توره ارواپوهنه

شرف الدین عظیمي

285

په اغلب ګمان موږ او تاسې ټول تر ډېره دې ته لېواله یوو،‌ چې پوه شو‌ لوی جابران، قاتلان، غلۀ،‌ ظالمان،‌ مجرمان یا په ټوله کې په غیر اخلاقي، تورو او ککړو‌ کړنو د اخته کسانو چې په وړه او لویه کچه په یادو کړنو لاس پورې کوي، څنګه انسانان دي؟ ولې داسې کوي؟ لامل یې‌ څه دی؟ موږ څنګه له یادو کسانو څخه ځان وژغورو؟ دا او دې ته ورته پوښتنې تر ډېره په ارواپوهنه پورې اړه لري ‌او د ارواپوهنې په علم کې هم د کلینیکي،‌ ټولنیزې،‌ سیاسي‌ او جنايي ‌ارواپوهنو پۀ چوکاټ کې را نغښتي. خو یوه خبره‌،‌ چې نن سبا خورا ډېره مشهوره او عامه شوې هغه توره ارواپوهنه ده، دا ارواپوهنه د ارواپوهنې هغې برخې ته اشاره کوي، کومه چې د انسان منفي، ویجاړونکې او کله نا کله شومې چارې شاربي. په دې برخه یا څانګه کې د ځانګړتیاوو، لېوالتیاوو او کړنو ارزونه او شننه شاملېږي، چې په ټوله کې نورو وګړو ته دوکه، زیان او شخصي موخو ته رسېدل پکې موخه وي. کېدای شي تاسې د دغه کتاب په لوستلو له ګڼو اصطلاحاتو سره مخ شئ، د بېلګې په ډول: منیپولیشن(لاسوهنه)، دوکه، غبن، چل، ځانځاني، نارسېزم، مکیاویلېزم او سادېزم. دا موارد ټول د تورې ارواپوهنې ادبیات دي‌،‌ چې په ټوله کې به یې کتاب کې ولولئ ځکه، چې مفصل بحثونه پرې شوي.

د ارواپوهنې دا څانګه یانې توره ارواپوهنه د هغو وګړو اروايي حالتونه څېړي،‌ چې  د نورو د کنټرول، په نورو د واک،‌ ظلم او نورو ته د زیان رسولو ذهني لېوالتیا لري او په دې برخه کې یې بېلابېل چلونه زده او د خپلو موخو لپاره یې وخت ناوخت کاروي.  توره ارواپوهنه موږ ته دا را زده کوي،‌ چې ځینې خلک کولای شي،‌ چې په ډېر شعوري ډول له ځینو اروايي کړنلارو څخه کار واخلي او له موږ څخه ډول ډول ناسمې ګټې پورته کړي په خوا کې توره ارواپوهنه دا هم څېړي،‌ چې دا چارې او تګلارې،‌ چې ځينې چالاکه خلک یې کاروي‌ په خلکو،‌ اړیکو او ټوله کې ټولنه څه بدې اغېزې شیندي.

دا چې د تورې ارواپوهنې محاوره یي اصطلاح څه ډول دود شوه خاص او څرګند علمي څه نشته؛ خو له تاریخي اړخه یې‌ له ځینو پېښو سره نښلولای شو. د بېلګې په ډول:‌ په تاریخ کې وخت ناوخت د خلکو له احساساتو ناوړه ګټنه،‌ د اروايي‌ ګډوډیو پېژندنه لکه سایکوپد،‌ ځان خوښي او د ټولنې ضد شخصیتونه،‌ د میکیاولیزم مکتب رامنځ ته کېدل، د اروايي‌ ګډوډیو په اړوند په نړۍ کې خورې څېړنې او داسې نورې پېښې تورې ارواپوهنې ته د مخینې پۀ توګه کارولای شو.

که څه هم داسې فکر کېږي، چې توره ارواپوهنه کې شته محتوا به د عامې ارواپوهنې موضوع وي؛ خو توره ارواپوهنه هم سم لکه د زېړې ارواپوهنې په څېر له معتبره علمي سرچینو څخه نه ده راوتلې او نشو کولای،‌ چې د یادې ارواپوهنې په اړوند داسې علمي مقالې او څېړنې پیدا کړو چې یاده ارواپوهنه تاید کړي‌. که یې په لیکوالانو پسې هم چچ او غلبېل راواخلو نو ژر به په دې پوه شو،‌ چې یاد کسان ځانګړې علمي‌ او معتبرې څېرې او ریزومې نه لري. یا په بله مانا یاده اصطلاح په ارواپوهنه کې کومه خاصه او رسمي، څانګه او برخه نه ده پېژندل شوې او په محاوره یي شکل د ارواپوهنې لۀ زاویې نه د وګړو غیر اخلاقي،‌ لوبوونکې او ناسمې کړنې بیانوي.

یو مورد،‌ چې باید احتیاط ورسره وکړو هغه دا ده، چې په توره ارواپوهنه کې داسې یو ذهنیت په نامستقیم ډول القا کېږي‌، چې نفوذ،‌ کنترول،‌ دوکې، لوبې او ناوړه استفاده د ارواپوهنې یوه چاره ده حال دا چې په علمي، بنسټیزو او ریښتینو بحثونو او ارواپوهنه کې دا قضاوت پوره ناسم دی. ارواپوهنې ټول عمر هڅه کړې، چې‌ په خپله ټوله اخلاقي‌ او تاریخي ژمنتیا دا مسایل  دود نه کړي، تل یې د مثبتو او روغو جوړجاړیو په علمي څېړنه کې هڅې کړې او همدا یې اصلي‌ دنده جوړېږي. خو دا هر څۀ، دا مانا هم نه ورکوي،‌ چې په دې اړوند دې کتابونه نه لیکل کېږي او ژباړې دې نه کېږي،‌ موږ په دې اړوند په پښتو ژبه خورا کار ته اړتیا لرو. زه او د کتاب ژباړن په یاد کتاب کې په ګڼو مواردو او اصطلاحاتو کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو او دا بېخې ثابته ده‌، چې پښتو په یاد ډګر کې ډېرو داسې اثارو ته اړتیا لري، چې‌ زه همدلته غواړم له ژباړن نه یوه ځانګړې مننه وکړم،‌ چې د ده ژباړه د دې لامل شوه‌،‌ چې موږ دومره خبرې سره شریکې، پيدا کړو او ستاسو حضور ته یې وړاندې کړو علمي تاریخ له ډېرو داسې ننګونو ډک دی.

په توره ارواپوهنه کې ګڼې لیکنې او کتابونه لیکل شوي، چې مطرح او مشهور هغه یې د ویلیم کوپر د تورې ارواپوهنې رازونه کتاب، د زاک آدامز د تورې ارواپوهنې کتاب، د دنیل جیمز د تورې ارواپوهنې کتاب او همدا د مایکل پيس توره ارواپوهنه کتاب چې تاسو یې لولئ دي. که څه هم د ځواک ۴۸ قانونه،‌ د بریا لپاره ۴۴ چټل چلونه هم د تورې ارواپوهنې اړوند کتابونه دي او د تورې ارواپوهنې محتوا وړاندی کوي‌؛ خو بیا یې هم نومونه توره ارواپوهنه نه دي.

توره ارواپوهنه ډېره په ټولنیزو او مینه ناکو اړیکو،‌ سوداګرۍ،‌ مارکیټینګ،‌‌ سیاست او جنګ کې کارول کېږي. زه فکر کوم، چې د یادو ټولو دې ته ورته لیکنو ژباړلو ته ډېره اړتیا ده او باید دا هڅه ستوری صاحب او نور پښتانه ژباړونکي‌ په راتلونکې کې په پام کې ونیسي. دلیل یې دا دی‌،‌ چې زموږ په ټولنه کې تر بلې هرې ‌ټولنې ډېرې داسې ظالمانه هڅې شوې‌ او زموږ له معصومو او بېوزلو ولسونو یې په بیا بیا ځلي قربانۍ اخیستې او لا یې اخلي.

دا و د تورې‌ ارواپوهنې په اړوند عمومي‌ بحث،‌ چې ما فکر کاوۀ اړین دی. اوس به راشو هغې تورې ارواپوهنې ته چې ستاسو په لاس کې ده او تاسې یې د لوستلو پرېکړه کړې. دا کتاب د امریکايي لیکوال  Michael Pace اثر دی،  د مایکل پیس د تورې ارواپوهنې کتاب، د تورې ارواپوهنې پر پېچلې نړۍ یوه ژوره هڅه ده.  په دې کتاب کې، مایکل پیس د تورې ارواپوهنې بېلابېل اړخونه بیانوي. هر څپرکی د تورې ارواپوهنې یو اړخ بیانوي او په داسې یوه تګلاره یې بیانوي، چې د عامو خلکو لپاره د پوهېدو وړ شي.  پيس خپل اندونه د روښانه او ژوندیو مثالونو او مطالعو په کارولو سره وړاندې کوي، تر څو د تورې ارواپوهنې محتوا د عامو وګړو د پوهېدو لپاره آسانه کړي. په کتاب کې د تورې ارواپوهنې چارې او کارونکي‌ رامخته کوي‌ او هغو اصولو،‌ تګلارو، مکرونو،‌ ټګیو او دوکو څخه پرده پورته کوي چې یاد وګړي یې کاروي، تر څو موږ ترې خبر کړي‌ او د یادو تورو خلکو له تورو کارونو نه پۀ امن شو. دا څرګنده ده،‌ چې موخه یې د وګړو ژغورل دي.

مایکل پيس په کتاب کې په ټولو هغه تخنیکونو خبرې کوي،‌ کوم چې دی یې ادعا کوي‌،‌ چې توره ارواپوهنه ده،‌ پيس کتاب په یوه ډېره جذابه سریزه پیلوي‌ او بیا پوښتنه کوي،‌ چې یو فوق العاده ځواک شته‌ بیا وايي‌ پوهېږئ هغه ځواک چېرته دی؟ بیا وایي دا ځواک هغو کسانو سره دی، چې په ارواپوهنه پوهېږي او د خلکو زړونو ته د لارې چل یې زده دی او دا خبره د اصلي‌ ارواپوهنې ماهیت تحریفوي‌،‌ ځکه د ارواپوهنې اصلي‌ موخه او مقصد د کړنو څېړل،‌ مرسته،‌ درملنه، ‌اعتماد،‌ وده، مثبت بدلون چې هغه هم له ټولو اخلاقي‌ اصولو او مسلکي ‌معیارونو سره په تعامل کې ترسره کوي. پيس د یاد کتاب په اتم څپرکي کې یوه مهم علمي‌ مبحث ته،‌ چې هماغه درې اړخیز مثلث دی اشاره کوي‌، چې کاملا علمي‌ او اکاډمیک بحث دی دا درې ګونی مثلث د درېیو شخصیتو کړنو ته اشاره ده چې لومړی نارسیست، دویم میکیاویست او درېیم د ټولنې ضد شخصیتونو دي‌،‌ چې پيس په ټوله ایمانداري را اخیستي‌ او مفصل یې څېړلي. په کتاب کې د ځینو اشخاصو ریښتینې‌ بېلګې هم وړاندې کوي. کتاب به یو څه ستاسو قضاوت ته هم پرېږدو او هیله کوم،‌ چې مکمل یې ولولئ‌ او په ورځني‌ ژوند کې مرسته درسره وکړي.

یوه خبره،‌ چې په سر کې مو باید سپينه کړې وای؛ خو اوس یې یادونه غواړم هغه د تورې ارواپوهنې د عنوان ژباړه ده،‌ کتاب په انګلیسي‌ ژبه په ډرک یا تیاره نوم یادېږي، په دري‌ هم تاریک، په عربي‌ هم الظلامي او په اردو هم ورته څه ژباړل شوی؛ خو هغه څه، چې زموږ په ټولنه کې یې موږ پېژنو د تور، تورن،‌ تورمخ،‌ تورمخی، تور کارونه، توره ورځ،‌ توره تیاره مفهومونه دي‌، چې موږ ډېر ورسره بلد او اشنا یوو، تر ډېره د تورې ارواپوهنې پورتنۍ محتوا هم لېږدوي؛ له ژباړونکي‌ سره په خوښه مو دا تیاره ارواپوهنه نه توره ارواپوهنه ورته غوره وبالۀ او که تیاره ارواپوهنه یې هم وبلو کومه ستونزه نه لري‌، هر څوک کولای شي‌ شخصي‌ مفهوم ترې واخلي‌ او خاصه ستونزه هم نه لري. ارواپوهنه همدا وايي،‌ چې یو نوم او معنا باید د ټولنې کلتور ته په کتو وټاکل شي نو موږ همدا مناسبه وبلله،‌ چې توره ارواپوهنه توره ارواپوهنه کړو.

وروستۍ خبره، چې غواړم وې کړم هغه دا ده،‌ چې  د دې کتاب لوستل ټولو هغو کسانو ته وړاندیزوم، چې د ارواپوهنې له علم سره لېوالتیا لري او غواړي د انساني اړیکو سمې لارې زده کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.