هانا آرنت

جلال جهاني

131

هانا آرنت بې تفاوتي، د شر عادي کول او توتالیتاریزم.

د هانا آرنت د ارزښت په باره کې دومره وايم چې لوستل یې زموږ له اوسنیو شرايطو سره بې ربطه نه دي. لوستل یې موږ ته له خپلو شرايط ښه درک، تحليل او غور را کولی شي. که وشو په راتلونکو ليکونو کې به په دې اړ ډیرې خبرې درته وکړم. له تاسو مې هيله دادچې دا ليک ولولئ او له نورو سره شریک ګړئ.

ولې موږ له انسان او ټولنې هیواد… سره بې تفاوته یوو؟
یا انسان ولې له بل انسان یا ټولنې سره بې تفاوته دی؟ څه شی ددې بې تفاوتي لامل ګرځي؟ که په انسان باندې یا په ټولنه هر څه کیږي او تېریږي موږ یې کیسه کې نه یوو، ددې وجه څه شی ده؟.
موږ یوازې تر ځان او له ځان چې را ووځو تر خپلې کورنئ محدود یوو یعنې د ځان په غم کې یوو او بیا د خپلې کورنئ په غم کې یوو له دې ور اخوا څه شی نه پېژنو، ددې وجه خوبه دا نه وي چې موږ ته ټولنې صرف کورنئ را پېژندلې، یعنې کورته وختي راشه، له کوره مه وځه، کور مه بدناموه، د کور لپاره کار وکه، خپل کور وساته… . یوازې د خپل کورنئ په غم او ښادئ کې شریک یوو او د کورنئ تر سطحې مهربان یوو. خو له دې پورته له بحران سره مخامخ یوو. د نورو انسانانو او ټولنې په کیسه کې هم نه یوو. غم یې چندان تاثیر نه راباندې کوي او ښادیو کې هم ځان بېل بولو. په دې اړه زه په تېرو لیکنو کې هم غږېدلی یم. دلته د هانا آرنت په افکارو کې دې پوښتنو ته ځوابونه پیدا کوم. هانا آرنت د ارسطو له دې قول سره موافقه و چې انسان یو سیاسي حیوان دی. د هانا ارنت په باور د انسان ژوند او هستي درې بُعد لري. په لومړي بعد کې د انسان ژوند یو زحمت کشه حیوان دی. هر څه چې په خپل شاه او خوا کې پیدا کوي مصرف کوي یې. د انسان د ژوند دوهم بعد کار دی. په دې بعد کې انسان په یو جوړونکي او تولیدونکي باندې بدلیږي، نور يواځې په مصرف باندې بسنه نه کوي بلکې په تولید او جوړولو باندې هم لاس پورې کوي. او د انسان د هستئ دریم بعد چې تر ټولو مهم او لوړ بعد دی هغه سیاسي تعامل(اکشن) دی. د هانا آرنت په قول د انسان هویت او معنا په دریم بعد پورې تړلې، که چیرې دا بعد نفې شي دا د ژوند نفې ده، ددې بعد نفې د بې هویتي، بې معنايي او د جهانیت د لاس ور کولو لامل ګرځي. ددې بعد نفې یا سیاسي تعامل نه لرل د بې معنایي او بې هويتي لامل او همدرنګه له انسان او جهان سره د پردیتوب لامل ګرځي. څوک چې د خپل ژوند دغه بعد نفې کوي هغه اقتصادي حیوان باندې بدلیږي، هغه ته نور سیاسي حیوان نشو ویلی. داسې وګړي یوازې تولید او مصرف کوي. د هانا ارنت له سیاست څخه هدف د یو ټولنیز ايډیال حالت منځته راوړل دي چې د ټولنې د وګړو ترمنځ تعامل او خبرواتر له لارې شونی (ممکنیږي) کیږي. سیاسي تعامل یعنې د ژوند لپاره معنا خلق کول. د هاناآرنت په قول د انسانانو اکثریت د ژوند دغه مهم بعد نفې کوي او یوازې د خپل ژوند او هستئ په دوو بعد کې ژوند کوي یعنې یوازې تولید او مصرف کوي. هانا آرنت دې قشر ته چې د خپل هستئ دریم بعد نفې کوي دې خړ قشر( ) وايي. دا قشر د سیاسي تعامل د نشت له وجې له سیاسي او ټولنیزې بې تفاوتي سره لاس او ګرېوان دی، دوئ یوازې تولید او مصرف کوي، له ټولنې سره بې تفاوته دي، لکه د یو ماشین یا رباټ غوندې رفتار کوي. د هاناآرنت په قول انسان په سیاسي تعامل باندې انسان دی. که انسان سیاسي تعامل ونه لري له نور حیوناتو او ماشینونو سره به یې څه توپیر پاتې نشي. که چیرې انسان سیاسي تعامل ونه لري هغه په رباټ باندې بدلیږي. که چیرې سیاسي تعامل نه وي، نو انسان توب یې تر سوال لاندې دی. د هانا آرنت په قول انسان توب یعنې سیاسي تعامل یا د خپلې هستئ دریم بعد کې ژوند.لنډه داچې د سیاسي تعامل نه لرل د هویت بحران زېږوي انسان توب مو تر سوال لاندې را ولي، زموږ او د ماشین ترمنځ توپیر ختموي. په خړ قشر کې هویت اقتصادي دی، یعنې یو بل په اقتصادي ابزارو پېژني. مثلاً که وپوښتل شي چې پلانی څوک ده؟ ځواب به در کړل شي چې پلانئ د پلانئ شرکت مالک ده، د پلانکي کور مالک ده…
په دې قشر کې هرڅه تر ځان محدود او فردي دي، عمومي ټولنیزه او سیاسي فضا پکې نشته. په دې قشر کې واقع کېدل له دنیا او انسان سره د پردیتوب او بېګانګئ لامل ګرځي. ددې قشر وګړي په ډیر اسانئ هر جنایت، خطا او شر عادي کوي. هاناآرنت اورشلیم ته دیوې خبریالې په حیث تللې وي تر څو د اېشمن په باره کې معلومات را ټول کړي، هانا په دې اړه یو کتاب ليکي چې نوم دی، اېشمن په اورشلېم کې.
اېشمن د نازي یو جګپوړی چاروکی و، وظیفه یې دا وي چې د بندیان حمل او نقل منظم کړي، څوک د دار خواته ولېږي او څو اجباري کار ځایونو او بندي خانو ته ولېږي. دی د مېز تر شاه ناست وي یوازې یو شمېر نومونه سره ترتیبه وي، څو اېخو لېږي څوک دې خوا. د جنګ له پای ته رسېدو وروسته اېشمن له جعلي هویت سره ارژنټین ته تښتئ چې وروسته د موساد له لوري پېژندل او نیول کیږي او بیا اورشلېم( اسرایلو) ته انتقالیږي. حکومت خلکو ته له ایشمن څخه یو شیطان او خبېث انسان تصور ور کړ وي. داسې ګمان کیږي چې د یهودانو د ژولو او حزف پروګرام د ایشمن له لوري جوړ شوی وي. د ایشمن محاکمه هم په همدې څیزونو را څرخي. خو کله چې خلک اېشمن په محکمه کې ویني، له عادي وګړي سره هېڅ توپیر نه لري او یو عادي انسان وي. هیڅ کومه خاصه ځانګړنه نه لري، عادي انسانانو ته ورته وي. ده د محکمې د تورونو په ځواب کې ووايي چې زه د نازیزم په غټه دستګاه کې يو عادي کار کوونکی وم، که چیرې ما دا کار نه وی کړی زما په ځای بل دا کار کاوو. یعنې زما پرته هم دا کار کېده. ایشمن به ويل چې ما خو څوک وژلي نه دي، ولې ما محکمه کوئ. زه بې ګناه یم. خلک دا تصور کاوو چې ایشمن یو رواني ناروغ دی خو هانا د هغه شخصیت تحلیلوي چې رښتیا هم لیونی یا ناروغ دی. هانا د محاکمې خلاف دا واضیح کوي چې ایشمن رواني ناروغ نه دی او نه هم کوم شيطان او خبېث انسان دی. اونه هم د یهودان سره کوم شخصي او ايډیالوژیک مشکل لري. د هانا هدف دا نه وي چې ایشمن د یهودو په وژلو کې لاس نه درلود او بې ګناه دی. د هاناارنت په باور ایشمن خپل انسانیت نفې کاوو. اصلاً ایشمن په دې تلاش کې نه و چې خپل حزب ته دې خدمت وکړي او نه هم کوم ايډیالوژیک سړی و، یوازې د خپل شخصي پرمختګ د رتبې او منصب د لوړېدو په تلاش کې وو. اصلاً ده د خپلو کړنو په باره کې فکر نه کاوو د شر او خیر د ښه او بد په فکر کې نه و یوازې په دې هڅه کې و چې خپل منصب لوړ کړي او پرمختګ وکړي. دې حالت ته هانا آرنت د شر عادي کول یا د شر ابتذال وايي، په داسې حالت کې شر داسې عادي کېږي لکه ډوډئ خوړل. د ایشمن ژوند واضیح کوي چې څنګه یو انسان په دومره غټې بې تفاوتي کې ژوند کولی شي. داچې محاکمې له ایشمن څخه یو شطان او خبېث انسان جوړ کړی و، د هانا آرنت په قول ددې په خاطر و چې ایشمن په اسانئ سره محکوم کړي. هانا د محاکمې له دې کړنې سره مخالفه وه. ددې په قول په داسې کولو په حقیقت باندې پرده غوړول دي او دا د واقعیت پټول دي. د هانا آرنت په قول که چیرې له ایشمن څخه یو خبېث، شریر او شطان جوړو کړو دا په حقیقت کې خپل ځان غلتول دي، ددې لامل ګرځي چې موږ ووایو شر، ظلم او وحشت د یو څو شریره او شيطان صفته انسانانو کار دی. که چیرې دا شيطان صفته او شریره انسانان نه وئ او نه وي، شر هم نشته او نه پېښږي. خو هانا په دې باور نه ده چې شر او وحشت یوازې د یوڅو شریره انسانانو کار او صفت دی. د هاناآرنت د مخالفت بل ټکی د ایشمن شيطان او شریره نومول او ښکاره کول دي. دا وايي که سبا مو د نازي یو بل کارکونکی ونیولو او بل سبا مو بل… نو موږ به هر ځل ددوئ د محکومولو لپاره همدا د شیطان لوبه کوو؟ چې دا هم شيطان دی، داهم شیطان دی، دا کار به تر څه وخت کوو. هاناآرنت وايي چې تاسو د شيطان ماهیت تر سوال لاندې را ولئ، تاسو وايئ چې شیطان صفته انسان کم دي، او یو نیم په دې صفت سمبال وي. خو تاسې بیا چې هر څوک نیسئ همدا نوم پرې ږدئ.
ایمشن به ویل چې زه خو یو عادي کارمند یم، هانا په دې هڅه کو چې پیدا کړي څنګه یو انسان د ښه او بدو د شر توپیر او تشخیص له لاسه ور کوي. ایشمن د جرم او ګناه احساس نه کاوو سره له دې چې د خلکو په وژلو کې لاس درلود. څنګه یو عادي وګړی په داسې یوه فاجعه کې ګډون کوي او بیا د ګناه او جرم احساس هم نه کوي. ایشمن لیونی نه و نه یې عقل له لاسه ور کړی وو یو شیطان هم نه وو. او موږ باید له دې څخه یو روان پوهنیز تحلیل ونه کړو، بلکې موږ ته سیاسي تحلیل په کار دی. او دا ښکاره کول په کار دي چې څنګه یو غټ جمعیت په داسې یو فاجعه کې ګډون کوي.
هاناآرنت دوه ډوله شرونو یا جنایت ته په توپیر قایلیږي. یو سنتي شر او بل هم په توتالیتري رژیمونو کې شر. د هاناآرنت په باور په سنتي شر کې موږ په راس کې یو مستبد شخص لرو چې ددې شخص ځانګړنه په قدرت، شهرت …او ځمکو نه مړېدل دي. په سنتي شر کې شخص په خپله شر کې مداخله کوي یا په هر جنایت او شر کې دخيل وي. خو په توتاليتري شر کې موږ یو شخص نه لرو، چې مستقیم دې په جنایت کې دخيل وي. کوم شخص چې په راس کې دی راځي او داسې یوه قوي دستګاه جوړه وي لکه کارخانه، په کار خانه کې هر څیز خپل کار کوي او یو ځانګړې برخه په مخ وړي. که چیرې کوم څیز کار نه شي کولی هغه نور له کارخانې بهر کیږي. یوازې هغه څه ګټور دی چې کار کوي او کار تر اخیستل کیدی شي. توتالیتري نظام داسې وګړي تولیدوي چې هيڅ نوع ځانګړی، تعقل، فکر، تدبیر، قضاوت وغیره نه لري(کولی یې هم نشي که وکړي نور بهر غورځول کیږي).
توتالیتریزم په هغو ټولنو کې پایږي او په پښو دریږي چې د هغې ټولنې احساس نفې شوی وي. خلک یې بې ریښې شوي او سرګردان وي. وګړي یې بې درونه شوي یا بې وجدانه شوي وي، د توتالیتري رژیمونو د بریا ټکی هم همدا د وګړو بې وجدانه کېدل یا بې درونه کېدل دي. توتالیتاریزم عادي دنیا ته د شاه کولو پیداوار دی.
تر ټول بارزه نښه یې اجباري ګړنې او له مرګ او وحشت څخه ډکې کرارګاوې دي.
دا رژیمونه له انسانانو د هغوئ نړئ لید، انسانیت او کثرت اخلي، او په یو واحد باندې بدلوي. یعنې انسانان یو ډول، یو رقم او یو شکل کوي. د توتالیتاریزم هڅه دا وي چې جهانیت، کثرت متفاوت والي ، عمومې او سیاسي فضا مو له منځه یوسي او په يو واحد مو بدل کړي. هانا آرنت له مدرنیټې هم همدا تعبیر لري یعنې د جهانیت، کثرت او نړئ لید له لاسه ور کول. هانا په دې باور و چې موږ انسانان یوو، نه انسان. دا په حقیقت کې په فلسفې او هایدګر باندې د هانا غټ نقد دی. هایدګر د انسان د جوهر د کشف په هڅه کې و. خو هانا نقد پرې کوي دا دنیا د انسان نه بلکې د انسانانو دنیا ده.
د هاناآرنت په قول یواځینی شی چې موږ ژغورلی شي هغه کثرت، متفاوت والی او تنوع ده او د همدې څیزونو ساتل دي. توتالیتاریزم د یو نوي انسان په تولید باندې ولاړ دی، دا انسان يو وحشي انسان دی، له نورو انسانانو سره توپیر لري. ددې رژیم انسانان هغه انسانان دي چې په وحشي حیوناتو باندې بدل شوي.
توتالیتاریزم یوه توده يي (عامي) ټولنه خلق کوي ددې نظام ټوله هڅه دا وي چې یو توديي( عامي) ټولنه خلق شي. توده یي مفهوم یعنې منزوي انسانان، په تنهاي او انزاو کې ګرفتاره انسانان. توتالیتاري رژیم دوه ځانګړنې لري یوه تنهايي ده او بل هم انزاو. څه شی چې توتالیتري رژیمونه جوړه وي هغه تنهايي ده. تنهايي یعنې نړئ لید له لاسه ور کول، له نورو سره ارتباط نفې کېدل، عمومي فضا ته نه داخلیدل، سیاسي تعامل نه کول، له نورو سره مشترک عقلانیت نه لرل. دا وګړي داسې انسانان دي چې یو مجهوله جهان لري او دا جهان هم همدې رژیم ور جوړ کړی وي او دا انسانان همدا مجهوله دنیا د واقعي دنیاپه ځای غوره کوي. په دې مجهوله دنیا کې تر هغه حده په مخ ځي چې توتالیتري رژیم ددوئپه لیدو دا فکر کوي چې موږ په حق یوو او واقعیت زموږ دی، څه چې کوو حق دي.
هانا آرنت د استبدادي رژیم او توتالیتاري رژیم ترمنځ توپیر کوي او وايي چې استبداد د انسان د ژوند شرايط سختوي خو توتالیتاریزم بیا لکه توفان ژوند نابودوي، جهان نابودوي له موږ څخه زموږ دنیا اخلي. چې دا د ژوند له سختو شرایطو یو لوړ څه دي. په استبدادي رژیم کې دولت د تاوتریخوالي یو دستګاه لري، پولیس لري، ټوپک لري… چې هڅه یې سرکوب وي. یعنې په بیروني څیزونو باندې په انسان باندې تسلط او قدرت کوي. خو په توتالیتاریزم کې په انسان باندې د قدرت او تسلط کولو عناصر د انسان له درون څخه کشف کیږي. توتالیتاریزم لکه دموکراسي په رضایت باندې ولاړ دی خو دا رضایت د عقل له لاس ور کولو باندې ولاړ دی. توتالیتاریزم د انسان دری بعد نابودي. په دې رژیم کې فرهنګ نابودیږي، وګړي بې هویته کیږي، ساختار او طبقه نابوديږي. په دې رژیم کې وګړي مشترک اهداف نه لري. تر ټولو مهم څه چې دا رژیمونه یې نابودي هغه د سیاست له منځه وړل دي، د عمومي او سیاسي فضا له منځه وړل دي. د سیاست نابودول دي… سیاست د حکومت او د ټولنې د ادارې په نوم نه. سیاست د ټولنیزو مسایلو لکه آزادي، حقوق، اخلاق و غيره په باره کې تعامل او خبرې. توتالیتري رژیم همدا شیان نابودي، یعنې نور څوک د حقوقو په باره کې نخ غږيږي څوک د حق په باره کې نه غږيږي څوک د آزادي په باره کې نه غږيږي او نه غږیدی شي، چې همدا ټکی د بې تفاوتي لامل ګرځي…
دوام لري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.