ابدي تګ

سمسور ودان

189
دا زړه مې ولې نن درزا کمه کړه؟
څړیکې مې ولې بدن ولړزاوه؟
دردونه ولې بې اثره شول؟
اوښکې مې ولې راتم کیږي نه؟
دا شپه اوږده شوه که زما خوب تللی؟
دا شوګیرې ولې خپل خوند بایللی؟
له پرهرونو ولې اه نه کوم؟
د شهید شوي یار احوال چیرې؟
بادونه ولې څه وږمه نه راوړي؟
زما له ستوني ولې غږ نه خیژي؟
زما حسونه ولې کار نه کوي؟
د مین عکس مې له دیوال څه شوی؟
سترګې مې ولې پړق او برېښ نه کوي؟
ښکاري ما لوبه د ژوند وبایلله
زه هم نور خوا ته د جانان روان یم
چې خدای پامان به راته ووايي؟
که ښه راغلاست ته به مې راشي اشنا؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.