Browsing Tag

حیات ژوند

د چانواري كېدو وړانديز

نن مې اوه ویشتم مړی دی چې کوم يې. زه دوی ته ازادي وربښم، له تنگسو يې راباسم، له تنګلاسۍ يې ژغورم، په داسې کس يې اړوم، چې یوازې دی وي او ان كېداى شي دی هم نه وي. یو بې روح خو رښتینی بې ساه ترې جوړوم. پوهېږئ! زه خپل اصول لرم، په ورځ کې یو…

د شپږګوتي ژوندون

د سړي د هر ګام په اخیستلو سره به يې د پښو پر شاوخوا نرۍ دوړه جوړه شوه او د  پوندو په چاودو کې به يې خاوره ننوتله. ښه مخکې ولاړ، په ناهیلي انداز يې له ښۍ وږې شا ته وکتل، ګڼ خلک له غوا چاپېر وو، غوا پر ځمکه اوږده غځول شوې وه، چاړه  يې پر مرۍ…

له بې وړانګو دښتې او تورتم درې

زه اویا کلن بوډا یم، همدا اوس مې مخکې دوه کسان ولاړ دي، په بېلابېلو څېرو اوړي. اوږد غځېدلی یم او مړستون مې د یوې پراخې دښتې په شان راته ايسي. وروسته مې ځان ته پام شي، هډ مې کوچنی شوی. د غو دوو کسانو په وړاندې د یوه مېږتون په شان ښکارېږم او…

د یوه ګدا یادداښتونه (لنډه کیسه)

په ټوله لار نګوښېدم، په ډېرې خوارۍ مې یو څو پیسې سر په سر کړې وې. ډاکټر ته تللی وم. یوه موټر ته مې لاس ورکړ، ويې دراوه، موټروان سر تر پښو راته وکتل، ما لاس اوږود نيولی و، ورغوى مې خلاص و، ورو يې حركت وكړ او د موټر ټایرونه تاو شول. روغتون…

چې مرګ يې شي مېلمه/ حیات ژوند

سر يې پورته کړ او د دېوال پر ټټر ځوړند ساعت ته يې وکتل. وخت د شپې پوره دولس او اووه ویشت دقیقې وې. ساعت ته يې لاس وروغځاوه؛ خو ورونه رسېد: «قومندان صاحب! یو وړه څوکۍ راکړه، ساعت له دېواله راټيټوم.» پولیس په قهرجن غږ ورته وویل: «دا زندان…

له بې ساه سره خبرې(لنډه کیسه)

 حیات ژوند- ــ… نو دلته له څو کالو راهیسې ولاړ یې؟ ــ له کومې چې خلق شوی یم. ــ زړه به دې تنګ وي؟ ــ ښايي. موږ له دوه حالاتو نه بهر نه اوسو، که دواړه وازمایو، پر دواړو به ښه پوه شو. زه له کلونو راهیسې همدلته ولاړ یم، همدلته خلق شوی یم،…

تړلې دروازه (لنډه کیسه) / حیات ژوند

دومره مې په یاد دي، چې په وروستي ځل مې پښې وترپېدې. پښې مې سړې شوې وې او لاسونو مې هم د بدن د نورو غړیو د عضلو په څېر ترپکې وهلې. له هرې حجرې ساه وتله. د شا پر تخته مې تړمې وینې راروانې وې. دغو وینو خوند راکاوه، ځکه د تن د سړښت لامل مې په…