اوو ورځو کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۷۵۰۰ کډوال راستانه شوي

123

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۷۵۶۶ افغان کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال د غویي میاشتې له ۲۰مې تر ۲۶مې پورې له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه راستانه شوي دي.

دغه شمېرې له تېرو اوو ورځو راهیسې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه د خپرو شوو معلوماتو له مخې را اخیستل دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د یادو کډوالو له ډلې ۳۱۸۶ کسان او ۶۲۱ کورنۍ د تورخم او سپن‌بولدک له لارو له پاکستانه په جبري ډول راایستل شوې دي.

دغه راز، په یاده موده کې ۴۳۸۰ کسان د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې له ایرانه په خپله خوښه او جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې غویي میاشتې په ۲۰مه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د سرپناه کلستر د همغږۍ مشرې ایرین موتیوو د کډوالو وزارت د پلان او پالیسۍ د رییس مولوي محمودالحق سره په لیدنه کې ویلي و چې سږ کال یې په افغانستان کې کډوالو ته د سرپناه جوړولو لپاره درې میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.

د یادونې ده، د روانې غویي میاشتې له ۱۳مې تر ۱۹مې پورې هم له پاکستان او ایرانه ۱۰ زره او ۹۹۷ افغان کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي وو.

وصال تی وی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.