غزل

افسر ملاجان

126
ګومان مې نشي که بهر له دې مکانه لاړ شي
بیا هم وهم چغې که غږ مې تر اسمانه لاړ شي
داسې څوک نشته چې یتیم له په سر لاس راکاږي
داسې به څوک نه وي چې حج له بې تاوانه لاړ شي
پوې شه چې چا له زړه او ذهن نه کوز کړی یی ته
ماښام بې رنګه شي او خوند چې له بارانه لاړ شي
هغه بیا بیرته راوستل هډو امکان نه لري
سړی چې مات شي او خفه له خپله ځانه لاړ شي
برباد خو یم خو چې لږ نور شمه برباد ښه به وي
په تلو خو ځي خو ویم چې سمه پښېمانه لاړ شي
څنګ به ته خرڅ شی ستا قیمت ډېر دی له دوه یوسفو
څوک چې بازار ته ځي نو لږ غوندې ارزانه لاړ شي
ته د کجورو باغ په مینځ کې د انګورو ونه
تاسره څنګ سړی په لاره ملاجانه لاړ شي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.