د تحصیل مینه والو سره اړیکه نیسي، په ډیر لنډ وخت کې د داخلې/ادمیشن ورکولو ژمنه کوي او کاري پروسه یې په ډیرې چټکۍ پر مخ ځي. همداراز د غوښتونکي اسناد ډیر ژر مني او په ځینو حالاتو کې یې د اړینو اسنادو بیلګې هم ورسره شریکوي څو یې کار آسانه کړي. کله چې د دوی په وینا ټول اسناد آماده شول او د آفر ورکولو وخت ورسید، بیا د ادمیشن او فیس موضوع را پورته کیږي چې پدې ترتیب سره خلک تیر باسي.

4. که لږ په انټرنټ کې وپلټئ، هر هیواد کې د پوهنتونونو د اعتبار دهۍ (Accreditation) مرکزونه شتون لرې چې د خپلو حقیقي پوهنتونونو لیست کال په کال خپروي. خپل د خوښي پوهنتون نوم پکې ولټوئ څو مطمین شئ چې پوهنتون جعلي ندی.

5. په ټوله کې د حقیقي پوهنتونونو ویب پاڼې ځانګړي ډومینونه (domains) لري، د بیلګې په توګه: edu (https://www.purdue.edu) ، د هیوادونو په اساس: جرمني (de)، ایټالیا (it) او داسې نور.

6. لکه څنګه چې د جعلي پوهنتونونو موضوع نسبتا نوې ده، نو ویب پاڼې یې هم تازه وي. له بلې خوا یې د لیدونکو شمیر او “page rank” ټیټ وي. د یوه پوهنتون د ویب پاڼې جورښت او نورې انټرنیټي ځانګړنې په اړه لاندې لینک کې یې انټرنټي پته داخل او په هکله یې دقیق معلومات ترلاسه کړئ:
https://whois.domaintools.com/

7. د حقیقي او جعلي پوهنتونونو د Google Page Rank او cPR Score په هکله لاندې لینک ته مراجعه وکړئ:
https://checkpagerank.net/

8. د خپل خوښي پوهنتون په ویب پاڼه کې د پروفیسورانو نوم او څیړنې باید وکتل شي بیا یې په ګوګل سکالر یا ورته سایټونو کې چک کړئ څو یې د اصلیت او جزییاتو په هکله معلومات ترلاسه شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.