ننګیال، د ځان په لور سفر

وفا سمندر

114

یادونه:دا لیک مې لس‌کاله دمخه کړی. شک لرم، چې ما دې ننګیال (پېژندلای!) وي؛ ځکه چې ننګیال لا شته؛ خو موږ او تاسو ۲۶کاله کېږي، چې نه دی لیدلای؛ نو خدای پوهېږي، چې هغه څوک دې پاتې شوی وي، چې موږ یې معنا کوو!

«ښایي چې ژوند یو ګنهګار وي!»
«ژوند پوچ دی- ژوند رنځ دی! ژوند قاتل دی او ژوند له ژونده د غچ اخستنه ده.»
د مخلوقاتو د مینه ګر څښتن په نامه، چې ننګیال یې مېلیونونه کاله دمخه- لکه زه، ته، هغه- د خپل روح له غږ او رڼا وپنځاوه!
زما له دې سره کار نشته، چې ننګیال د کوم مکتب شاعر دی. په دې هم څه نه ور تکراروم، چې ننګیال د کلام جامونه په کومو شعري قالبونو کې نظم کړي. چا سره یې پرتله کوم هم نه، نه یې ملا ور تړم او نه په سر پګړۍ، یا د قیمتي مادې تاج په سر ور ږدم! زما لپاره ننګیال د هر چا خپل د اګاهۍ ننګیال یې دی.
له بلې خوا ماته انسان د «ځان» موندلو ډګر ښکاري؛ نو ځکه کوم ننګیال چې دلته یې له تاسو سره شریکوم، ښایي د ننګیال پېژندلو تر څنګ ما- او هریوه- ته د «ځان» پېژندلو یوه زمینه شي.
نو زما هڅه د خپل شخصي ننګیال لیدل او دغه تصویر- یا تصویرونه له تاسو سره شریکول دي؛ ځکه، چې ما ته لوستونکی د اثر دویم لیکوال دی او زه له تېرو دېرشو کلونو ننګیال لولم او لیکم.
ننګیال مې څرنګه ومونده؟
اجمل تورمان ددې لیکنې په لار روان کړم، ګل رحمان رحماني بیا په دې سفر راویښ کړم او ما ذهن کې ځان سره د ننګیال څو زاړه عکسونه لرل: «ډالۍ»، «هغه شېبې، هغه کلونه»، «سپېره ډاګونه او غوړېدلي بزلي»، «څاڅکي… څاڅکي» او بالاخره «سیوری» هم را په زړه ؤ. او دومره وزن لاندې دروني دنیا مې، یوه د ایرو په رنګ او جنس پنځېدلي؛ تر باده سپک انځور نیولې وه.
نن، ښایي څلورم- پنځم ځل وي، چې د ننګیال اقلیم ته ور لوېږم؛ اوبه کېږم، له دغه کنډولي اوبه څښم او ساه اخلم. خو اوس بې له «سیندونه هم مري» بله لاره نه وه.
دومره کلونه مې ټکی، ټکی کوښښ کړی ؤ، چې ننګیال پرته له دې مادي- ذهني وضعیته ازاد ووینم. ننګیال یو هغه دروني انځور راته برېښېده، چې په سپینه- توره رڼا کې، لکه کلیوال ماښام ولاړ وي، یا لکه سپین غر، یا لکه سپین قو، یا سپین آس داسې خوا ته ځلېږي او «دی» د سپینې ناتمامې پېغلې ټوټه ټوټه شېبې، د نشې په خوب کې څښي؛ خو خوب یې نه رښتیا کېږي.
ځکه هغه په نازکو غوښو او قد قد هډوکو کې نقش شوی ننګیال بنیادم او هم د کاغذي حروفو په پنجرو کې نښتي احساسات، عواطف، او نااشنا هیجانات، ټول «تېر»، «پخواني» او غیرحاضر برېښېدل؛ نو له ذهن او حافظې نه د داسې بېسوادۍ په ناڅاپه شېبو کې به، یوه سپینه رڼا او د هغه خاکستري سیوری را تر سترګو شو او په دې ما خپل زړه او دروني حواس نه را محاصره کول.

د ننګیال معما
ننګیال، ګام په ګام
د ذهني حافظې له مخې، ننګیال د فزیکي ژوند جامه، په ۱۳۳۵ لمریز کال واغوسته، خو موږ یې، د کرګرو او کارګرو په ګټه، د ۱۳۵۷ کال د سرې حادثې له نېټې را پدیخوا پېژنو. دلته ننګیال-موږ په شان، د انقلابي معلمانو تر شعارونو لاندې، د انقلابي مکتبیانو سره قطار ته ور ولوېد. او دا پېښې یې د کلمو غشي کړل. ډالۍ او سپېره ډاګونو کې غوړیدلي بزغلي، تر یوه حده دغه سره اور پخې کړې غلې دانې دي، چې موږ په کې د ننګیال د ارماني ځوانۍ مهالني انځورونه کتلای شو.
انقلاب ځان خوړونکی دوزخ
د خلکو تشو دسترخوانونو ته د مساوي ډوډۍ او نجونو او هلکانو ته د خپلې خوښۍ مساوي ښادۍ او داسې نورو اجتماعي ارمانونو، د لینین په فلسفه کې ولامبل او د ستالین له زړورتیا وو سره، د ټانک په اوږو مخ په ارګ را ووتل. خو د ساده بزګر په دې سخته «فرانسوي»2 سر نه خلاصېده او بیا هماغه ؤ، چې وژلو د ایډیالوجیک ذهن په ارایشګاه کې، اخلاقي، منطقي او تاریخي لباس واغوست.
«ګډ شول هر خواته په کروندو لوونه
موږه کوو د خپل سرو لوونه»3
خو ننګیال اخر زړه دی، خو پښتون ټبر کې چا د زړه پېغور منلی! زړه زموږ دودیز فکر شرم کې پټ کړی؛ خو بیا هم زړه د نالیکل شوي کتاب معلم او ملا دی:
«هېڅ نه پوهېږم،
چې سبا به مې د ماتو ارمانونو
مړاوې شوي بڼ کې
د شنو اغزیو باچاهي
پر کوم ګل اور بلوي؟»4
ننګیال یو غمجن سفر دی. هغه په شعر کې پوښلی د جګړې له ستوني تېرېږي. هغه هم کرګر دی، هم معلم، هم خپل شاعر، هم سرتیری، هم خپل کړی فکر، او هم خپل زوال یې!
کولای شو دا انځورونه د «لوونه» او «مات خوبونه» په تابلوګانو کې وګورو.
دلته د وینو چیغې ځېل شوي. دلته یو میېن زړه سوله سوله چیغې وهي.
«دا کلي مه ورانوئ،
ګورئ، چې هلته د شنو ولو د شنو سیورو لاندې
ګورئ د شنې ویالې تر څنګه د جلګو دپاسه
یو کوچنی پروت دی
یو کوچنی ویده دی…»5
ننګیال په ښایي په «خپل» او هم په «بل» نعرې وهي، چې «ماشې ته ګوته مه وروړه.» خو څوک د شاعر په سپېره خوله غوږ ګروي! ننګیال د جګړې ولاړې، او ماتې او کرل شوې غاړې ګوري او هډونه یې رېږدي، ځان په «ښیښه» تېرباسي.
«ما مې د مینې نوبالغه څړیکه ولیدله
چې مې د یاس او د وهمونو د تیارو شېبې یې
د خپلو سترګو د الماسو په تېغ څېرې کړلې.»6
ننګیال، د فکر مقدس میدان دی. خپل کړي فکر د بل فکر لیوان، دیوان او خدایان جګړې ته ور بللي. هغه د خپل فکر د یوه یوه شهید سرتیري، نعره له خولې باسي:
«تورې سیلۍ دي په جونګړو کې رڼا نه پرېږدي
دلته د وینو لیونی چېرته خندا نه پرېږدي…»7
او د شهادت کیسې همدا سًر، همدا تال غږوي. هغه افسوس کوي چې:
«…چا مې د زړه د وینو سین کې
وینې څښونکي کبان ونه لیدل…» 8
دلته هم مخالف سره جګړه قد اوچتوي، هم له جنګه کرکه، غاټول غاټول ولاړه ده. هم مینه، عواطف او موج موج احساسات، د میګسارۍ پر ډنډ ور اوړي او ډوبېږي. او هم راتلونکې هدېرې او د ویر وړاندوینه کوي.
«زه د مزل په هر یو ګام کې
د پرون شاهدان وینم
او د نن شهیدان
زه مې د غرونو او څېړیو
د ګونګۍ ژبې اورینو افسانو ته ناست یم
چې هره ورځ کې راته ښیي
په خوني ټکو د وینو
او اورونو تاریخ»9
د ننګیال شعرونه، د یوې کیسې بېلابېل فصلونه او مراحل دي. که «لوونه» دي، که «مات خوبونه» دي. یا «کوټنۍ» ده. هغه له ځانه تښتي:
«نور له خټینو دیوالونو
او بامونو ستړی شوی یمه
ماته له دې ځایه نه لېرې
په ځنګله کې
یوه د غوړګ کوټڼۍ جوړه کړئ.» 10

مینه، مستي، عواطف د نشې سریښ
ننګیال، شعر او ښیښه او د کلي د غرمې سیوری خپل «آب» او «هوا» ګڼي. دا ټول یې «درې نومونه» شعر کې پېلي دي:
«درې نومونه ښکلي
او له هرڅه نه سپېڅلي لرم:
شعر،
شراب،
او د شنو ولو د شنو څانګو غرمو سیوري.»
د ننګیال په خپل شعر شوي داستان باندې کې لومړی حمله وینو، بیا تور مخالف، بیا نتایجپاڼه او پای کې هم د نیکونو ملامتیا او تېښته.
هغه وایي، چې له پلاره ورته درې درانه مېراثونه پاتې دي:
«آس
او هوجره
او یوه سره په وینو وللې توره.» 11
ننګیال ستړی دی، نشه کې دمه نیسي او نشه یې د ژوند غږ او رڼا نور هم ور زهري کوي.
«ملا څه مې د ورځې په دې ډکو کاسو ولې
د حورو لیونیه ماښامونه خو مې خپل دي. 12
او دا واورئ: «څومره نیکمرغه یم ګناه کومه…»13
ننګیال پخپل قلم لیک کړي: «ټول عمر مې له دوو نومونو سره ژوند وکړ. ښیښه او شعر. سره مو وژړلې او پر ژوند مو ناړې توکړې.»
د ډوډۍ او د مستۍ ماڼو، لاس اچوي او غوښتنه کوي، چې:
«تندې اخستی یم
شراب قطره قطره خو راکړه
د مرغلینو ښیښو منځ کې
د خوږې ګناه کاله ته
اجازه خو راکړه.»

معلولیت
د تېرو نېږدې څلوېښتو کلونو یوه اخلاقي نښه، پر وګړي او ټولنه د معلولیت د جال را غوړېدل دي. معلولیت، مغضوبیت، او مظلومیت په انساني نښو نښانو بدل شوي. موږ د مجبورو وګړو، کډوالو نړیوال سازمان هېر کړی «پڼغاړی» یاستو. په دې اب و هوا کې ننګیال هم لاره کې ناست دی، که کوم ناجي را وغورځي او ده باندې غېږه شي او زړه ته یې د زمانې بت شي.
«موږه د مرګ او ژوندون پر تمځای ناست یو
ستا هر ګام ته مو له زړونو نه
د وینو مشالونه ایښي
موږ دې هر ګام او هر قدم
د خپلو اوښکو په دې ماتو، تکو سپینو مرغلرو مینځو
راته هادي شه ماڼو!
راته هادي شه ماڼو!»14

کلیوال نقاش
کلی د ننګیال شخصي کیهان دی او خپله هم یو سلامت کلی دی. کلی یې لرغونې ایتوپیا ده. کلی یې مینه او میېنه او میېن دی. خو د دوزخي ایدیالوجیو د سره غوبل د پاسه د تور دود په فضا کې شهید سپین ږیري پلار ته کریغې وهي، چې د کلي میندې:
«بې لاسو او پښو بچیان زېږوي.
ته راته ګورې؟
ته راته ګورې، چې مې ټول کلی چاړه چاړه دی؟
خلک په نوکونو او برچو باندې د یو بل سترګې باسي
او: آه، نازولې سپوږمۍ
آه، د رڼا مورې!»
ننګیال رڼا او ښکلا او ژوند پسې ملنګ شوی، هغه لګیا دی، چیغې وهي، چیغې په ترانو کې ننباسي، غواړي غږ یې تر خدایه پورې ورسېږي. اخر د جل موسم دی. د جل شپې دي:
«او د وریځو اوښې بیا شنډې دي
راته یو څاڅکی د باران خو شه!»
خو «باران پښتون شوی
د خپل کور پر بامو نه ورېږي
باران ورغلی په پردو ووري.»
یا دا چې:
«دلته غوټۍ له ډېرې تندې وسوې
دلته د باغ ډیوې سوې قتلې
د اغزو پر خونړیو لاسو
او دلته ځمکه شوه د سربو
او اورونو پر غرمو بدله.» 15

ماته، زوال او د مایوسۍ چیغې
ننګیال د ایډیالوجیو د اغزن فصل دپاسه، د زړه په پښو روان ؤ. د خپل همزولي ارماني نسل په څېر یې تجربه کړه، چې ډوډۍ دروغ شوه، د خلکو خوشحالي دروغ شوه او داسې ژر په ژر خلک مرور ؤ. ده ته هم پلرنۍ سرزوري ور له غاړې وه؛ نو مینې ته وخت نه پاتې کېده. او په دروني زخمونو سور سرتیری، بیا هم د ارماني بتانو، تر اخلاقي مقام لاندې، سباوون را لنډ فرض کاوه، خو دا شپه، دغه یوه، یوه فزیکي شپه نه وه. دا د روح تیاره شپه وه. سرتیری مخ په زوال خوشې شوی وه.
«موږه دې وینو ماڼو!
او: موږه دې سوز، موږ دې ګداز اورو
موږ دې په لاس کې د ورغوي کرښې دلته لولو
ماڼو ورځه!
ماڼو وردرومه، سفر کم مزلونه لږ پاتې دي.» 16
زموږ دغه «شاعر لمر» زوال شوی او ځانته سندره وایي، ځان را په ډاګه کوي:
«وریځو د ستورو جنازې ښخې کړې
بیا پر دې غرو
د رڼو ستورو د نارنجو ګلان نه وریږي
رانه د ستړو مساپرو پښو پل ورک شو.» 17
او د اسلامي انقلاب په سوزنده ژمي بیا سر پورته کوي، بیا ساه کاږي او وایي:
«ما مې دا خپل قبر په سترګو ولید
قبر،
زما د سفر نوې بېړۍ
د وچې ځمکې سمندر کې غږوي د مساپرو مساپرې شپېلۍ
او قبر کښونکي
ستړي ستړي رانه پښو ځنې څپلۍ وباسي.» 18

د اروا تیاره شپه
ننګیال لکه هر یو، د خدای له نالیدلو دنیاګانو را روان دی او بېرته هغه ته ور درومي. خو هغه ځان ورک کړی. په هغه تپه توره شپه ده. او همدا د وګړي د برخلیک تر ټولو لویه او ژوره شپه ده، د مشهور امریکایي لیکوال (…) په وینا، د روح په تیاره شپه کې، زمان همیشه د شپې درې بجې وي.
ننګیال دغه تیاره شپه کې دیره دی او سندرې بولي؛ ځان راته خاطره کوي:
«زموږ سرونه،
زموږ وینې
د شنو چرسو او د بنګو هغه شنې دانې دي
چې دودوي یې (باباقو) ملنګ
د غم او د ستړیا شېبه کې.»19
ننګیال ځان سره لګیا دی، ځان پسې لګیا دی، ځکه چې «ځان» د تیارې شپې ها خوا دی:
«زه «آدم» یم، زه «آدم» یم
له جنته شړل شوی
پر دې ځمکې بادشاه شوی
ورور دې ورور پر کاڼي وویشت
نازولی زوی مې مړ شو.»20
خو د اروا تیاره شپه، الهي کلي ته د بېرته ستېندلو موقع ده. ددغې تیارې ها غاړه، خالص نور او خالص الهی غږ دنیا ده. زړور، بې پروا، او دلبازه الهي مینه ګر، لومړني ماڼوګان دي، چې د عشق، آزادۍ، او حکمت دغه سمندر ته لاره مومي. (دا موضوع جلا بحث دی، اوس راګرځم خپل موندلي ننګیال ته.)
ننګیال کې لا اوس هم پلرنی دود او دستور ساه اخلي. هغه «سیزوف» له سره تېر کړی او اوس خپله په سیزوفي درد اخته شوی. خو اوښکې یې نشته:
«څومره درنه او پښتنه ده اوښکه
اوښکه د زړه له نازولي کوره راغله
زما په لپو کې راپریوته
او زه لګیا یم لوړې څوکې ته
په لپو کې اوبه خېژوم
څوکې ته ورسم نېږدې شم
بیا د ځمکې تل ته ولوېږم
اوبه اوبه شم
ښاپېرۍ تنده وژني
او زه اوبو وړی یم.»21
سیزوف څومره لویه زمانه عمر لري. دلته د هغه ډبره اوښکه شوې، خو لا «خدایي څوکې» ته نه رسېږي؛ ځکه څوک چې «ځان» نه وي، په هرې فتحې او بریا سره «بل» شي ته رسېږي. ذهن انسان بې ځانه کړی.
ځان
«هره شېبه، هره ګړۍ
له خپله ځانه تښتم
هره شېبه، هره ګړۍ مې
څوک له ځانه شړي
د یوه ځنګله پر څانګو ناست یم
یوه سیوري کې مې ځاله کړې
سیوری زما په هره ساه کې
ځغلوي د خپلې ساه تنستې،
زه،
سیوری،
څانګې،
لاس په لاس د تور ځنګله له پاچاهۍ نه
د غریبې مهاجرې کورنۍ په څېر
په ګډه تښتو.»22
ننګیال یو «ځان» ؤ؛ خو ځان یې ورک ؤ. ځمکنی انسان «ذهن-خدایي» لاندې کړی. نننی ځان مې، بل یو یو مې، جسم دی؛ خو لکه چې «ځان» نه دی.
انسان چې «ځان» واوسي؛ بیا څه غواړي؟ زما خو ذهن او خاطرې ته بله غوښتنه نه راځي. د انسان ټول فقر، د ځان ورک کول دي، او موږ ورک یو.
«ځان» الهي نښه ده، ابدي، تل ترتله، نه په جسم بنده ده، نه په څېره، نه په خدای بخښلي یا رټلي قوم او ژبې او رنګ او مذهب!
«ځان» د خدایي غږ تجسم دی، هغه خدایي کلمه دی، هغه له معنا او مفهوم او تفسیر دمخه سپین غږ او سپینه رڼا ښیېم.
ځان د هستي قدیمي موجود دی. ځان له تاریخ دمخه ؤ، له تاریخ وروسته به وي، تر هغو چې خدای وي، او خدای همدا شېبه له ما، له ننګیال، له …سره شته.
نو فقر ولې- ولو که د پوهې وي!
ځکه نو ښایي څوک ووایي: ننګیال یو غمجن او ځان ته پر لاره سون توکی دی. او ځان له خپل خدای سره، نېږدې، وورۍ په وورۍ؛ لکه پرته له خدایه بل هېڅ شی چې نه وي!
خو لکه چې ننګیال ونه وېل شو، لکه چې ننګیال نه وېل کېږي! ځکه چې ننګیال یو تن او یو ځای دی!
نو ننګیال چېرې دي؟؟؟
ننګیال شعر دی، او شعر د خدایي موسیقۍ ادبي انعکاس.
هغه کله غر شي، کله سیند، کله پخپل لاس- لکه یوه بې تجربې پرښته- د تور جادوګر دیو، د ویترین په بوتل کې بندې پاتې او بې تجربې کوترې په څېر، معصوم معصوم راګوري. خو دا د ننګیال مقطعه یي عکسونه دي، ځکه نو هغه د زړه په وزرو الوزي. د غږ تازه تازه څاڅکي په مښوکه کې راوړي او د ژوند په چرګوړو یې را اوروي.
نه شوه! ننګیال په دې خبرو نه کېږي: باور وکړئ، ننګیال له ځانه، له «ډولۍ»، له «…بزغلي»، له «څاڅکي…څاڅکي» او حتا له «سیوري» تېری کړی، ځکه چې «سیندونه هم مري.»
اوس ګورم، چې حتا خپل قلم او خیال یې هم ځان پسې ونشوای رسېدلای. او اخر یې له دې چیغې سره زړه له ځمکني ځانه خوشې شو:
یو باد را لګېدلی ما له ځانه سره وړي
د زړه آس مې له باره د ارمانه سره وړي
د شپو پر اوښ یو غل دی زموږ کلي ته راغلی…» 23

ننګیال ځان څه بولي؟
«د اوړي توده ورځ وه، دېره کې ناست وم…یو ماشوم له مړ ژواندي چرګ او چړې سره راته راننوت، چې چرګ حلال کړم…چرګ مې حلال کړ، له هغې ورځې درې کلونه وشول، هغه چرګ په خوب راځي، چاړه ورسره وي، حلالوي مې…» 24
«ژوند پوچ دی- ژوند رنځ دی! ژوند قاتل دی او ژوند له ژونده د غچ اخستنه ده.»25
نه! ننګیال په خبرو نه کېږي، ننګیال یوه فردي تجربه وه او دا ټول له ننګیاله د راپاتې متن له تبصرو ورک دي. ښایي ننګیال په را یادولو سره، لږ لږ د «ځان» په یاد ولوېږو! ځکه که له ما-ننګیال متخصص! څخه وپوښتل شي، چې ننګیال چېرې دی؟ په څه حال دی؟ څه کوي؟ آیا ته رښتیا وایې؟؟؟
نو ښکاري، چې د وېلو لپاره یوه کلمه نلرم. نو ننګیال له دې ذهني سواده ازاد شو، ښایي زما او ستا «وجود» هم داسې له ذهنی سواده آزاد وي؛ نو ځان سره به څه وخت ګورو؟ آیا تر ټولو واقعي، شېبه دغه «اوس» نه ده؟ هرڅه یوازې دا اوس شته، حقیقت دغه شېبه تجربه کېدای شي. او ځان تر ټولو نېږدې، شخصي، اسانه او خپل حقیقت دی.
ځکه نو ماته ننګیال سخت دی. ننګیال له ځانه سرګردان دی. ننګیال د ارمان غرونه په ولو ایښي او د تورو دیوانو او تور اسمان جنګ ته ځي.
هغه په زړه پوه دی، چې له خدایي نښې- روح- کم نه دی، خو ایډیالوجیک ذهن اول زړه ته اور اچوي. ایدیالوجیک ذهن ځان خوړونکې بلا ده، دغه ذهن ځان په یوه یوه انسان او شي کې خوري.
ننګیال له مرګه څو مېاشتې دمخه دې فکر سودایي کړی دی:
«ښایي چې ژوند یو ګنهګار وي»26
هاااای! څومره په ذهن مبتلا مبتلا وغږېدم: دا زموږ خوږ، میېن، او دلباز ننګیال څه شو؟
اخر دی څوک ؤ؟ څه شی ؤ؟
ځان ته وایم: دا ژوند مې له دومره تجربو سره د څه لپاره دی؟
د اکنکار یا د اوس وخت لپاره د روح سفر لرغونې پوهې لارویان په دې ګروهه دي، چې هره اروا، څه باندې اته مېلیونه کاله، د ژوند او جنس رنګ رنګ جامې اغوندي او له دې سره د واقعیت په هستۍ کې اوړي او را اوړي، تر هغو چې «ځان» ومومي، بېرته ځان-ځانخبرې اروا- شي او ځای پر ځای ځان سره خپل خدای ومومي.

وروستۍ خبره:
او دا ځان او یوه یوه ته: موږ له ننګیاله څه غواړو؟ ایا خپله «ځان» یاستو؟ ما ته خو دا خپلې غوښې، هډوکي، ذهن، حواس او نور څه؛ هسې د ځمکني ښوونځي اړتیا وړ یوینفورم ښکاري.
زه په دغه څېره او دبدبه، د ځان موندلو موده یم. ماته ښکاري، چې د هر یوه سرنوشت، دغه شېبه د ځان موندل، پر ځان پوهېدل او ځان اوسېدل دي.
هوښیار روح د هسک په قد ولاړ دی.
په هر حال ننګیال زما په وس نه دی، ورشئ خپله هڅه وکړئ!
زه به لاړ شم، پیدا به کړم، چې زه څوک یم؟
تر دې ژونده دمخه چېرې وم؟
او د ژوند رنګینې تجربې مې د څه لپاره دي؟
پر موسیقارو او څراغان زړونو مو برکت شه.

يادونه: دا ليکنه د پل فکري کړي له خوا د اروښاد اسحق ننګيال په تلين غونډه کې اورول شوې ده٠

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.