ستر اسلامي عالم، دعوتگر مجاھد او سیاسي مبارز عبد المجید بن عزیز الزنداني پرون د اپریل ۲۲/ ۲۰۲۴ م کال د ترکیې په استانبول کې په حق ورسید. انا لله و انا الیه راجعون.
وفات یې که له یوې خوا غمجن کړم نو له بلې خوا یې یوہ ډیرہ پخوانۍ خاطرہ ھم را په زړہ کړہ:
غالبا ۱۹۸۸ م کال و. ما د اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوھنتون کې سبق وایه.
ښاغلی عبد الله برھاني چې اوسمھال په امریکا کې ژوند کوي،ھم د یاد پوھنتون محصل او په لیلیه کې زما د کوټې ملگری و. ھغه د مرحوم پیر سید احمد گیلاني د ملي محاذ تنظیم د عربي مجلې ھمکار ھم و.
یوہ ورځ یې راته کړل: د اسلامي نړۍ ستر عالم زنداني صیب اسلام آباد ته په کوم کنفرانس کې د گډون لپارہ راغلی او د اسلام آباد د میلوډي په سیمه کې په اسلام آباد ھوټل کې پاته کیږي، ښه به وي که ور شو او ھیله ترې وکړو چې زموږ د مجلې لپارہ زموږ سرہ مرکه وکړي.
موږ دواړہ مازیگر ناوخته ھوټل ته ورغلو. د ھوټل په استقبالیه کې مو پوښتنه کوله چې ھغه مرحوم د دوہ نورو عربانو سرہ د ھوټل د استقبالیې مخې ته په ناببرہ توگه د لفټ څخه را بھر شو. موږ وړاندې ورغلو، روغبړ مو ورسرہ وکړ او ورته مو وویل، که وخت لري، غواړو خبرې ورسرہ وکړو؟
ھغه وویل: سمه دہ خو اوس د ماښام د لمانځه وخت دی، لمونځ به وکړو او بیا به زما خونې ته پورته شو.
لمونځ مو د ھوټل په واړہ جومات کې د ھغه په امامت کې اداء کړ او بیا اطاق ته لاړو.
برھاني صیب ورته خپله مدعا را برسیرہ کړہ.
ھغه پوښتنه وکړہ: دا مجله د چا دہ؟
برھاني: د گیلاني صیب د ملي محاذ.
زنداني مرحوم یو څه سوچ کې پریوت، بیا یې موږ ته کړل: آیا دا ھماغه گیلاني دی چې ږیرہ لنډوي، بدعتونه کوي او لور یې په لندن کې لوڅ سر گرځي؟!
موږ ورته وویل: پیر صیب ږیرہ لنډوي خو د لور په اړہ یې مالومات نه لرو.
ھغه وویل: زہ د داسې خلکو له مجلو سرہ مرکې نه کوم چې پر بدعتونو اخته وي او لوڼې یې په اروپا کې بې حجابه گرځي!
موږ ترې ناھیلي او ضمناً یو څه خجالت را رخصت شو.
دوستانو!
عبد المجید زنداني رحمه الله د یمن د صنعاء د زندان په سیمه کې په کال ۱۹۴۲ م کې زیږیدلی و. مرحوم د نړیوال شھرت څښتن اسلامي عالم و. د قرانکریم پر علمي اعجاز یې څیړنې ډیرې د قدر وړ دي.
د شورویانو سرہ د جھاد پر مھال افغان مجاھدین و نه توانیدل چې پخپلو کې سرہ متحد شي او د مشترک دښمن په مقابل کې د یوہ قوي، منسجم او مؤثر سنگر څخه مبارزہ وکړي.
د مجاھدینو ځینو تنظیمونو د لا زیاتو مرستو تر لاسه کولو لپارہ تر نورو ھغو ځانونه ښه مسلمانان، نړیوال اخوانیزم یا وھابیزم او یا ھم دواړو ته ژمن بلل. ځینو خو بیا ان خپل نومونه ھم ور بدل کړل.
د مجاھدینو تر منځ د اختلاف او ان د ځینو خپلمنځي جگړو یو مھم لامل ھم د مرستو
ھمدا نا انډوله او غیر عادلانه ویش و.
دې تنظیمونو په مجاھدینو کې د ښه او بد مسلمان په تعریف د سادہ لوحو عربانو سرونه ھم ور ډک کړي و.
نو ځکه دا د مرحوم زنداني او عربي نړۍ د نورو علمای کرامو تقصیر نه و چې د مجاھدینو ځینې ډلې یې په بدعتونو تورنولې.
د مجاھدینو په دا راز بې اتفاقۍ کې د پاکستان د اسلامي جماعت ھم پورہ ونډہ وہ. ھغوی د نړیوال اخوانیزم څخه د افغان مھاجرینو او مجاھدینو په نوم ډیرې مرستې تر لاسه کولې او د دې لپارہ چې دا مرستې یواځې خپلو ھمفکرہ اخواني تنظیمونو ته ورسوي او خپل دا کار توجیه ھم کړي، نو یې په افغانانو کې د ښه او بد مسلمان، راسخ العقیدہ او بدعتي تعریفات رایج کړل!
د مرحوم زنداني اروا دې ښادہ او ځای جنت وي!
د اپریل ۲۳/ ۲۰۲۴ م
لندن
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.