لنډۍ، د ثبتولو ستونزه -۲۸۲مه برخه

آصف بهاند

129

د دله گانو په اختیار یم

کیسې یې اورم سترگې ښکته گرځومه

 

کراره شپه ده مسافر يم

ته را يادېـږی څنگه سترگې پټې کړمه

 

څوک په وطن پسي ړانده شول

څوک په وطن کې د وطن غيبت کوينه

 

د دې برخې له پاره دا نوې لنډې راټولې شوې دي:

 

ته لږ بهر ورته راووځه

سپوږمۍ د ځان صفت کوي چې ښکلې يمه

 

د بادشاهي لايقه ياره

ستا پر تندي گردونه زړه سوری کوينه

 

څوک په وطن پسي ړانده شول

څوک په وطن کې د وطن غيبت کوينه

 

لالا یې توروخاور وخوړ

خور یې جامې اوتو کوي چې رابه‌شینه

 

د دله گانو په اختیار یم

کیسې یې اورم سترگې ښکته گرځومه

 

پردي کورونه دوزخونه

مجبوره نجونې په‌کې عمر تېروینه

 

ستا په کتو خاورې زر کېـږي

ما ته دې نه راکتل، خاورې ایرې شومه

 

زما ویده ویده ولسه

چې را وېښېږې زه به تورې خاورې یمه

 

و دې لیدل چې ټس مې درکړ

ته مې مین کړې، زه کراره کښیناستمه

 

وطن نړيـږي زه يې گورم

وس مې د خداى په چارو نه‌رسي مينه

 

بايللی يار دې راپه ياد که

باجه دې ماته شه ژړا درونيومه

 

نور می له وسه پوره نده
له ډکو سترگو به دې سترگي واړومه

 

عمر مې تېر شو، غم مې ډېرشو
نه مې یار هېر شو نه یې روغ له رنځه شومه

 

سکروټې بلې پاتې مورې

لکه چې شپون جانان مې کډې کړي دینه

 

پر باجه پروت لالي ته وایه
گوتې دې ځار شم، د زړه زنگ لرې کوینه

 

کراره شپه ده مسافر يم

ته را يادېـږی څنگه سترگې پټې کړمه

 

شینکی پرتوگ به بیا ونکړم

یو کال مې کړی و غبرگونې لنگه شومه

 

مڼو گلان وکړل را دورمه

د بېنوا باغ ته ځوانان راغلي دینه

 

کلي ته مه‌ځه په ښار راشه

په شنو ټانټو مې سترگې لگي، زړه مې چوینه

 

ستا د ديدن په تمه زوړ شوم

د بېلتانه امسا په لاس کې گرځومه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.